دمحمد نسیم ستانکزی ويبلاګ ته ښه راغلاست
 غزل

غزل 

عا شقۍ کې که ا خلا ص د پتنګ نه وي

يا په تن کې يې لباس د ملنګ نه وي 

چې قربا ن خپل سر ديد ن لپا ره نکړي

د رقيب غما ز خلا ف کې په جنګ نه وي 

چې په نوم د مجنون څښل د پيو غوا ړي

د ليلا په خو ا ست په وينو کې رنګ نه وي 

همېشه چې د غما ز په لا س لو بيږي

هيڅ وخت تللی چې په لا ره د ننګ نه وي

په مشکل کې دم تعويذ غوا ړي ملا نه

چا د پا ره يې منلی قلنګ نه وي

را خطا به شي د ډير ا وچت محل نه

بيا قبو ل به يې سوال هغه د رنګ نه وي

له سعید نه معا في غوا ړه کم بخته

که ريښتيا دې زړه صيقل وي ا و زنګ نه وي

|+| نوشته شده توسط محمدنسیم ستانکزى در 2011/5/18  |
 محمد آصف صميم

محمد آصف صميم يو افغان نقاد، شاعر، ليکوال، څېړونکی او ژباړونکی دی. هغه د صميم د خپرندويې ټولنې مشر دی او ګڼ شمېر کتابونه يې چاپ شوي.

د ښاغلي صمیم له خولې چې وايي : زه د خپل پلار له خولې په ۱۳۳۱لمريز كې په كامه كې زېږېدلې يم، پلار مې د خپل رسمي حيثيت په رڼا كې چې ټول عمر يې د پوهنې په مختلفو ډګرونو كې په خدمت تېر كړې دى، زه ډېر كمكې (پينځه كلن) ښوونځي ته ولېږلم، په ښوونځي كې مې استقرار هم د هغوي له رسمي وظيفې سره موازي ؤ، او زيات كوښښ به يې دا ؤ، چې ترخپلې څارنۍ لاندې راباندې درس ولولي.

د استاد محمد اصف صميم په اړه شهرت ننګيال داسې ليكي

استاد محمد آصف صميم صميمي او اشنا پال ځوان دى، روانه او جاذبه طبع او شمېرلې حركات لري، خوږ ژبې، دراك او خليق ليكوال او د پاخه تنقيدي شعور خاوند دى. په عادي ليكونو كې هم چې ملګرو ته يې لېږي داسې خوندور عبارات او جملې كاروي چې د سړي زړه غواړي څو ځله يې تکرار كړي. محمد آصف صميم په نثر او نظم دواړو كې زړه وړونكې او مليح قلم لري. محمد آصف صميم دومره سپن زړی دى، چې خالصه توګه هم رېښتيا ګڼي، خو يو كار پكې دى او هغه دا چې ډېر ژر او په معمولي او وړه خبره هم خپه وي. اوبيا يې پخلا كېدل هم څه آسانه کار ندي. محمد آصف صميم دومره شرمګير دى، دومره چې خپل دوستان يې د خپلې كوژدې په كارتونو كې د قران عظيم الشان د ختم په نامه راغوښتي وو.

زده كړې

لومړی ټولګی ېې د شينوارو په غني خېلو او پاتې نور ېې تر اتمه د كامې په مراد علي لېسه كې ولوستل، بيا ېې د كونړ عمراخان لېسې ته بدلونه پاڼه واخېسته، د لسم تر نيمايي ېې هلته زده کړه وکړه، د ۱۳۴۷ل په چنګاښ كې رحمان بابا لېسې ته لاړ، خو په پاتې نيم ښوونيز كال كې ېې سم پوره نكړاى شو،پخپله محمد اصف صميم وايي! بس ګونډه مې ووهله، د يو كلن ښوونيز زيان د تلافۍ لپاره د ۱۳۴۷ل په پاى كې بېرته مرادعلي لېسې ته راغلم، مخې كال ته مې يوولسم پېل كړ، يو څو مياشتې مې لا نه وى تېرې كړې، چې د اور يوې سختې پېښې مې ارمانونه لوخړه كړل، او بيا يې يو كال له درسه وايستم. تر يو څه نسبي روغتيا وروسته مې يوولسم بيا له سره كړ، د ۱۳۵۰ل د تلې مياشت كې د جلالكوټ ، (ننګرهار لېسې) دولسم ته بلنپاڼه يووړه، څه به دې سر خوږوم، خو تر ډېرې ستومانۍ وروسته د ۱۳۵۱ل په وږي مياشت كې ترې په وروستۍ درجه په ډېر خير راووتم.

لوړې زده كړې

استاد محمدآصف صمېم ۱۳۵۲ل كال د وري مياشت كانكور ازموينې كې د كابل پوهنتون د ادبياتو او بشري علومو پوهنځي عربي څانګې ته بريالې او د ۱۳۵۶ل كال د جدي په مياشت كې یی د لسان درجې زده كړې پاى ته ورسولې.

دندې

آصف صميم لكه څرنګه چې يې له ټنډې ښكاري د دولتي دندو چندانې شوقي نه ښكاري، خو بيا يې هم د دولت په چوكاټ كې ځينې دندې ترسره كړي، چې دلته به يې په لڼد ډول سره راوړو:

له پوهنتون څخه په فارغېدو يې د كار لټه پيل كړه، ترڅو د ملګرو په مشوره يې د پښتو څېړنو په نړيوال مركز كې د دندې لپاره خپله عرضپاڼه وړاندې كړه، چې د ۱۳۵۷ل د ثور په ۲۶مه په نوموړي اكاډېميك مركز کی د غړي په توګه ومنل شو. مګر د دندې يې پينځه مياشتې لا تېرې نه وى، چې دده په وينا: (د خلكو زامنو د خلكو د دوښمنۍ په تور له مركزه را وايستم). لدې وروسته يې د اېمل خان بابا په لېسه كې د ښوونكي په توګه دندې ته زړه ښه كړ، مګر د تېر په څېر يې دلته هم هماغه له خلكو سره دښمني!!؟؟ د سر درد شوه، او له دندې يو ځل بيا ګوښه كړاى شو. لدې وروسته د كامې مراد علي لېسې ته ولاړ، خو هغلته هم هماغه تور ؤ، چې ترې سپين نشو.

د خلقيانو رسمي مېلمه كېدنه

آصف صميم هم د نورو زرګونو افغانانو په څېر د شاهي مېلمه توبه خلاص شوې نه دى. دې ښاغلي هم د نورو بېوزله افغانانو په څېر د كمونست رژيم د تورو تيارو مېلمه شوې، او هغه هم په يو ځل نه چې په وار وار او په كراتو مراتو. صميم صېب د كمونستي رژيم لومړې بند هماغه د اېمل خان بابا په لېسه كې د ښوونې پروخت نيونه او د يوې مياشتې لپاره تر څارنې لاندې ؤ. له يوې مياشتې څخه وروسته كله چې د كامې مراد علي لېسې ته ولاړ، نو هلته يو ځل بيا د تېر په څېر د بند تورو تنبو شاته وغورځول شو، چې دا حل يې د بند موده څه كم و زيات كال ته وراوږده كړه. د ۱۳۵۸ل د ليندۍ په مياشت کی له راخوشې كېدو سره سم مخ په كامه شو، ترڅو د مجاهدينو په لاس خپلواكه كامه كې د ارام سا واخلي.

د هجرت په چاپېريال كې لومړې د حزب اسلامي د سېد جمال الدين افغان په لېسه كې ښوونكې ؤ، له دوه كلو وروسته د اووه ګوني اتحاد په فرهنګي كمېټه كې د قيام حق مهالنۍ مرستيال وټاكل شو، چې د تېر په څېر يې دا ځل خپله استعفا وركړه. تر دی وروسته یی  د ننګرهار پوهنتون د ادبياتو پوهنځي كې د ښوونكي دنده ترلاسه كړه، خو د له لنډې مودې وروسته يې دا دنده هم پرېښوده، او له هماغه راهيسې تردې دمه په خپل كاله كې په ليكنو، څېړنو او مطالعې بوخت دى.

ليكلي اثار

استاد محمد اصف صميم له ۱۳۵۳ل څخه تر ۱۳۷۱ل پورې د هېواد او پېښور په بېلابېلو كولتوري، مطبوعاتي او ښوونيزو موسسو كې دندې ترسره كړي. او له ۱۳۷۱ل څخه تر ۱۳۷۶ل پورې د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي كې د ښوونكي په توګه پاتې شوې. د استاد خپاره شوي اثار په لاندې ډول دي:

څېړنې

1.    د رحمان بابا د ديوان نومښود- ۱۳۶۵ل

2.    مړه يې مه بولئ ژوندي دي، لومړې ټوك- ۱۳۶۵ل

3.    مړه يې مه بولئ ژوندي دي، دويم ټوك- ۱۳۶۶ل

4.    د پټې خزانې ميزان رېښتيا ميزان دى؟

5.    د كره ليكنۍ ژبې جاج- ۱۳۶۹ل

6.    د رغونې شاعرۍ كړنې- ۱۳۷۸ل

7.    وييزېرمه (لغوي ذخيره)- ۱۳۸۱ل

8.    د عبدالحميد مومند فرهنګ- ۱۳۸۱ل

9.    پښتو لوست (د شپږم ټولګي) ۱۳۶۷ل

10.                      پښتو لوست (د څلورم ټولګي) ۱۳۶۷ل

11.                      د عبدالحميد مومند كليات (سريزه، څېړنه او وييپانګه) ۱۳۸۳ل

ژباړې

1.    رېښتيانۍ كيسې- ۱۳۶۴ل

2.    د پېغمبري مكتب رېښتيني اتلان- ۱۳۶۸

3.    د مذهب په جامه كې د استعمار مزدوران

4.    وهابيت

5.    د افغانستان مېړني

6.    رېښتيا خبرې ۱۳۸۲ل

7.    او پر دې سربېره د استاد لاندې كتابونه خپرېدو ته سترګې په لار دي:

8.    د رغونې شاعرۍ جوليزه او مانيزه يو رنګي

9.    د رحمان بابا فرهنګ

10.                      پښتو نامې

11.                      شاعر د شاعر په هنداره كې

12.                      خوشال يادې كړې ښځمنې

13.                      د لرغونې شاعرۍ ۵۰۰ متلونه

14.                      روحاني عرفاني فرهنګ (دوه ټوكه)

15.                      د لرغونې شاعرۍ غورچاڼ

ناچاپ ليكلي او ژباړلي اثار

محمد آصف صميم د وحدت اسلامي ورځپاڼې، قيام حق، شهيد پېغام شفق او سپېدې له مهالنيو سره قلمي همكاري كړې، او په لاندې ډول يې د ځينو ليكلو كتابونو نومونه راخلو:

1.    رېښتيانۍ كيسې (ژباړه) چاپ

2.    توحيدي ټولنه او ټولنيز عدالت (ژباړه) ناچاپ

3.    د حضرت علي رضي الله عنه لنډې ويناوې (ژباړه) ناچاپ

4.    رېښتيا خبرې درې ټوكه (ژباړه) ناچاپ

د صميم صېب د شعر بېلګه

د شعر بېلګه:

د غوږو کچګول مې واچاوه په غاړه

 

د ښار هر ورته ته شوم ستړی په ولاړه

ما ویل خیر به پکې ترنګ د رباب راوړم

 

چا ویل کډه د رباب خو پرون ولاړه

 

حجاب

د حجاب معنی پټول دي . کله چې یوه ښځه په حجاب کې وي نو دا په دی معنی ده چې  ټول جسم یې په حجاب کې دی یعنې  پټ دی.

اسلامي شریعت د حجاب لپاره ځانګړي شروط ټاکلي دي. له دغو شروطو څخه یو شرط دا دی چې ښځې باید داسې حجاب  په سر کړي  چې د هغوي  ویښته ښکاره نه شي ، یعنې د ښځې  ویښته باید په کامل ډول په حجاب کې پټ شي.  حجاب باید د اسلامي شریعت مطابق او د افغاني  دود دستور سره سم برابر وي . د ښځې  د سر حجاب  او د تن جامې باید نرۍ او چسپې نه وي چې ویښتان او ځان یې ښکاره شي.

یوه مسلمانه ښځه باید داسې جامې په تن کړي چې لاسونه یې له مړوند څخه پورته ښکاره نه شي ، او همداشان یوې مسلمانې ښځې ته ښايي چې داسې جامې په تن کړي چې ټول جسم یې پټ کړي. تنګې او چسپې جامې اغوستل د حجاب له احکامو خلاف کار دی

هغه لباس چې یوه مسلمانه ښځه یې د حج او عمرې لپاره په ځان کوي  او بیا څرنګه چې هلته په ډیره عاجزۍ او تواضع سره  لمونځ او دعا کوي ، همداسې لباس د ښځو زینت  او د ښځو ښکلا ده :

 

|+| نوشته شده توسط محمدنسیم ستانکزى در 2011/5/18  |
 استاد عبدالرووف بېنوا

استاد عبدالرووف بېنوا د مفتي عبدالله چي په کندهار کي په د ( مفتي عبده )په نوم شهرت لري زوی او دمولوي عبدالحق اخندزاده چي په کندهار کي ئې استاد کُل باله لمسئ دی. استاد عبدالرؤف بېنوا له آره دکندهار د معروف له عليزو څخه دي چي بيا ددوی لوی نيکه ملاګلاب اخند دهلمندولايت موسی کلا ولسوالۍ ته تللی او هلته د موسی کلا په سربينه کي چي اوس ډير خلګ ورته په اصطلاحي ډول سربېښه وائې ، مړ او ښخ دی . خو د ملاګلاب اخند لمسی مولوي عبدالحق اخندزاده شل کلن و چي له موسی کلا څخه بيرته کندهار ته راغلی او دکندهار ښار له خرقې شريفي سره نژدې ئې د سيد حسن خان په کوڅه کي واړول ، همدغه و چي استاد بېنوا هم په کال ١٢٩٢ لمريزکي د وږي پر لومړۍ نېټه چي د١٣٣٢ سپوږميز او ١٩١٣ مېلادي د اګست د ٣٢ مي سره سمون لري په همدغه کاله ( سيد حسن خان کوڅه ) کي په دغه منوره او عالمه کورنۍ کي وزېږېدی او همدلته لوی شو ـ ( ١) ـ

 

د ختيځ نوښتګر

 

استاد عبدالرووف بېنوا د افغانستان له څو ګوتو په شمار نوميالو پوهانوڅخه يو نوميالی دی چي افغاني ادب او ژبي ته ئې څه کم اويا درانه او علمي کتابونه په ميرات پريښودل او تر ډيري زمانې پوري به دده له څېړنو او پنځوونو څخه د ادب مينه وال ګټه او خوند اخلي ، ارواښاد د مرګ تر اخيري سلګۍ پوري د کتاب او قلم سره خپله ليونۍ مينه روانه وساتل او دمرګ پر بيستر لا هم د يو اثر په ليکلو بوخت و . دکاييناتو لوي خالق پرده خپل خدايي استعداد لورولی و او دده په خټه کي ئې د ليکلو او لوستلو مينه اخښلې وه ، له همدې وجي ده په خپل ډير کوچنيوالي کي زيات ديني علوم ولوستل او لا ځوانکی طالب وچي د شعر سره ئې يارانه ټنګه کړه او وده ئې پسي ورکړه ، چي بالاخره د افغانستان د ادبياتو پر اسمان هغه نه پنا کېدونکی ستوری شو چي رڼا به ئې تل ددغي سپېرې او خوار ځواکي خاوري پر تياره ټټر لمر غوندي ځليږي .

 

که علامه سيد جمال الدين افغاني نړيوالو د شرق نابغه سياست پوه ګڼی ، نو علامه حبيبي هم د شرق لوی مورخ او محقيق ګڼل کيده، استاد الفت هم د شرق لوی اومتکبر ليکوال بلل کيږي ، او علامه رشاد هم د شرق لوی څيړونګی او جغرافيه ليکوال بلل کيږي د همدي وياړونو او هستيو په لړ کي استاد بېنوا هم دشرق هغه نوښتګر شاعر او مورخ بللای شو چي په خپل وخت کي ئې هم په پښتو شعر او هم په نثر کي دا سي انقلاب او پاڅون راوستی چي د کلونو کلونو بيده ماغزونه ئې راوخوځول او دبري د معراج لاره ئې ورپه نښه کړل

 

پېړۍ واوښتې خو خلګ لا بيده دي  ويښـول ئې ډيرکلونه زحمت غواړي

په ړندو سترګو داور پر خوا وردرومي  دا کـم بـخته لانـشه د جنت غواړي

 

هو! ريشتيا هم زموږ خلک له پېړيو_ پېړيو راهيسي په درانه خوب ويده دي او بويه کله به له دغه درانه خوبه راويښيږي ، خو استاد بېنوا ډيره هڅه کوله چي په خپلو بوږونکو شعرونو او نثرونو خلک له خوبه راويښ کاندي او ﻻره وروښي چي په دې کار کي تر يو بريده بريالی هم شو خوژوند وفا ورسره ونه کړله او دې ئې خپله په درانه خوب ويده کړ.

 

استاد عبدالرووف بېنوا ته دده لوړ استعداد له خپلي درنې اوعلمي کورنۍ څخه په ميرات پاته شوی و ، دده لوی نيکه ملاګلاب اخوند دوخت لوی ديني عالم و، ورپسې د هغه زوی ملا ګلستان اخوند هم عالم ؤ، د هغه زوی او د بېنوا صاحب نيکه علامه عبدالحق اخوندزاده هم د خپل وخت لوی عالم او مفتي و ، بيا د بېنوا صاحب پلار مفتي عبدالله د هغه وخت لوی مفتي و او داستاد بېنوا ورور مولوي عبدالکريم حقاني د ٥٣ کتابونو مولف و ، نو دهمدغو مشرانو برکت و چي په استاد بېنوا کي هم خپور شو او نه يوازي يو عالم بلکې دهيواد لوی اديب، محقيق او سياست پوه وګڼل شو .

 

د بينوا زده کړي

لکه چي وړاندي مو وويل چي ددوی يو عالمه کورنۍ وه نو ځکه ئې مشرانو غوښتل چي استاد بېنوا هم ديني زده کړي وکړي ، همدغه د کورنۍ غوښتنه وه چي استاد بېنوا د قران کريم تر زده کړي ورسته د افغانستان د لوی عالم او خپل ورور مولوي عبدالکريم حقاني تر استادۍ لاندي خپلو زده کړو ته دوام ورکړ او عربي صرف او نحو يې تر اعلی درجې پوري زده کړل بيا ېې فقه ولوستل چي مولوي ترې جوړ شو، تر دغو زده کړو وروسته ئې ادبي ډګر ته را ودانګل او په شعر ليکلو يې پېل وکړ چي لومړني شعرونه ئې د کندهار په طلوع افغان کي خپريدل ، بيا په همدغه تانده ځواني کي کابل ته ولاړ او د خپل ورور مولوي حقاني کره اوسېده ، په همدغه وخت کي يې خپلو نور زده کړو ته دوام ورکړ او عربي ادبيات يې په شخصي توګه زده کړل ، بديع ،بيان او ګرامر يې په داسي توګه زده کړل چي بيا يې څو کاله وروسته د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو په پوهنځۍ کي همدغه د ژبپوهني څانګه وټاکل او ددرسي نوټونو يوه علمي پانګه ( ادبي فنون ) يې دابياتو زده کونکوته په ميرات پرېښوول ، په دغه وخت کي يې پاړسي ژبه هم زده کړې وه او اردو ژبه يې هم د ليکلو او لوستلو تر ټکه رسولې وه . بيا يې انګريزي ته ملا وتړل چي وروسته ئې ډيري ژباړي له دغي ژبي څخه کړيدي .

 

دلته موږ ته د استاد بېنوا استعداد او ځيراکت ښه را معلوميږي چي په ډيره نوې ځواني کي يې عربي ، اردو ، پاړسي او انګريزي ژبي زده کړي وې او په هغو کي د پوره مطالعې څښتن و ـ ( ٢ ) ـ

 

رسمي دندي

 

په دې انځور کې عبدالروف بېنوا د نورو فرهنګيانو په کتار کې ۱۳ کس دی استاد بېنوا د ادبي يون تر څنګ په دولتي اورګانونو کي هم ډيري مهمي رسمي دندي اجرا کړي دي ، چي ارواښاد يې په خپل قلم داسي بيانوي چي:

 

د کابل د ادبي انجمن غړی ١٣١٨ لمريز = ١٩٣٩ م

د کابل د ادبي انجمن د نشراتو مرستيال ١٣٩١ لمريز = ١٩٤٠ م

د پښتو ټولني د صحافت مدير ١٣١٩ لمريز = ١٩٤٠ م

د کابل مجلې مدير ١٣٢٠ لمريز = ١٩٤١ م

د مطبوعاتو د رياست د نشراتو مرستيال ١٣٢٠ لمريز = ١٩٤١ م

د پښتو ټولني مرستيال ١٣٢٣ لمريز = ١٩٤٤م

د پښتو ټولني عمومي مدير ١٣٢٥ لمريز = ١٩٤٦ م

د تاريخ د انجمن غړی ١٣٣٠ لمريز = ١٩٥١

د مطبوعاتو د رياست د داخلي نشراتو عمومي مدير ١٣٣١ لمريز = ١٩٥٢ م

په ډهلي کي د افغانستان د سفارت مطبوعاتي مستشار ١٣٣١ لمريز = ١٩٥٣ م

د کابل راډيو ريس ١٣٣٥ لمريز = ١٩٥٦ م

د افغانستان او هند د دوستی دانجمن غړی ١٣٣٦ لمريز = ١٩٥٨ م

د افغانستان او شوروي د دوستی د انجمن غړی ١٣٣٩ لمريز = ١٩٦٠ م

په قاهره کي د افغانستان د سفارت مطبوعاتي مستشار ١٣٤٢ لمريز = ١٩٦٣ م

د افغانستان راډيو ريس ١٣٤٤ لمريز = ١٩٦٥ م

د قبايلو د مستقل رياست مرستيال ١٣٤٥ لمريز = ١٩٦٦ م

د اطلاعاتو او کلتور وزير ١٣٤٦ لمريز = ١٩٦٧ م

د ولسي جرګې وکيل ١٣٤٨ لمريز = ١٩٦٩ م

د پښتو د بين المللي تحقيقاتو د مرکز اجير غړی ١٣٧٥ لمريز = ١٩٧٨ م

د افغانستان اکاډمۍ اجير غړی ١٣٥٧ لمريز = ١٩٧٩ م

د صدارت مشاور د فوق رتبه په حېث ١٣٥٨ لمريز = ١٩٨٠م

په ليبيا کي د افغانستان سفیر ١٣٥٨ لمريز = ١٩٨٠م ـ( ٣ ) ـ

 

استاد ارواښاد بېنوا په همدې کال تقاعد شو ـ چي وروسته ئې په ١٣٦٢ لمريز کال کي د امريکا په متحده ايالاتو کي سياسي پناه واخيستله ، او يو کال وروسته يعني په ١٣٦٣ لمريز کال د جدي پر ٢١ مه نېټه چي د ١٩٨٥ ميلادي کال د جنوري د ١١ مي نېټې سره سمون خوري د جمعي په مبارکه ورځ د هغي ناروغي څخه چي ورپېښه وه له دې فاني دنيا څخه مخه ښه وکړه او خپل ابدي ژوندون ته ستون شو

 

د يادولو وړ ده چي

داستاد بېنوا مړی د وخت د بېغورو واکمنانو د بېغورۍ له کبله په پردۍ خاوره (د امريکا د متحده ايالاتو د نيو جرسي په ايالت کي) خاورو ته وسپارل شو، د هغه وخته بيا تر ننه پوري په افغانانو کي داسي څوک نه شو پېدا چي زموږ دا ملي او تاريخي ناموس دي د پردئ خاوري څخه راوړي او د افغانستان په سپېڅلې خاوره کي دي خوندي کري په دومره خواشنۍ سره چي نور يې په زړه کي تم ځاۍ نه وي ، بايد ووايم چي استاد بېنوا خپل ټول عمر د همدي اولس په چوپړ کي تېر کړ خو نن دا د همدې اولس وفا ده چي د هغه مړی ( د افغانانو تاريخ ) په پردي ملك کي پروت دی.

 

دبېنوا ځوځات

استاد بېنوا دوې مېرمني درلودې چي له مشري ميرمني څخه ئې يو زوی د عبدالقدوس په نامه درلود خو هغه هم د استاد بېنوا په ژوند کي وفات شو او کورنۍ يې اوس هم په مشرقي کي پاته ده ـ او زما په غالب ګومان دده ( عبدالقدوس ) زوی او د استاد بېنوا لمسی اوس هم د عبدالله بېنوا په نوم په مشرقي کي اوسيږي ، د استاد له بلي ميرمني څخه درې زامن او درې لوڼي پاته دي چي مشر زوی يې هيواد ، منځوی يې خوشحال او کشری يې پروټ نوميږي او اوس ټوله د امريکا په متحده ايالاتو کي ژوند کوي ،د استاد د دوهمي او کشري ميرمني څخه يې مشره لور د ارواښاد محمد اعظم ايازي د زوی ډاکټر عبدالفتاح ايازي مېرمن ده ، منځوۍ لور يې د غلام محمد غبار د زوی خليل غبار مېرمن ده او کشرۍ يې لا اوس هم د امريکا په متحده ايالاتو کي په لوړو زده کړو بوخته ده .ـ ( ٤ )ـ

 

د استاد عبدالرووف بېنوا اثار

پښتو کيلي

دا اثر ډير خلګ په کلي وايي خو دا کلی نه ، بلکې کيلي ده چي د څلورم جلد لومړی ټوک ئې په ١٣٢٠ لمريز کال کي د پښتو ټولني له خوا ددرسي کتاب په ډول چاپ شو

پردېس

داد علامه اقبال د "مسافر " نومي منظوم کتاب منظومه ژباړه ده چي د ١٣٢١ لمريز کال د انيس په ورځپاڼه کي خپره شوې ده

پښتو د شاهانو په دربار کي

دا پښتو رساله ده چي د ١٣٢٢ لمريز کال په کابل کالنۍ کي خپره شوې ده

باغونه

دا د ټاګور دنثري اشعارو د ټولګي ژباړه ده ، چي په ١٩٤١ ع کال کي په طلوع افغان کي په پرله پسې ډول چاپ شوې ده

د ميني مينه

دا د شعرونو ټولګه ده چي په ١٩٤١ ع کال کي چاپ شوې ده

پښتنې مېرمني

دا کتاب د پښتني مېرمنو تذکره ده چي تر اسلام وړاندي او بيا تر اوسه پوري د پښتني مېرمنو يادونه او پېژنده پکښي راغلې ده ، دا کتاب په ١٣٢٣ لمريز کال کي د مطبوعاتو د رياست له لوري چاپ شوی دی

د هوتکو په دوره کي پښتو

دا وړه رساله ده چي د هوتکو مشرانو اوشاعرانو پښتو ته پاملرنه پکښي ستايل شوې ده، دا رساله د١٣٢٤ لمريز کال دوري دمياشتي دکابل په مجله کي خپره شوې ده .

طوق لعنت

يو تمثيلي ډرام دی چي په ١٣٢٤ لمريز کال کي ئې د مطبوعاتو جايزه وړې ده

ميرويس نيکه

و پښتو دملي قايد ميرويس نيکه دژوند حالات او د کارنامو يادونه ده چي په ١٣٢٥ لمريز کال کي دپښتو ټولني له لوري دکتاب په شکل چاپ شوی دی

اريايي ، پارسي، پښتو مرثيې او ويرني

دا رساله د١٣٢٥_١٣٢٦ لمريز کلونو په کابل کالنۍ کي خپره شوې ده

د غنمو وږی

دا يوه تاريخي منظومه رساله ده چي په ١٣٢٥ لمريز کال کي پښتو ټولني چاپ کړېده

د پير محمد کاکړ دديوان، تدوين، تصحيح، او مقابله

دا کتاب په ١٣٢٥ لمريز کال کي دپښتو ټولني له خوا چاپ شوې دی او دوهم ځل په دانژدې وختونو کي دصحاف نشراتي موسسې له خوا په نوې بڼه چاپ شوی او حبيب الله رفيع يوه خونده وره سريزه پر کښلې ده

چند اهنګ ملي

په پاړسي ژبه دپښتو دڅو موسيقي ږغونو او ملي سندرو شرح ده چي په ١٣٢٥ لمريز کال کي دکابل په کالنۍ کي اوبيادکابل راډيو له لوري په مستقل ډول چاپ سوی دی

ادبي فنون

دا کتاب دهغو درسونو ټولګه ده چي استاد بېنوا دادبياتو دپوهنځی دپرانيستلو په لومړي کال د هغه پوهنځي د لومړي ټولګي ته ورښوولی و، دا کتاب په ١٣٢٦ لمريز کال کي د پښتو ټولني له خوا چاپ سوی دی

ويښ زلميان

داد هيواد دځينو ويښو زلميانو دمضامينو او شعرونو ټولګه ده چي داستاد بېنوا په زيار او اهتمام په ١٣٢٦ لمريز کال کي دپښتو ټولني له لوري چاپ شوې ده

د دار مستتر پښتو څېړني

دا کتاب فرانسوي مستشرق ( جيمس دارمستتر) په فرانسوي ليکلی چي سيد قاسم خان ريښتيا په پارسي ژباړلی او علامه عبدالحي حبيبي او استاد بېنوا په پښتو اړولی او په ١٣٢٦ لمريز کال کي کابل مطبعې چاپ کړی دی

صداي وطن

يو تمثيلي ډرام دی چي په ١٣٢٦ لمريز کال کي دتاليف څلورمه جايزه وړې ده

د رحمان بابا د دېوان تدوين ، تصحيح

په ( نوي ډول ) تصحيح او مقابله د استاد بېنوا ، دا دېوان په ١٣٢٨ لمريز کال کي کابل مطبعې چاپ کړی دی

خوشحال خان خټك څه وايي ؟

دا کتاب يو وار دهند په بمبيي کي غلام حسن خان ساپي په مرسته چاپ شوی و خو چي دپاکستان له لاري افغانستان ته راوړل کېدی نود پاکستان حکومت ظبط کړ ، مګر په ١٣٢٩ لمريز کال کي دمطبوعاتو مستقل رياست بيرته چاپ کړ

نظري به پښتونستان

په پاړسي ژبه يوه رساله ده چي د ١٣٢٩ لمريز کال په کابل کالنۍ کي او بيا ځانته په مستقل ډول چاپ شوه

پښتونستان

په ٤٨٠ مخونو کي دپښتونستان زاړه نومونه او ...... په مفصل ډول ليکل سوي دي چي په ١٣٣٠ لمريز کال کي د انيس په ورځپاڼه او بيا دمستقل کتاب په شکل د مطبوعاتو دمستقل رياست له خوا خپور شو

ليډران امروزي پښتونستان

داد پښتونستان د ځينو مشرانو او ليډرانو لنډه پېژندګلوي ده چي د ١٣٣١ لمريز کال په کابل کالنۍ کي او هم ځانته درسالې په ډول چاپ شوې ده

د کاظم خان شيدا ديوان

تدوين ، تصحيح ، او مقابله چي په ١٣٣٣ لمريز کال کي د پښتو ټولني له خوا چاپ شوی دی

هوتکي ها

دهوتکو د دورې مفصل حالات او پېښي دي ، دا کتاب په پاړسي څبه ليکل شوی دی او د افغانستان دتاريخ ټولني له لوري په ١٣٣٥ لمريز کال کي چاپ سوی دی

پريشانه افکار

دا د استاد بېنوا دبېلابېلو اشعارو يوه برخه ده چي د ټولګي په شکل په ١٣٣٥ لمريز کال کي پښتو ټولني چاپ کړې ده

د ګيتانجلې ژباړه

دا اثر د هند دنوميالي اديب او فيلسوف رابنډرانات ټاګور د ګيتانجلي پښتو ژباړه ده چي هم انيس په ورځپاڼه کي پرله پسې خپره سوې او هم ځانته دمستقل اثر په ډول په ١٣٣٦ لمريز کال کي دکابل دنشراتي څانګي له خوا چاپ سوی دی او دوهم ځل لپاره په ١٣٥٤ لمريز کال کي بيا چاپ سوی او فاضل استاد اکاډيميسن پوهاند رشاد صاحب په ١٠٣ مخونو کي يوه مغتنمه او علمي سريزه پر کښلې ده چي په لومړي ځل د استاد بېنوا دپېژندګلوۍ په اړه علمي مالومات لري او ښاغلي عبدالغفور روان فرهادي ېې په ډيره سپين سترګې مقدمه نه ، بلکې بېنوا نامه بولي

برګ سبز

په پاړسي ژبه يو طنزيه اثر دی چي په ١٣٣٦ لمريز کال کي ئې دتالف دوهمه درجه جايزه وړې ده

لنډۍ

يو شمير منتخبي لنډۍ له پاړسي او انګريزي ژباړي سره يوځای په ١٣٣٧ لمريزکال کي د کابل راډيو له خوا په مصورډول په١٧٦ مخونو کي چاپ شوي دي او د انګريزي ژباړه ئې ښاغلي شريفي کړې ده

خوشحال او پسرلی

په دې اثر کي د خوشحال خان پسرلني او رندانه شعرونه را غونډ سوي دي او په ١٣٣٧ لمريز کال کي د کابل راډيو د پښتون ږغ مجلې له خوا چاپ سوي دي

پاچا خان

دا کتاب ښاغلي فارغ بخاري په اردو ژبه د عبدالغفار خان دفعاليتونو په باب ليکلی چي استاد بېنوا له اردو څخه پاړسي ته ژباړلئ دی او د١٣٣٨ لمريز کال دانيس په ورځپاڼه کي پرله پسې خپور شوی دی

د زړه خواله

دا کتاب د يو لړ ليکونو ټولګه ده چي په هنري ډول يې خپل خيالي ملګري ته ليکلې دي دا کتاب د١٣٣٨ لمريز کال د اصلاح په ورځپاڼه کي پرله پسې خپور سوی او په ١٣٤١ لمريز کال د مطبو عاتو مستقل رياست له خوا چاپ سوی دی

پښتو قرائت

دپوهني دوزارت په غوښتنه د ښونځيو دلسم ټولګي لپاره ليکل سوی دی او په ١٣٣٩ لمريز کال کي چاپ سوی دی

زوړ ګنهګار

يوه پښتو ډرامه ده چي د کندهار په پوهنه ننداره کي تمثيل سوې او بيا کابل راډيو په پښتون ږغ مجله کي پرله پسې خپره سوې ده

کار بر اصل

يوه ټولنيزه او تنقيدي ډرامه ده چي په پاړسي ژبه ليکل سوې اود کابل په پوهنه ننداره کي تمثيل سوې ده

اشتباه

دا هم يوه ټولنيزه ډرامه ده چي د کابل دجشن په صحنه کي تمثل سوې ده

اشيانه عقاب

يو تاريخي او حماسي ډرامه ده چي د کابل په پوهني ننداره کي تمثيل شوې ده

زرنګ

په پاړسي ژبه يو راډيويي ډرام دی چي په کابل راډيو کي تمثيل سوې دی

حکومت بېدار است

دا هم يو پاړسي ډرام دی چي په کابل راډيو کي تمثيل او پښتون ږغ مجله کي چاپ سوی دی

د چين سفر نامه

دا کتاب استاد بېنوا په ١٣٣٦ لمريز کال کي ليکلی دی چي د دووسوو مخونو په شاوخوا کي و او په دغه سفر کي شهيد داود خان د خپل وخت صدراعظم هم ورسره مل و نو ځکه ئې په ١٣٥٥ لمريز کال کي تر چاپ وړاندي هغه ته ورکړ تر څو د هغه تر نظر هم تير سي خو د هغه له شهادت سره دغه اثر هم د هغه په کور کي تريتم شو

اوسني ليکوال

ددې اثر لومړی ټوک په ١٣٤١ لمريز کال کي په ٥٤٤ مخونو کي د مطبوعاتو د مستقل رياست د کورنيو خپرونو د لوي مديريت له خوا په دولتي مطبوعه کي چاپ شو

اوسني ليکوال

دوهم ټوک ، په ١٣٤١ لمريز کال کي د مطبوعاتو دمستقل رياست له خوا په ٤٢٤ مخونو کي خپور سوی دی

افغانستان اليوم

ارواښاد استاد بېنوا په عربي ژبه ښه پوهيدی اوپه دغه ژبه ئې اثرکښلی اوچاپ کړی دی افغانستان اليوم د بېنواهغه اثردی چي په ١٣٤٢ لمريز کال کي په قاهره کي چاپ شوی دی

اربعين حقيقة عن افغانستان

دا اثر هم په عربي ژبه ليکل شوی دی او په ١٣٤٣ لمريز کال کي په قاهره کي چاپ شوی دی، استاد په دغه وخت کي په قاهره کي دافغاني سفارت مطبوعاتي مستشار و

آ ثار افغانستان

دا اثر هم په عربي ژبه د استاد بېنوا په زيار په ١٣٤٣ لمريز کال کي په قاهره کي چاپ شوی دی او ټول کتاب ٩٦ مخونه لري

المراة افغانية

دا اثر په عربي ژبه په ١٣٤٣ لمريز کال کي د استاد بېنوا له خوا په قاهره کي چاپ شوی دی

هديالعام جديد

دا يو تقويم دی چي په ١٣٤٥ لمريز کال کي د استاد بېنوا له خوا په قاهره کي چاپ شوی دی

اوسني ليکوال

دريم ټوك ، دغه اثر په ٥٤١ مخونو کي د مطبوعاتو د مستقل رياست له خوا په ١٣٤٦ لمريز کال کي چاپ شوی دی

د معمر القذافي د مشهور شين کتاب ژباړه

په دريو ټوکونو کي ولسي واک، دخلګو ديموکراسي او ټولنيز اقتصادي سيسټم

ښه شپه

د استاد بېنوا يو وړ اثر دی چي د نيکمرغه خاندان ژوند پکښي تمثيل دی

د افغانستان نوميالي

د ا دفاضل استاد بېنوا هغه اثر دئ چي تر اوسه ئې څلور ټوکه چاپ شوي دي لومړی ټوک ئې په ١٣٥٣ لمريز کال کي ، دوهم ټوک ئې په ١٣٥٣ لمريز کال کي ، دريم ټوک ئې په ١٣٥٦ لمريز کال او څلورم ټوک ئې په ١٣٥٩ لمريز کال کي د اطلاعاتو او کلتور د وزارت له خوا چاپ شوی دی دغه اثر تر څلورم ټوک پوري د ( ج ) تر توري پوري چاپ شوی دی ، خو دا د ( ي ) تر رديف پوري په لس ټوکه کي کښل شوی دی او پاته شپږ ټوکه ئې د استاد رشاد صاحب سره ناچاپ پراته دي

نېټه ليک ياداښتونه يا د افغانستان تاريخي پيښي

دا داستاد بېنوا بل اثر دئ چي په دوه ټوکونو کي ئې ليکلی دی او د کابل پوهنتون له لوري خپور شوی دی لومړی ټوک ئې په ١٣٥٤ لمريز کال او دوهم ټوک ئې په ١٣٥٨ لمريز کال کي خپور شوی دی

خوشحال خان خټک از زبان خوشحال خان

دا دخوشحال خان خټک په اړه يوه تحليلي څېړنه ده چي استاد بېنوا ليکلې او١٣٥٦ـ١٣٥٧کلونوکي په پلوشه مجله کي خپره شوېده

دهسک پېغله

دا د استاد بېنوا د شعرونو دوهمه ټولګه ده چي د افضل ټکور له خوا د هيواد پنځوس کلنو خپرونو څخه را ټوله سوې او په ١٣٦٧ لمريز کال کي د افغانستان دليکوالو ټولني په ٧٥ مخونو کي خپره کړې ده

د پښتو متلونو غورچاڼ

دا اثر په ١٣٥٨ لمريز کال کي چاپ شوی دی

خوږه ژبه

دا اثر ( مصاحبۀ افغان کندهاري و کابلي ) استاد بېنوا په ١٣١٢ لمريز کال کي ليکلی دی چي خطي نسخه ئې اوس هم د افغانستان د ملي ارشيف خطي نسخو په کتابتون کي خوندي ده په دې اثر کي لنډي ادبي طرحي او شعري ټوتې راغلي دي

عربي پښتو قاموس

په دې اثر کي د عربي ژبي ډير لغاتونه راټول شوي دي چي بيا په پښتو معنی ورته ليکل شوې ده خو له بده مرغه دا اثر تر اوسه نه دی چاپ شوئ

پښتو قاموس

دا اثر استاد بېنوا غاليباٌ په ١٣١٧ ـ ١٣١٨ لمريز کلونو کي کښلی چي چاپ شوی نه دی په دې اثر کي د پښتو ديارلس زره لغاتونه راټول شوي دي

کچکول

دا اثر هم د استاد بېنوا دبيلابېلو ليکونو او شعرو ټولګه ده چي دا هم غالباٌ په ١٣١٧ ـ ١٣١٨ لمريز کلونو کي ليکل شوې خو چاپ شوې نه ده

د افغانستان تاريخي ريښې

دا دارواښاد استاد بېنوا ورستئ اثر دی چي څو برخي ئې چاپ شوي دي ولي نور نو ژوند وفا ورسره ونکړه او دغه اثر نيمګړی پاته شو

|+| نوشته شده توسط محمدنسیم ستانکزى در 2011/5/17  |
 ځان پيژندنه دخداى پيژندنې بنسټ او اساس تشكيلوى!

ځان پيژندنه دخداى پيژندنې بنسټ او اساس تشكيلوى!

 

·     خپلو افكارو ته پاملرنه وكړئ ځكه چې ستاسو په وينا بدليږي .

 

·     خپلو ويناوو ته پاملرنه وكړئ ځكه چې ستاسو په كردار بدليږي.

 

·     خپل كردار ته پاملرنه وكړئ ‌ځكه چې ستاسو په عادت بدليږي.

 

·     خپلو عادتونو ته پاملرنه وكړئ ځكه چې ستاسو پرشخصيت بدليږي.

|+| نوشته شده توسط محمدنسیم ستانکزى در 2011/5/16  |
 محمد صديق روهي

چې پيدا شوې تا ژړل خلکو خندا کړه

داسې مړ شه چې ته خاندې خلک ژاړي!

محمد صديق روهي د محمد حسين خان زوی په کال ١٣١٣  ل. کې د خوست وﻻيت مرکز د حيدرخېلو د سموات په کلي کې نړۍ ته سترګې سپړلې او ﻻ ماشوم و چې د ورور او خونيدو سره يو ځای د مور، پلار له مينې بې برخې شوی و.

زده کړې

لومړنۍ زده کړې يې د وخت د اسماعيل خېلو او مندوزويو په لومړني ښوونځي ( اوسنی سړبن ليسه) کې، منځنۍ زده کړه يې د کابل په دارالمعلمين او په کال ١٣٢٧ ل. کې کابل پوهنتون له ادبياتو پوهنځي څخه فاروغ شوی و. د ١٣٤٧ ل. په وروستيو کې د لبنان د بېروت په پوهنتون کې شامل او همدلته يې د ماستري دوره په پوره بري بشپړه کړې وه.

دندې

ارواښاد روهي د خپل علمي- فرهنګي او ادبي ژوند په خورا لنډه موده کې د دارالمعلمين او پوهنتون د استاد، د بېلا بېلو، نشراتي ارګانو (مجلو) د مسوول چلوونکي، د بېلو بېلو علمي – فرهنګي مرکزونو د مشر او رئيس، د وخت د پښتو ټولنې (اوسنی د افغانستان د علومو اکاډمي) د مرستيال او رئيس او د خوشحال د فرهنګي ټولنې د مشر په توګه هېواد او هېوادوالو ته غوره او ګټور خدمتونه کړي دي.

چاپ شوي آثار

روهي د يوه علمي، فرهنګي او ادبي شخصيت په توګه په ډېرو ژبو پوهېده او په دوو رسمي ژبو (پښتو، دري) يی زياتې علمي، ادبي او ميتوديکي مقالې او اثار ليکلي دي چې د ځېنويې په ﻻندې ډول يادونه کوو:

1.    د څېړنې ﻻرښود – پښتو ټولنه د ١٣٥٤ .ه.ش کال چاپ

2.    پښتو په بېلګه کې – پښتو ټولنه د ١٣٥٧ .ه.ش کال چاپ

3.    ادبي څېړنې - پښتو ټولنه د ١٣٦٠.ه.ش کال چاپ

4.    د ژبې ښودنې مسألې – د افغانستان د علومو اکاډمي د ١٣٦١.ه.ش کال چاپ

5.    د ادبي او فولکلور په باره کې د چاپ او خپرولو دولتي کمېټه د ١٣٦٥.ه.ش کال چاپ

6.    پښتو معاصر ادبيات- د ماستری دورې له پاره کابل پوهنتون د ١٣٦٧.ه.ش کال چاپ

7.    فولکلور پېژندنه – د افغانستان د علومو اکاډمي د ١٣٦٥ .ه.ش کال چاپ

8.    د روښاني غورځنګ ماهيت – نا چاپ

9.    د دوولسم ټولګي له پاره د ادبياتو تاريخ نا چاپ

10.                      شعر پېژندنه – د ناهيد کتاب خپرولو موسسه د ١٣٧٥ .ه.ش کال چاپ د ﻻهور چاپ

11.                      جنګ داخلی افغانستان چګونه پايان خواهد يافت؟ د آزاد افغانستان د ليکوالو ټولنه د ١٣٧٥.ه.ش کال چاپ پيښور چاپ

12.                      رنګين تعبير – د دانش کتاب خپرولو موسسه پېښور – ١٣٧٧ .ه.ش کال چاپ

له نېکه مرغه اوسمهال په خوست کې د يو شمېر وتلو فرهنګي ځوانانو په زيار اونوښت د محمد صديق روهي فرهنګي ټولنه جوړه شوې ده . دې ټولنې که د يوې خوا د خپلو فرهنګي – ادبي ګټورو فعاليتونو په لړ کې د مرحوم روهي روح ښاد او نوم يې ژوندی ساتلی، دغه راز دا هيله هم شته چې د نوموړي ناچاپ شوي آٌثار به هم په خپله موقع خپاره کړي. ارواښاد محمد صديق روهي سر بېره پر دې چې د سر محقق او کانديد اکادميسن لوړې علمي رتبې يې در لودې، د افغانستان د ليکوالو انجمن له خوا د ( کارمند شايسته فرهنګ) لقب هم تر ﻻسه کړی و.

نوموړی په ١٣٧١.ه.ش کال کې د علاج له پاره لومړۍ هند، بيا روسيې، اوکرائين او په پای کې جرمني ته ﻻړ او د ١٩٩٦م.کال د مۍ په مياشت کې د ورپېښې ناروغۍ له کبله، بدبختانه په روغتون کې له وخته مخکې د نړۍ سترګې پټې کړې او جنازه يې د هغه هېواد د مونشن ګلا دباخ په ښار کې امانت خاورو ته وسپارل شوه، وروسته د ﻻزمې موقع په برابريدو سره هېواد ته انتقال او په ډېر درناوي سره په خپله پلارڼۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شوه . نوموړي منځمنۍ ونه، ساړه دماغ درلودل او پر شنډو به يې تل موسکا خواره وه.


د ده ياد تل پاتې او خاِِطرې يی نه هيريدونکې او هميشنۍ دي.
موږ د ستر رب (ج) پيدايښت يو او ستر رب (ج) ته به ورځو.
روح دې ښاد وي.

 

|+| نوشته شده توسط محمدنسیم ستانکزى در 2011/5/16  |
 محمد ګل نوري

محمد ګل نوري هغه هېره شوې څېره ده، چې موږ يې نه پېژنو، په دې مانا چې په پوره ډول يې نه پېژنو، كه يې پېژنو، پر زياتو كارونو او هڅو يې نه يو خبر، ځكه چې زمانې، وخت او حالاتو ډېره جفا ورسره كړې ده؛ حالاتو يې د ژوند پر لار ډېر اغزي راوټوكول او ډېر څه يې ترې واخيستل.

زوكړه

ښاغلى محمد ګل نورى په 1279ل كال په كندهار كې زېږېدلى دى؛ هغه مهال خو دومره د زده كړې امكانات هم هر چا ته برابر نه وو، خو ارواښاد نوري وكړاى شول، چې د سيمه ييزو پوهانو او كورنيو مشرانو په مرسته زده كړه وكړي، د خپل ځانګړي استعداد او وړتيا په بركت يې ډېر څه په ذهن كې پاتې كېدل او هغه د چا خبره ذهين انسان و. همدغه د استعداد او نبوغ بركت يې و، چې په زياتو ډګرونو كې وځلېد او ډېر خدمت يې وكړ، چې نه هېرېدونكي اثار به يې زموږ د ادبياتو ستره او غوښنه برخه وي. خو دغه ډول استعدادونه په ډېرو خوارو او غريبو كورنيو كې پيدا كېږي، ډېر كم داسې پېښېږي، چې د كوم شتمن زوى دې د نبوغ تر كچې ورسېږي، يا دې هم دى د ډېرې خوارۍ وړتيا ولري. هغه څوك چې په هوسايۍ او نعمتونو كې رالوى شوى وي، په خپله يې د ځان د هوسايۍ لپاره څه نه وي كړى، هغه به څنګه په دې وپوهېږي چې د ژوند لپاره ضروري شيان څه دي او انسان بايد ژوند د چا لپاره وكړي.

زده كړې

استاد نوري په 1300ل كال د امان الله خان د پاچهۍ پر مهال د كندهار ښار په شالمار ښوونځي كې د پښتو د ښوونكي په توګه وټاكل شو، چې د هېواد بچيو ته يې پښتو ژبه تدريسوله. لكه مخكې چې يادونه وشوه وخت او حالاتو ډېرې سختۍ ورباندې راوستلې، چې په هر پړاو كې يې ګوزارونه وركړي؛

دندې

هغه مهال چې په كندهار كې ?پښتو ادبي انجمن? جوړ شو، استاد محمد ګل خان نوري يې لومړنى غړى و. څو كاله وروسته چې د لومړي وزير سردار محمد هاشم خان په امر دغه انجمن كابل ته ولېږدول شو او هلته يې نوم په ?پښتو ټولنې? واوښت. استاد نوري بيا په كابل كې د تاليف او ژباړې په څانګه كې د لغاتو او سيمه ييزو ژبو د څانګې د امر په توګه په دنده وګمارل شو، چې په دې موده كې يې د خپل كار او زيار لپاره ډېر مواد سره راټول كړل، هلته يې د ځينو مخكښو څېرو په مرسته د څېړنې، فولكلور څېړنې او كلتورپوهنې په برخه كې ډېرې ښې تجربې ترلاسه كړې. كله چې يې مېرمن او زامن مړه شول، دى په خپله خوښه بېرته كندهار ته راغى او د كندهار په دولتي چاپخونه (مطبعه كې د رتبې په ساتنې سره (څلورمه رتبه يې وه، د مامور په توګه وټاكل شو. كه څه هم ده ته بايد يوه لوړه څوكۍ او مهم پوست وركړل شوى واى، خو كومه دي هغه خلك چې خپل ملي خدمتګاران وپېژني او قدر يې وكړي؟ چېرې وو هغه مهربان لاسونه چې د انسان او انسانيت په خاطر يې زموږ ملي مشران په سختو حالاتو كې نازولي واى؟

اقتصادي وضعه او د ژوند ناخوالې

ارواښاد استاد نوري ډېرش كاله په ډېرو سختيو او خواريو كې ماموريت وكړ، له بده مرغه چې د تقاعد پوره حق يې هم ترلاسه نه كړ، دا ځكه چې د جبر لارويان خو هېڅ وخت هم نه غواړي ملي مخكښان هوسا وي اويا هم تر دوى مخكې شي. ده د تقاعد په وخت كې د هغه مهال په حساب دوولس زره افغانۍ ترلاسه كړې، چې دا ډېرې كمې پيسې وې، نور يې ورځ په ورځ اقتصادي وضعه خرابېده، له دې كبله يې د كندهار په هرات دروازه كې د مستو پلورلو تاغار مخې ته كښېښود او په خپلې غريبۍ يې ځان بوخت وساته. يو مهال ورته څو بهرني څېړونكي راغلي وو، چې له استاد سره وګوري، هغوى په پوښتنو پوښتنو، هرات دروازې ته ورسېدل، له يوه دكاندار څخه چې د استاد نوري پوښتنه وكړه، هغه پر استاد ږغ وكړى: ?ماد ګله! راسه دا كسان دې غواړي?. كله چې استاد له دغو بهرنيو پوهانو سره وليدل، هغوى يې ډېر قدر وكړ، خو استاد ته ډېر حيران شول، چې دومره ستر فولكلوريسټ او ادبپوه څنګه د مستو پلورلو تاغار ته ناست دى؟ په هر حال، هغوى له استاد سره لاړل، استاد خپل زيات اثار وروښوول، خو د استاد په غوږ كې د هغه دكاندار همدا جمله ازانګې كولې، زړه يې ډېر مات شو، ويل كېږي چې خپل ډېر اثار يې هغه مهال د غوسې په حالت كې په خپله وسوځل. دى تر تقاعد وروسته د كندهار د هغه مهال د اطلاعاتو او كلتور رياست د لوى مدير غلام محى الدين ايوبي په ځانګړې پاملرنه د همدغه رياست په مديريت كې د اجير كاتب په توګه وټاكل شو، دوه كاله وروسته بيا د كندهار دولتي چاپخونې په مديريت كې د ارشيف د څانګې په لسمه رتبه كې د اجير كاتب په توګه وټاكل شو. په دې دندې سره وتوانېد چې څه ناڅه ذهني سكون ترلاسه كړي او ځان بوخت وساتي.

ادبي هڅې او لاسته راوړنې

دى به چې د خپلې دندې له مخې كله- كله نورو ولسواليو، ليريو پرتو سيمو او كليو ته ورته، نو هلته به يې له خلكو څخه متلونه، سندرې او لغات راټولول، چې په زرګونو متلونه، سندرې، فولكلوري مواد او نوره ولسي پانګه راټوله كړه، دغه راز يې له ليريو پرتو سيمو څخه يوولس ټوكه هغه دېوانونه هم راټول كړل، چې پر هغه مهال يې په وړيا توګه انجمن ته وړاندې كړل:

  • د محمد امان دېوان.
  • د محشور د كلي د باركزي حاجي جمعه دېوان.
  • د عبدالله پوپلزي دېوان.
  • د عبدالنبي بېټني دېوان.
  • د ملا شېر محمد هوتك دېوان.
  • د ملا يار محمد دېوان (دوه ټوكه او يوه پښتو ميراثنامه، په نظم كې.
  • د حنان دېوان.
  • د عبدالعزيز قرقدان دېوان.
  • د كريم داد دېوان (د اخند دروېزه زوى.
  • قلمي تجويد (د ملا باز محمد شاعر.
  • د پښتو انشاء (دوه ټوكه.

كه څه هم ارواښاد نوري كولاى شول چې دا دېوانونه په لوړه بيه پر پښتو ټولنې، كومې خپرندويې ټولنې، يا هم بل ارګان وپلوري، يا يې هم د ځينو اوسمهالو ليكوالو په څېر په خپلو الماريو كې كولپ كړي، خو ده د خپل ملي احساس له مخې دغه ټول موندل شوي اثار ولس او ملت ته وړاندې كړل، چې بله ورځ د ده له مړينې سره سم د وركاوي له ګواښ سره مخ نه شي، يا هم د طبيعي افتونو او پېښو ښكار نه شي. د پښتو ادبياتو په بداېينه او رغاونه كې د استاد لاس ده په پښتو فولكلور كې دومره اساسي كارونه كړي، چې پښتو متلونه، پښتو اصطلاحات، محاورې، سندرې، لوبې، نومونې او نكلونه يې ټول په جلا- جلا اثارو كې راټول كړي، همدغه اثار يې په شوروي، المان، انګلستان، هند، فرانسه، جاپان، چين او نورو هېوادونو كې د پوهنيزو او څېړنيزو موسسو تر كار لاندې راغلي او د معتبرو سرچينو په توګه كارول شوي دي. د كندهار مجلې په پرله پسې 143 مه ګڼه كې، چې د 1351ل كال د زمري مياشت ګڼل كېږي، په شپږم مخ كې يې له ارواښاد محمد ګل نوري سره رحمت الله مړوند يوه مركه كړې، چې استاد نوري د خپل زړګي ټول بړاس ايستلى او د يوې پوښتنې په ځواب كې يې ويلي دي: ?تر اوسه پورې د ځان لپاره يوه سرپناه هم نه لرم او كډه په شا ګرځم?. دا دى د يوه هېواد هغه نامتو فولكلوريسټ چې پر افغانستان سربېره يې د نړۍ په زياتو هېوادونو كې خلك مني او كارونه يې ارزښت لري. كه چېرې دغه ډول بله سټه په بل هېواد كې واى، ښايي په ژوندون به يې ځينې واټونه د هغه په نوم نومول او ان چې اكاډمۍ به يې هم د هغه په نامه جوړولې، موږ وينو چې هغه كه له يوې خوا دا تمه نه درلوده، له بلې خوا يې پر زياتو خواريو سربېره خپله هڅه او هاند نه دى پرې ايښى.

    • د ملي هندارې

"... د استاد نوري د ملي هندارې يوه لويه برخه ښاغلي شفيق وجدان په "ادبيات مردم" نومي كتاب كې بې له څه حوالې راوړې او د يونيسكو نړيواله پنځه سوه ډالريزه جايزه يې هم اخيستې ده". دغه راز متلونه نومى كتاب، چې د استاد نور اثر دى، په 1327ل كال كې د استاد نوري له خوا چاپ شو، چې دويم ځل پښتو ټولنې له څه زياتونې او سمونې سره سم په 1344 ل كال كې بيا چاپ او خپور كړ. د دې تر څنګ پښتو اهنګونه د استاد نوري د څو كلنو خواريو يوه بله لاسته راوړنه ده، چې زياتې ولسي سندرې يې د سازونو په مرسته او د موسيقۍ په سر و تال كې ولس ته وړاندې شوې دي. خو دغه اثر بيا په 1325_26 ل كال كې د استاد بېنوا له خوا د "چند اهنګ پشتو" تر سرليك لاندې بيا خپور شو، چې د استاد نوري يادونه هېڅ نه ده په كې راغلې.

    • ملي سندرې

ملي سندرې د استاد نوري بل اثر دى، چې په 1323ل كال كې د پښتو ټولنې له خوا خپور شو، دغه اثر بيا په 1334ل كال كې له كومې يادونې پرته د پښتو ټولنې له خوا بيا خپور شو، چې د پښتني سندرې د لومړي ټوك نوم يې وركړى و، چې محمد دين ژواك يې د اهتمام چارې ترسره كړې وې. له استاد سره دا شوې جفاګانې د هېرېدو نه دي، كه چېرې يې هغه خپاره شوي اثار بيا خپرېږي، بايد چې انصاف په پام كې ونيول شي، ځكه چې ده پر هر اثر باندې زياتې خولې تويې كړي او ډېرې سختۍ يې ګاللې دي؛ د فولكلور په هر ډګر كې استاد نوري بنسټونه ايښي دي، تر ده وروسته بيا په دې ډګرونو كې بل چا دومره اساسي كار نه دى كړى، كه كار شوى هم دى، يا د ده له خپرو شويو اثارو څخه استفاده شوې، يا هم ټولې څېړنې د مېزونو تر شا شوي، څوك عملاً ساحې ته نه دى ورغلى، چې د خلكو له سينو څخه دا ولسي پانګه راټوله كړي.

استاد محمد ګل نوري په 1351ل كال، يانې تر خپلې مړينې يو كال وړاندې خپل چاپ او ناچاپ اثار داسې راپېژني:

چاپ شوي آثار

1.   ليك ښوونكى: دوه ټوكه، لومړۍ برخه يې د انشاء اصول او دويمه برخه يې د ليك لېږلو په اړه ده، چې په 1317 ل كال چاپ شوې دي.

2.   ملي هنداره: درې ټوكه، دوه ټوكه بېل- بېل چاپ شوي، درېيم دا يې د كندهار په دولتي چاپخونه كې د احمدشاه بابا د كتاب چاپولو موسسې له خوا چاپ شوى دى.

3.   پښتو اصطلاحات: يو ټوك، چې په 1320 ل كال كې چاپ شوى دى.

4.   ملي سندرې او لنډۍ: يو ټوك.

5.   متلونه: يو ټوك.

6.   دينياتونه: يو ټوك.

7.   مدني اخلاق: دوه ټوكه.

8.   مدني معلومات: دوه ټوكه.

9.   پښتو قاموس (نوراللغات: چې 45 زره لغات لري او استاد د خپلې لور (طيبې په مرسته دا لغات سره ډلبندي كړي او په دوو ټوكو كې چاپ شوي، چې د پښتو ټولنې له خوا بيا چاپ شول.

10.                     رحمه اللعالمين: ليكوال يې محمد احمد جادالولي دى، چې استاد له عربي ژبې څخه ژباړلى دى، 1341.

ناچاپه آثار

1.   ملي لوبې يو ټوك.

2.   پښتو اهنګونه: چې تر شلو زيات اهنګونه لري (استاد يادونه كوي، چې دا اهنګونه ښاغلي فرخ افندي زما په لارښوونه په پيانو ږغولي او وروسته يې نوټېشن ترتيب كړى دى .

3.   ملي دودونه: يو ټوك.

4.   خوږ بانډار: درې ټوكه، چې حكايتونه او فكاهيات لري.

5.   د خوشالخان خټك حل اللغات: يو ټوك.

6.   د خوشال منتخبات: يو ټوك

7.   د عبدالقادر خان منتخبات: يو ټوك.

8.   د احمد شاه بابا منتخبات: يو ټوك.

9.   پښتو ياد: چې د پښتو د زده كړې طرز دى، يو ټوك.

10.                     د اُحد غزاء: يو ټوك.

11.                     ديارلس نكلونه:يو ټوك.

12.                     د مينو رساله: يو ټوك، چې يوه برخه يې په كابل مجله كې چاپ شوې ده.

13.                     د نوري دېوان.

14.                     د شين خاالو نارې: يو ټوك

15.                     سنګلېچي قاموس: يو ټوك

16.                     واخي قاموس: يو ټوك

17.                     اشكاشمي قاموس: يو ټوك

18.                     منجي قاموس: يو ټوك

وروستي پينځه سيندونه (قاموسونه) د بدخشي (د افغانستان د ځينو ګړدودونو (لهجو) قاموس) څخه را ايستل شوي دي.

1.   زوړ كندهار: د كندهار د لرغونو غونډيو او ځايونو پېژندنه ده، دغه اثر جايزه هم ګټلې ده.

ژباړل شوي اثار

1.   د روغتيا عمومي قوانين: يو ټوك.

2.   د روغتيا ژوندون: يو ټوك.

3.   د صحت ساتنه: چې په طلوع افغان كې هم په پرله پسې ډول خپور شوى دى.

4.   د شين خالۍ نارې.

5.   72 ديالوګونه او ډرامې.

محمد ابراهيم عطايي د كندهار مجلې د 1352 ل كال د ليندۍ مياشت، پرله پسې 164 مه ګڼه كې د (مرحوم محمد ګل نوري له موږ څخه ګيله من جلا سو تر سرليك لاندې د استاد نوري د مړينې نېټه د 1352ل كال د ليندۍ شلمه ښيي، چې پر پنځوس كلنو خدمتونو يې هم رڼا اچولې ده.(4)

د استاد نوري ټول اثار ملي او غور ه دي، په تېره بيا دده ملي هنداره خورا مشهور او شهكار اثر دى، ځكه چې دا كار د بل چا دلاسه پوره نه ؤ. په دې افسانو كې د ادم خان او درخانۍ، فتح خان برېڅ، مومن خان او شيرينۍ د نوري افسانې د ملي ادب يوه قيمتي پانګه ده.

د شعر يوه بېلګه

د ښكارندوى غوري د دې بوللې:

د سپرلي ښكلونكي بيا كړه سينګارونه

 

بيا يې ولوڼل په غرونو كې ګلونه

پر مځكه علامه عبدالحى حبيبي، استاد بېنوا، استاد نجيب، استاد رشاد او ښاغلي نوري شعرونه ليكلي، چې د پاييزې په توګه به د استاد نوري همدغه شعر راواخلو، چې د ښكارندوى د همدې بيت پر مځكه يې ليكلي:

سره خالونه

پسرلي پر مځكه ولوڼل ګلونه

 

په ګلونې ښايسته كړه سمه غرونه

تورو غرو كې سره ګلونه هسې ښكاري

 

لكه ښكاري تور وربل كې سره خالونه

د يتيم په دود چې لوڅ لپړ ولاړ وو

 

بې له پاڼو، د سپېرو ونو ښاخونه

زرغونه نمري پسرلي ورلره راوړه

 

په شنو پاڼو سرې وركړه سينګارونه

ټولو ونو ته يې نوى ژوندون وركړ

 

چې په ژمي هيله نه وه له ژوندونه

يتيم رخه اوس له دوى سره هم كاندي

 

زموږ به څوك راپټوي سر تور سرونه

چې په سيل د پسرلي د ګلو ګرځي

 

زلمي ګل پر پګړۍ ږدي، پر وربل جونه

ځينې دواړې زلفې ډكې كا، له ګلو

 

څوك په غاړه د ګلونو كا هارونه

چې ګلونه ټولوي، سندرې وايي

 

شرمنده كا د بلبلو اوازونه

ښكارندوى غوري پر بيت مي شعر ووې

 

هومره بس دي، نور دې ډك كړي كتابونه

د پښتو د شعر ستورى (نوري نه دى

 

چې د ستورو په شان جوړ كي ښه بيتونه

 

|+| نوشته شده توسط محمدنسیم ستانکزى در 2011/5/15  |
 عبدالله بختاني خدمتګار

عبدالله بختاني خدمتګار خپلې لومړنۍ زده کړې يي په خپل کور کې له خپل مور او پلار نه پيل کړي او بيا يي له نورو استادانو څخه عربي ديني علوم، فقه، تجويد، تفسير، حديث، اصول فقه، اصول حديث، عقايد، ميراث، صرف و نحو، بديع، بيان، معاني، حکمت او منطق د ننګرهار او کابل په ولسي مدرسو کې، د کابل عربي دارالعلوم د نصاب په معيار لوستي دي او د مولوي درجې ته رسيدلى دى. تر دې وروسته يې بيا فارسي او عربي ادبيات، پخوانى طب او د رياضي درسونه د هماغه وخت د ولسي مدرسو په معيار سرته رسولي دي. تاريخ، جغرافيه، فزيک، کيميا او بيالوژي يې (د بکلوريا په معيار) په شخصي توګه مطالعه کړي. په فلسفه، ټولنپوهنه،سياست او سيکالوژئ کې يې پراخه مطالعه کړې.

د ديني علومو، ادبياتو، طب او رياضي په برخه کې يې له نامتو او پېژندل شويو استادانو نه زده کړې ترلاسه کړي چې د ځينو نومونه يې داسې دي: خپل مور او پلار، د سره رود د قلعه نو حاجي ملا مدد، د چهار باغ صفا د حضرت صاحب د جامع جومات خطيب ملا محمد حفيظ، د حضرت صاحب د جومات د حافظانو د مدرسې مشر استاد حافظ ملک، د جناب نقيب صاحب طبيب د علي خيلو ملا عبدالغني، د سره رود د شمسه پور مولوي عبدالله جان، د خوگياڼو د نکړخيلو د جامع جومات خطيب مولوي مير عبدالواحد، لوګرى ملا عبدالودود معلم، د قاسم يکه ميرانو مولوي امين ګل، د لغمان د تيګړو د پشه اي کلي اوسېدونکى مولوي عبدالرحيم، د لغمان مولوي فيض الله، د جناب نقيب صاحب خليفه او د هغه د زامنو استاد مولوي محمد سعيد سرروضه وال او ځينې نور. انګريزي ژبه يې تر څلورم ريډره پورې، د پغمان له ښاغلي محمد عمر قريشي معلم سره لوستې ده. په پښتو ژبه کې څوک استاد نه لري او خپله د خپل ځان ښوونکى دى. په پښتو شعر او ادب کې يې لارښود استادان، استاد ګل پاچا الفت، استاد قيام الدين خادم، استاد صديق الله رښتين او استاد عبدالروف بېنوا دى.

هغه په روسي ژبه پوره بلديت لري. له ۱۹۶۳ - ۱۹۶۴ ز. کال پورې د مسکو ښار د لومونوسوف په دولتي پوهنتون کې د روسي ژبي او ادبياتو زده کړه تر لاسه کړې، او د ژبې د تدريس او درسي موادو د تيارولو د ميتود په برخه کې يې ډيپلوم اخيستی دى. د ترجمې د ميتود کورس يې هم هماغلته په برياليتوب پاى ته رسولى دى.

دندې

نوموړي د خپل ژوندانه زياته برخه د هيواد په علمي، تعليمي، څيړنيزو، ادبي، ژورناليستي او ملي خدمتونو کې تيره کړې ده، په دې لړ کې ٢٣ کاله په پښتو ټولنه او ١٤ کاله د علومو اکاډمۍ کې په علمي څيړنيزو فعاليتونو بوخت پاتې شوى دى. هغه د ١٣٢٥ ل. کال د وري په ۱۰ مه د دولت د ماموريت لړۍ د ننګرهار ولايت د پوهنې مديريت د ١١ مې رتبې مامور په توګه پيل کړى، په ١٣٢٦ ل. کال د ننګرهار د مطبوعاتو په مديريت کې د ننګرهار ولايت د مرکز د مامورينو د پښتو کورسونو د استاد په حيث مقرر شو، دغه کورسونه رسماً د پښتو ټولنې پورى مربوط وو. د ١٣٣١ ل. کال د زمري په مياشت کې د زېري جريدې مسئول مدير او د پښتو ټولنى مسلکي غړى شو. د ١٣٣٤ ل. کال نه تر ١٣٣٩ ل. کال پورې په ترتيب سره د ننګرهار د مطبوعاتو د مديريت مرستيال او د پښتو کورسونو آمر ؤ، چې پښتو ټولنى پورې مربوط ؤ، د ننګرهار مجلې مسئول مدير، د مطبوعاتو د مستقل رياست د نشراتو د رياست مسلکي غړى، د ننګرهار د مطبوعاتو لوى مدير او د ننګرهار ورځپاڼې مسئول چلوونکى او بيا دوهم ځل د ننګرهار مجلې مسؤول مدير په توگه يې دندې تر سره کړي دي. په ١٣٣٩ ل. کال کې د پښتو ټولنې مسلکي غړى شو. د دغې ټولنې د ادبياتو لوى مدير او بيا د رئيس مرستيال شو او په ١٣٥٤ ل. کال کې يې د څيړندوى علمي درجه تر لاسه کړه. وروسته د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې د هيواد ورځپاڼى مسئول مدير، د پښتو د پراختيا او پرمختيا د ادارې آمر ، د خلکو د فرهنګ ( فولکلور ) د ادارې آمر، د پکتيا د مجلې مسؤل مدير، د هيواد د ورځپاڼى رئيس او سر محرر په توګه وظيفې تر سره کړي دي. په ١٣٦٤ ل. کال کې د افغانستان د علومو اکاډمي علمي غړى شو، دوه کاله د علومو اکاډمۍ د غړيتوب سره د افغانستان د ليکوالو د ټولنې د رياست مرستيال او لومړى منشي ؤ. بيا د علومو اکاډمۍ د علمي غړي په توګه پاتې شوى دى . په ١٣٧٣ ل. کال کې متقاعد شوى. عبدالله بختانی خدمتګار د پورته يادو شويو دندو تر څنګ وخت په وخت په ښونځيو او کورسونو کې د پښتو، دري او عربي ژبو تدريس هم کړى او د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي د پښتو ادبياتو د تاريخ د استاد په حيث خدمت کړى دى. په ١٣٨٢ ل. کال کې يو څه موده د افغان يووالي د اونيزې مسؤل مدير و، او په هماغه کال د علومو اکاډمۍ د ضرورت له مخې تقاعد يې رفع او د ١٣٨٥ ل. کال د وږي مياشتې تر پيله پورې يې د دې اکاډمۍ د مشر علمي غړي په توګه خپلو علمي وظايفو ته دوام ورکړى او بيا تقاعد ورکړى شوى دى. د استاد وروستۍ دولتي رتبه مافوق ده. استاد په ١٣٥٥ ل. کال کې د پښتو ټولنې لخوا د څيړندوى لوړه علمي درجه تر لاسه کړې، وروسته د علومو اکاډمئ لخوا دغه علمي درجه د سر محقق په علمي درجه واوښتله او په همدې درجه ومنل شو، چې دغه درجه د پوهنتون د پوهاند يا (پروفيسر) د درجې سره معادله وه.

ټول لیکل شوی اثار

چاپ شوي آثار

1.   په اسلام کښې د ښځو حقوق - د مصرد (المنار) د جريدې مدير، رشيد رضا، د (الوحى المحمدي) له کتاب څڅه ترجمه - د ١٣٢٧ هـ ش چاپ .

2.   مصايب الدخان (د تمباکو زيانونه) - د مصر د (الازهر) د استاد سيد محمد عبدالغفار الهاشمي الافغانى د عربي کتاب ژباړه - د ١٣٣٢ هـ ش چاپ . دوهم ايډيشن له زياتونو سره بيا ترجمه – د ١٣٤٨ هـ ش چاپ .

3.   اراده - (روحيات) - د پروفيسر غلام حسن مجددى له دري ليکنې نه ژباړل شوی او د آريانا دايرة المعارف د يو شمير نورو ليکنو ژباړه - د ١٣٣٢ هـ ش چاپ .

4.   شعر او ادب – د پښتو د معاصر شعر او ادب تيوريکي څيړنه ټولونه ، سريزه او اهتمام د ١٣٣٣ هـ ش چاپ .

5.   د زړۀ راز – د شعرونو لومړئ مجموعه _ د ١٣٣٥ هـ ش چاپ .

6.   پښتانه د علامه اقبال په نظر کښې – ١٣٣٥ هـ ش .

7.   ميرزا عبدالرحيم رحيمى ( احوال و اشعار ) بزبان درى – ١٣٣٥ هـ ش . چاپ دوم با افزونى ها _ ١٣٨٠ هـ ش .

8.   پښتني خويونه _ ادبي ټولنپو هنيزه څيړنه _ ١٣٣٥ هـ ش .

9.   د ملنگ جان خوږې نغمې – ټولونه ، سمون ، سريزه او ترتيب _ ١٣٣٥ هـ ش . دوهم چاپ له زياتونو سره _ ١٣٤٨ هـ ش .

10.                     خوږې ترخې _ د ادبي او انتقادي نثرونو مجموعه _ د ١٣٣٦ هـ ش چاپ .

11.                     سيدو ملنگ _ موزيکال اصلاحي ډرام په څلور وپردو کښې _ په ننگرهار نندارې کښې ښودنه : ١٣٣٨ هـ ش _ په کابل کښې چاپ ١٣٤١ هـ ش .

12.                     علمي آزمېښتونه په ساده وسايلو - ساينسى درسي مرستيال - د موريس پارکر ليکنه - د استاد غلام علي آيين له دري ترجمې نه پښتو شوی - ١٣٤١ هـ ش .

13.                     راز _ د شعرونو دوهمه مجموعه _ ١٣٤٢ هـ ش .

14.                     پښتو کلي څلورم ټوک _ درسي _ ١٣٤٥ هـ ش .

15.                     شرنگ _ د شعرونو درېيمه مجموعه _ ١٣٤٦ هـ ش .

16.                     معاصر اديبان _ تذکره _ ١٣٤٧ هـ ش .

17.                     توربريښ _ د پښتنو ملي تاريخي شفاهي سندرې – ټولونه ، ترتيب او سريزه _ ١٣٤٧ هـ ش . دوهم چاپ _ ١٣٨٧ هـ ش .

18.                     پښتو لنډې کيسې _ د لنډو د استانونو مجموعه _ ١٣٤٧ هـ ش .

19.                     د خوشحال خان خټک ربا عيات _ دا کادميک متن جوړونه _ له ملگرو سره _ ١٣٤٩ هـ ش .

20.                     د پښتو ټولنې رئيسان او غړي ( تذکره ) _ ١٣٤٦ هـ ش .

21.                     ابربهارى _ د دري شعرونو مجموعه _ ١٣٥١ هـ ش .

22.                     مرغلرې _ د ادبي نثرونو مجموعه _ ١٣٥١ هـ ش .

23.                     د پښتوپت _ د لنډيو د استانونو مجموعه _ ١٣٥٢ هـ ش .

24.                     ديونس خيبري ديوان _ نقل ، سمون ، سريزه ، اکادميک متن او اهتمام _ ١٣٥٦_ هـ ش .

25.                     دپادري هيوز کليد افغانى _ سريزه ، تعليقات او لغتنامه _ ١٣٥٦_ هـ ش .

26.                     پښتانه شعرا ء څلورم ټوک – تذکره _ ١٣٥٧ هـ ش .

27.                     د افغانستان سفر _ له روسي نظم څخه پښتو منظومه ترجمه _ ١٣٥٧ هـ ش .

28.                     پښتو چاپي آثار _ ټولونه ، اوډنه او سريزه _ ١٣٥٧هـ ش .

29.                     د گلوکر – د شعرونو پنځمه مجموعه _ ١٣٥٩ هـ ش .

30.                     څورب او خوار _ له روسي څخه د انتون چيخوف د داستانونو ترجمه _ ١٣٥٩ هـ ش .

31.                     د زړه آواز _ د شعرونو انتخابي مجموعه ١٣٦٣ هـ ش .

32.                     شفق _ د شعرونو مجموعه _ ١٣٦٣هـ ش .

33.                     تذکرة الشعرا ء _ تدوين ، سريزه او حواشي _ ١٣٦٣ هـ ش .

34.                     د باچا خان ليکونه لومړى ټوک _ ټولونه ، اوډنه ، سريزه او حواشي _ ١٣٦٣ هـ ش .

35.                     زمونږ وطن د جرگو وطن _ تاريخي _ ١٣٦٤هـ ش .

36.                     د سولې اوآز ادئ قهرمان خان عبدالغفار خان _ تذکره _ ١٣٦٦ هـ ش .

37.                     د بابا مشالونه _ د باچا خان وجيزې _ انتخاب ، ټولونه او سريزه ١٣٦٦ هـ ش .

38.                     د اخلاص هديه _ د خان عبدالغفار خان په باره کښې شعرونه _ ټولونه ، اوډنه او سريزه _ ١٣٦٦ هـ ش .

39.                     د سولې او تفاهم د لارې مبلغ _ دوکتور سعيد افغانى _ تذکره _ ١٣٦٦ هـ ش .

40.                     پښتانه شعرا ء پنځم ټوک _ تذکره _ ١٣٦٧ هـ ش .

41.                     سوله او سلام د اسلام په رڼا کښې _ ديني څيړنه _ ١٣٦٧هـ ش .

42.                     د خان عبدالغفار خان اندونه او انځورونه _ ټولونه ، اوډنه او سريزه _ ١٣٦٨ هـ ش .

43.                     د پاکستان اسلامي ماهيت . . . _ تاريخي _ ١٣٦٨هـ ش .

44.                     د ملي ادب اوژور ناليزم خادم _ د استاد قيام الدين خادم تذکره _ ١٣٦٨ هـ ش ._ دوهم چاپ _ ١٣٨٦ هـ ش ._ درېيم چاپ _ ١٣٨٧ هـ ش .

45.                     فراقنامه _ منظومه _ ١٣٧٨هـ ش .

46.                     زما استاد الفت _ تذکره او ادب څيړنه _ ١٣٨٠هـ ش .

47.                     خوشحال خان او يو څوفرهنگيالي خټک _ تذکره او ادب څيړنه _ ١٣٨٠ هـ ش .

48.                     گلنامه _ بولـله _ ١٣٨١هـ ش .

49.                     د ملي ادب او ژور ناليزم يو هير شوى خدمتگار شمس الدين قلعټکى _ تذکره _ ١٣٨١هـ ش .

50.                     ترنم دل _ مجموعۀ اشعار درى _ ١٣٨١هـ ش .

51.                     ويرنې _ د شعرونو مجموعه _ ١٣٨١هـ ش .

52.                     خدمتگار د فقير خېل په کتب خانه کښې _ خاطرې او څيړنى _ ١٣٨٢ هـ ش .

53.                     د قرآن شريف ځينې خطي نسخې _ تجويدونه ، تفسيرونه ، مفسران او مدرسى _ ١٣٨٣هـ ش .

54.                     د بياض ديوان _ نقل سمون حاشيې او سريزه ( اکاډميک متن) _ ١٣٨٣ هـ ش .

55.                     زه ، ملنگ جان او خوږې نغمې _ تذکره او خاطرې _ ١٣٨٣ هـ ش .

56.                     د باچا خان ليکونه _ ټولونه ، اوډنه ، سريزه او حواشي ١٣٨٤هـ ش . _ د لومړي او دوهم ټوک يو ځاى دوهم چاپ _ ١٣٨٧ هـ ش .

57.                     بشربت مجبور ورنجور در آستانه هزارۀ سوم ميلادى _ اجتماعى سياسى _ ١٣٨٤ هـ ش .

58.                     پښتو پالنه او ژب څيړنه _ ١٣٨٤ هـ ش .

59.                     حماسه ويونکى مبارز شاعر اجمل خټک _ ايډيټ ، سريزه او اهتمام _ ١٣٨٤هـ ش .

60.                     د سيد جمال الدين افغان د ژوندانه هدف _ ١٣٨٥ هـ ش .

61.                     د هيلې د هيلئ سپين وزر _ بديعي ترجمې _ ١٣٨٦هـ ش .

62.                     ددين ستورى مولانا نجم الدين دهډي اخوانزاده _ ١٣٨٦هـ ش . _ ستارۀ دين مولانانجم الدين اخونزاده هده _ ترجمۀ محترم فضل الرحمن فاضل _ ١٣٨٧ هـ ش .

63.                     د سپين غره په لمنو کښې _ سياسي ، ټولنيزې ليکنې ١٣٨٦ _ هـ ش .

64.                     شجرۀ پير پټان _ مرتب : غلام حبيب نوابى _ تصحيح ، تنقيح ، ايډيټ ، مقدمه و اهتمام_ ١٣٨٦ هـ ش .

65.                     د گلکڅونو په ارمان _ د څلوريزو مجموعه _ ١٣٨٧هـ ش .

66.                     پير افغانان د حکيم الله تصور ليکنه _ ايډيت ، سريزه او چاپڅارنه _ ١٣٨٧.

67.                     بازتاب رويداد هاى تاريخى در سروده هاى اولسى پشتو _ ١٣٨٧هـ ش .

68.                     دوه ادبي ليکونه _ ١٣٨٧ هـ ش .

69.                     د کوشانى دورې ځينې يادگارونه _ تاريخي ، لرغون پوهنه . ١٣٨٧ هـ ش .

70.                     د حج سفر _ کيسې او خاطرې _ ١٣٨٧ هـ ش .

71.                     فخر افغان او افغانستان _ ١٣٨٧ هـ ش .

72.                     ابن سينا اديب طبيب _ ١٣٨٨ هـ ش .

73.                     د نارنج بهار _ تاريخي ، ادبي ، څيړنيز او طبي _ ١٣٨٨ هـ ش .

چاپ لاندې

1.   تازه گلونه _ د معاصرو شاعرانو د شعرونو انتخابي مجموعه _ انتخاب _ ټولونه ، سمون ، اوډنه او اهتمام _

2.   افغان ، افغانستان او اقبال .

3.   رسالۀ (تعاملات حقوقيه و جزائيه ملى نگارش عبدالرحمان پژواک . استنساخ ، تصحيح ، تنقيح و پيشگفتار

4.   يودوه گوتې کاغذ _ د خدمتگار مکاتبې .

5.   د خدمتگار د اشعارو کليات .

ناچاپه آثار

1.   د مرغلرو لټون _ ادب څيړنه _

2.   دستور وانجمن _ ادبي څيرې او څيړنې .

3.   د کتابو کتنه _ بيبليو گرافي .

4.   پښتانه شعرا، شپږم ټوک _ تذکره

5.   پښتانه شعرا ، اووم ټوک _ تذکره .

6.   تذکره نويسئ معاصر به ارتباط شعر درى در افغانستان .

7.   ديوان خليفه قاسم قاسمي چهار باغى _ نقل ، تنقيح ، مقدمه و تعليقات .

8.   در گسترۀ ادب درى ، پژوهشهاى ادبى .

9.   د ملي شاعر ژوند او هنر ( د ملنگ جان په باره کښې )

10.                     رنگين غوندې عذاب _ د اجمل خټک ژوند اوفن .

11.                     د خدمتگار طبي ليکنې .

12.                     د هېواد د بيا رغولو په هيله _ ټولنيزې سياسي ليکنې .

13.                     د احمد گل شاعري .

14.                     د ملک نعيم سندري .

15.                     د بينا د وړو لوبې .

16.                     د خاطراتو دفتر .

17.                     فغانستان _ د شعرونو مجموعه .

18.                     تشدد او نفرت _ څلوريزې .

19.                     د زړه زخمونه _ بوللـه .

20.                     د ميراث ضابطه - فقهي

21.                     ويښ زلميان - (کار لاندې)

22.                     د شوروي اتحاد سفر

23.                     يوه هفته په اوزبکستان کښې

24.                     د چکوسلواکيا او پوليند سفر

25.                     د عراق سفر .

26.                     د بن سفر .

27.                     چکچکستان زنده باد - (خاطرې)

28.                     د خدمتگار د کتابخونې خطي او نادرې نسخې _ بېبليو گرافي د کار لاندې .

 

|+| نوشته شده توسط محمدنسیم ستانکزى در 2011/5/14  |
 قيام الدين خادم

پريږدۍ چې ګلونه شي باغونه شي

زمونږ دا نازولي بچيان مه وژنۍ

تاسې به هم کــور لرۍ اولاد لرۍ

دغه بې ګناه انسانان مه وژنۍ

 

قيام الدين خادم په ۱۲۸۶ لمريز کال د کامې ولسوالۍ په يوې روحاني کورنۍ کې دنيا ته سترګې پرانيستي دي . د ارواښاد خادم پلار مرحوم ملا حسام الدين اخوند پخپله سيمه کې يو مشهور او پوه عالم و.[1] خادم صاحب دوه نيم کاله په لواړگي کې اوسېده ،همدلته د شاعرۍ ،ليکوالۍ او ادبياتو سره د هغه مرموزې لېوالتياوې راوټوکېدې، بيا په لواړګي کې پاتې شو او هماغلته يې کوزده او واده وکړ. قيام الدين خادم د خپل اصل او نصب په اړه پخپل يوه شعر کې داسې وايي:

تعارف

د پلار د پلار لـخـوا لـمسـی د مـيا عـمـر يـمـه زه

 

د پلار د مور نه د آخونـد بـابـا پـسـر يـمـه زه

مور مې له پلاره د فـقير صاحب نصـب ته رسي

 

د مور له موره د خواجه احرار ځيګـر يـمـه زه

د ميـا عـمـر صاحب زيارت په څـمـکـنـيـو کې دی

 

فقير صاحب د کامې بره خوا خښيو کې دی

آخـونـد بـابـا دی په کـنـړ، خواجه احـرار په هرات

 

خـادم د دغه صـاحـبانو په لـمـسيـو کې دی

فـقـيـر صـاحـب، عبـدالـرحـمان سېـلانـي يادېږي

 

د ده فرزند صـاحـبـزاده مُـراد عـلـي نومـېـږي

په پښتنو کې ميـا عـمـر دی په رښـتـيـا منـلـی

 

د ده فـرزنــد او خـلـيــفـه مـحـمـدي يـادېـږي

مـحـمـدي صـاحـبـزاده ؤ لوی شـاعـر د پـښـتـو

 

مُراد علي صـاحـبـزاده ؤ مـفـسـر د پـښــتـو

له پـلار او مـوره مـيـراث را لـه پـښـتـو پـاتـې ده

 

خـادم به و نـه مـني هـېـڅ مـنـکر د پـښتـو

يمه خـادم کله مې ځـانـتـه سـېـلانـي ويـيـلـی

 

کله مې ځان په احراري، مياعمري ښـوولی

پلار مې د شګې په زاخېلو کې خاړپوڅې کړي

 

پدې لحـاظ مې کـلـه ځـان زاخـېـلـي بـلـلـی

د علـم او فـقـر په ځـانـګـو کې زېـږېـدلـی يـمـه

 

له ابـتـداء نـه پـدې لاره بـانـدې تـلـلـی يمـه

زده کړی

لومړنۍ زده کړې يې پخپل کور کې د خپلو والدينو څخه تر سره کړي دي . خادم صاحب د اسلامي علومو ګڼ شمير کتابونه لوستي وه؛ هغه صرف ،نحوه ،منطق حکمت ،فقه ،حديث ، تفسير او د نور دوديزو علومو زده کړه يې ترلاسه کړې وه. هغه د ديني پوهې د ترلاسه کولو لپاره 15 کاله په هيواد کې دننه او له هيواد نه دباندې سفرونه کړي دي .

دندی

قيام الدين خادم په بېلابېلو دولتي دندو گمارل شوی دی او د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې يې دندې ترسره کړي دي. نوموړي د لومړي ځل لپاره په ۱۳۰۴ لمريز کال د کامې په ابتدائيه ښونځي کې د ښوونکي په توگه په دنده وگمارل شو. وروسته له يو څه مودې هغه هندوستان ته سفر وکړ له سفر نه د بېرته راستنېدو سره يې د جلال آباد په يوه ښوونځي کې د ښوونکي په توګه په کار پېل وکړ.نوموړی په ۱۳۱۲ لمريز کال د لواړګي نه د کندهار ولايت ته ولاړ او هلته د کندهار د پښتو ادبي انجمن غړي شو. کله چې د ۱۳۱۴ ل. کال د زمري په ۲۵مه نېټه د هغه مهال د دولتي چارواکو په امر د پښتو ادبي انجمن له کندهار څخه کابل ته ولېږدېده نو قيام الدين خادم هم د همدغې ټولنې سره کابل ته وکوچېده.

په رسنيو کې

کله چې په ۱۳۱۵ ل. کال کې د پښتو ادبي انجمن نوم په رسمي توګه په پښتو ټولنه بدل شو او همدا ټولنه کابل ته ولېږدېده نو ښاغلي خادم، په کابل کې د اوسېدو پر مهال، ۳ مياشتې د زيري د ورځپاڼې د خپراوي چاره پر غاړه درلودله. په ۱۳۱۸ ل. کال کې، ښاغلی خادم د تاليف او ترجمي د څانګې مدير وټاکل شو، په ۱۳۲۰ ل. کال کې يې د پښتو ټولنې د عمومي رياست مرستيالي پرمخ بېوله او په ۱۳۲۱ ل. کال کې د اتحاد مشرقي د ورځپاڼې مدير شو. تر دې وروسته په ۱۳۲۴ ل. کال کې د دايرة المعارف د ژباړې مديريت ورپه غاړه شو او بيا په ۱۳۲۵ ل. کال کې د تعاوني ډيپو د پلټنې (تفتيش) لوی مدير شو چې تر دې څه موده وروسته بيا د هرات ولايت ته ولاړ. په ۱۳۲۹ ل. کال کې يو ځل بيا قيام الدين خادم ته په رسنيو کې دنده ورکړل شوه او دا ځل يې د کندهار د طلوع افغان د مدير په توګه خپلې چارې پرمخ بېولې او يو کال تر يوه کاله پورې همالته په کندهار کې وه بيا په ۱۳۳۰ ل. کال کې د کابل مجلې چلوونکی شو خو دلته هم د لنډ مهال لپاره په کار بوخت وه او په ۱۳۳۱ ل. کال کې بيا د سروبي د برېښنا د فابريکې د کوپراتيف لوي مدير شو. په ۱۳۳۲ ل. کال کې قيام الدين خادم د اصلاح ورځپاڼې د مسؤل مدير په توګه بيا رسنيز کار ته مخه کړه او د مدريت د دندې وروسته هغه څو کاله د پښتو ژبې د کورسونو مدير او په عين وخت کې د زيري ورځپاڼې د چلوونکي دنده هم پر غاړه درلوده.

چاپ شوی اثار

ارواښاد استاد خادم د منظومو او منثورو آثارو ډير په زړه پوري کتابونه ليکلي او ۱۴ ځانگړي اثار يي چاپ شوي دي چې د هغو نه يې يو شمير په دې توګه دي:

1.    د کوچنيانو اخلاقي پالنه

2.    روهي گلونه

3.    د مرغلرو اميل

4.    نوی ژوندون

5.    مکارم اخلاق

6.    پښتونولي

7.    بايزيد روښان

8.    خيالي دنيا

9.    د شريف سرگذشت

10.                       نبوغ او عبقريت (فلسفي اثر)

11.                       نوې رڼا

12.                       د پښتو نني ليکوال

13.                       د پښتنو د تاريخ يوه سرپاڼه

14.                       د خوشحال او د رحمان موازنه

15.                       څاروان

16.                       د څلورم ټولګي لپاره د پښتو قرأت

17.                       پښتو کلي (په ۶ ټوکو کې)

18.                       معلم پښتو

19.                       پښتانه شعرا (لومړی ټوک)

20.                       پارتيان څوک ؤ

21.                       په تذکرة الاوليا تبصره

22.                       کوشانيان څوک ؤ

23.                       د بابا نصيحت

24.                       د پښتو پټۍ

25.                       د پښتو نثر تاريخي تصورات

26.                       لوی سهاک

27.                       ادبي قصې

28.                       لوی اصحابان (اصحاب کرام)

29.                       نشنليزم او انټرنشنليزم

30.                       افغاني حکومت

31.                       د پښتو نثر

32.                       معياري پښتو

33.                       بلکا

34.                       د پښتو څټه او څانکې

35.                       نصوص الحکم

36.                       د مور مينه

37.                       لرغوني پښتانه قومونه

38.                       ټولنپال افغان مونوفېسټ (د مولانا قيام الدين خادم سياسي افکار)

ناچاپه اثار

د نوموړي ګڼ شمېر نور اثار لا تر اوسه نه دي خپاره شوي. د ناچاپو کتابونو لړليک يې په لاندې توګه دی او موږ په دې هيله يو چې يوه ورځ د دغو کتابونو د چاپولو زيری واورو.

1.    د پښتونخوا قصې

2.    مکالمات

3.    غرضه حُب خير

4.    سورګل

5.    کانفرانسونه

6.    کره پښتو

7.    پښتو زده کړه

8.    د پښتو شاعري

9.    پښتو په غربي ليکدود کې

10.                       پښتني پور

11.                       شلمه پېړۍ او پښتانه

12.                       د پښتنو قومولي

13.                       غوره سندرې

14.                       د پښتنو مشاعرې

15.                       لرغوني افغانان

16.                       آينده پښتنو ته

17.                       د تنقيد حق

18.                       ساتلې خزانه

19.                       ريګويدي سرودونه (يا سرود های ريګويدي)

20.                       د پښتونولۍ ادب

ځانګړی وړتوب

مرحوم خادم صاحب په اردو، انګرېزي او عربي ژبو بلد ؤ، د همدغو ژبو په مرسته هغه د يوه کنجکاو او پلټونکي انسان په توګه هڅه کوله او د ډيرؤ شيانو په راز يې ځان پوه کړی وه، کيداي شي د هغه د برياليتوبو د رازونو څخه يو هم همدا وبولو.

سیاسی ژوند

هېواد په سياسي ډګر کې هم قيام الدين خادم يوه فعاله ونډه درلوده. هغه د ويښ ځلميانو د غورځنګ د بنسټ ايښودونکو له ډلې څخه ؤ.[2]

د ۱۳۲۷ ل کال د جوزا د مياشتی په اوومه د ويښو ځلميانو د تدارک د کميسون د لارښوونی له مخې د کندهار، ننګرهار او کابل يو شمير ادبی او عرفانی ملګرو لکه عبدالرؤف بينوا، فيض محمدانګاز، نورمحمد تره کی، قيام الدين خادم، صديق الله رښتين، ګل پاچا الفت، نيک محمد پکتيانی، محمد ارسلان سليمی، عبدالقدوس پرهيز، ابو الحسن هزاره، پاينده محمد روهيلي، محمد ولی ځلمی، عطا محمد شېرزی، محمد طاهر تائب او ځينو نورو ليکوالانو او روښان فکرانو د موسسی کنګری غړو چې شمير يې دوه ويشتو تنو ته رسيدی د دارالامان په افشار وکې د عبدالمجيد زابلی دنوی تعمير په يوه سالون کې د ماسپښين پر دوو بجو د ويښو ځلميانو دگوند جوړولولپاره دبيلو بيلوولايتونو د نمايندګانو طرحي وړاندی شوی چې يوه يې د عبدالروف بينوا او نور محمد تره کی، بله يې د قيام الدين خادم او دريمه يې د صديق الله رشتين وه. لومړی يې مترقي او عصری، دوهمه يې ملی اوو طنی،دريمه يې مذهبی او کلتوری رنګ درلود. د زيات بحث وروسته د ټولو طرحو د مهمو مادو په ګډون پر دغو ټوکودټولو موافقه راغله : د اسلام او مشروطه شاهی نظام او د پاچاد مقام درناوی، د دولت د دري ګونو قواؤ ترمنځ لکه اجرئيه، مقنينه، قضائېه تفکيک او بيلوالی ، دهغوي د حقوقو او صلاحيتونو ټاکل، د ازادو انتخاباتوپر اساس درابلل شوي لويی جرګی د لاری د وخت دغوښتنو سره سم په اساسي قانون کې تعديلات او تغيرات راوستل ، داساسي قانون پلي کول، د علم او معارف خپرېدل او پراختيا، د مطبوعاتو، دفکر او بيان د آزادۍ تظمينول، د هر ډول نژادي، ژبني، او سيمه ايزو تعصب او لوړتيا غوښتنومخه نيول، د قانون په واسطه د افرادو طبيعی اوټولنيزو حقوقو تأ مينول، ظلم، رشوت، پټي سوداگری (قاچاق) او بی عدالتيو سره مبارزه کول، په ټولنيز ژوندکې د افراط او تفريط څخه ډډه کول، د تخنيک اوصنعت رواجول، په هېواد کې دهر چاله پاره د کار او تعليم د زميني برابرول، د کارګرو او بزګرو حقوق، اقتصادی او زراعتي حاصلاتو ته پاملرل، د موهوماتو او مزخرفاتو سره مجادله کول، د ملی ژبی پښتو او پښتونستان د ملی خودارديت پرننګه درېدل، د بشر د حقوق د اعلاميې او بين المللي صلح او سلم غوښتل او په عملی صورت بې تطبيقول . بڅرکی صاحب په پورته يادشوي کتاب کې ليکلې چي دويښ زلميانو دجنبش لومړې مرام په ۱۳۲۷ او دوهم يي په ۱۳۲۸ لمريزکال دزمري دمياشتي په ۲۷ نيټه تصويب شوېدی . گران لوستونکي محمد علم بڅرکی (( ويښ ځلميان دافغانستان يو سياسي تحريک)) په نامه کتاب کښي دخادم صاحب او پښتو ادب دشپږو ستورو دسياسي فعاليت په اړوند معلومات تر لاسه کولاي شي . ارواښاد خادم دحقيقت دڅرگندولو سره مينه لرله ،تل يې هر څه بربنډ ويل . خادم صاحب په زيات شمير ادبي او علمي محافلو کې برخه اخيستې ده ،او کله کله ددولت اړونده ا رگانو لخوا په ستاين ليکونو او ډاليو سره نازول شوۍ او ستاينه يې شوېده . مرحوم خادم دفلسفي اند او علمي شخصيت څښتن و،هغه په رښتيا سره دخپل ولس سره مينه درلوده او دهغه خدمت يي په ډيره خوښۍ سره کاوه. هغه د هر ډول مشكلاتو او سختيو په مقابل كښي د مقاومت، صبر او حوصلې لارښوونه كول . استاد خادم دمعاصرو ادبياتو دهغو پنځو ستوروڅخه وچې دپښتو ادب او کلتور يي ځلولۍ دی ،اوديوه داسي ويښ زلمي په احساس يې دپښتو ادب چوپړ کړۍ چې دنن زلميان يې درناوۍ کوي .

بندي کېدل او مړينه

کله چې په ۱۳۵۷ ل. کال کې د خلق او د پرچم د ګوندونو لخوا په افغانستان کې کودتا وشوه، او په افغانستان کې يو کمونستي رژيم واکمن شو. نو په همدغه کال کې قيام الدين خادم هم د کمونستي رژيم لخوا زنداني شو او په زندان کې تر ډېرو شکنجو او ځورونو وروسته په داسې حال کې له بنده خلاص شو چې لاسونه او پخښې يې د همدې ځورونو په سبب فلج شوي وې. د افغانستان دا لوی مفکر، ژورنالست، اديب، ليکوال، د فلسفي افکارو خاوند، د ټولنې طبيب، سياستپوه او ټولنيز شخصيت د ۱۳۵۸ ل. کال د وږي د مياشتې په ۵مه نېټه چې د هماغه کال د واړه اختر د ۵ ورځې سره سمون خوري د دوشنبې په ورځ د سهار په ۵ بجو د علي آباد په روغتون کې د ۷۴ کلونو په عمر له دې نړۍ نه سترګې پټې کړې او د هماغه کال د وږي د مياشتې په ۶مه نېټّه د کامې ولسوالۍ د زرشوی په کلي کې په خپله پلرنۍ هديره کې په ډېر درنښت خاورو ته وسپارل شو.

خادم چې په اخلاص شي څوک د مُلک او د ملت

 

وطن يې پس له مرګه په مدفن فخر کوي

د نورو نظرونه

د قيام الدين خادم د شخصيت په اړه د افغاني ټولنې يو شمېر پېژندل شوؤ څېرو خپل بېل بېل نظرونه او اندونه څرګند کړي چې ځينې يې په دې توګه دي:

   

ښاغلی قيام الدين خادم په اوسنيو ليکوالو او شاعرانو کې دقدامت او مشرتوب حق لري ،دافغاني پوهانو او اديبانو په لومړۍ ډله کې دريږې.

   

عبدالروف بېنوا

 

   

کله چې دويښ زلميانو پر ادبياتو باندي بحث کيږي نو لومړی ځل پاره دحبيبي، الفت ، بينوا ،خادم ، رښتين او رشاد نومونه په ذهن کې تداعي کيږي ،ځکه چې دپشتو دمعياري ژبي ، ليکدود (املأ) او ادبي سبک په پالنه کې ډير ستر خدمتونه تر سره کړي او زيات شاگردان يې روزلي دي ..

   

د پښتو د ادبياتو تاريخ - د محمد صديق روهي ليکنه

 

عبدالحی حبيبي او عبدالشکور رشاد دواړه د ادبي او تاريخي څيړنو سر لاري اوپه خپله برخه کښي دتبحر په لحاظ بې ساري دی. محترم استاد پوهاند رښتين هم په گرامر او ادبي تاريخ کې لوي لاس لري . الفت ،بينوا او خادم که څه هم ادبي څيړني تر سره کړي خو هغوي زياتره درښتيا ددورې دنامتو شاعرانو په توگه شهرت لري

   

خادم صاحب دپښتو او پښتونولۍ اودهيواد له ترقی سره ډيره مينه درلوده،هغه دښو احساساتو خاوند اودلهجې سراحت يې درلود.

   

محمد صديق روهي


قيام الدين خادم په اوسني ليکوالو کې خپل ژوندليک خپور کړی دی، هغه په يوه برخه کې يې د زما پر حيات انتقادات تر سر ليک لاندې داسې ليکلي دي:

   

په ژوندانه کې هيڅوک له انتقاده نه دی خلاص هغه انتقادونه چې په مايي خلک کوي دادي :

1.    وايي نه منونکی سړۍ دی . دا انتقاد په ماباندي زما والدې هم هر وخت کاوه ،مگر زما جواب داو چې که زه منونکی واي خوزه به هم دنورو خلکو غوندي واي . په ورکوټوالي به مي دمور سره تل په دې جنگ و.دې به ويل : خلک داسي کوي اوته داسي،مابه ويل چې : ( خلک راته مه يادوه خلک خو هر حه کوي!

2.    وايي ډير بحث کوي اونه قانع کيږي . . . دا خبره نشم فيصله کولای چې دا د خلکو قصور دی اوکه زما عيب؟ استادان به هم زما پوښتنو ته حيران وو، زه پخپله هم پدې قانع يم چې بحث مي خوښ دی، مګر په اساسي او اصولي خبرو. نه مطلق بحث . . .

3.    وايي سر شوخه دی مگر دوستان مې وايي ادبي شجاعت لري. په ورکوټوالي کې راته خلکو ويل چي کلانکار دی، ولې په آزادی خو زه په خپله هم قايل يم او دا ځکه چي دا طبعي بار زماپه ورميږ نشته.

4.    هو، په دي يوه گناه زه پخپله هم قانع يم چې هغه دحقيقت مينه بايد وبولم .

خلک په امورو کې دنورو نورو ملاحظاتومراعات کوي ،مگر زه په حقيقت او واقيعت پښې نشم ايښوداي. ما خپل دغه عادت په هغه نظم کې چي د شاعر مسلک يي نوم دی ښه تصوير کړی دی. زه دا ټولي خبري اورم مگر د ځان سره وايم: ډيري خولې ډيري خبري.

   


روهي صاحب ليکې داپورته ليکنه دخادم صاحب دنثر نمونه هم کيداي شي ؛ دده په نثر کي ايجازليدل کيږي اودځينو ليکوالو په شان دحق الحمې دپاره خبره نه اوږدوي ،بلکه نيغ په نيغه خپل مطلب بيانوي.

 

|+| نوشته شده توسط محمدنسیم ستانکزى در 2011/5/11  |
 رواښاد ګل پاچا الفت

ډیـــــرکلونه دي په کار چي په دې ملک کي
بـــیا "الفت" غوندي شــیوا شاعر پیدا سي

زړه يې مه بوله تـورکـاڼـى د صحـرا دى
 په  ليدو دزخمي زړه چې زخمي
نه شي

ارواښاد ګل پاچا الفت د پښتو ژبې لوى شاعر او پياوړى ليكوال، د خداى بخښلى مير سيد پاچا ځوى دى، چه په ۱۲۸۸ هجري ش. كال، دافغانستان د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالى د عزيز خان په كڅ كې زيږېدلى دى. خداى بخښلى الفت صاحب د هغه وخت د تعليمي رسم سره سم د ديني او عربي علومو مروجه تعليم د جومات نه پيل كړ، او د هغه خاصې ذكاوت او استعداد له بركته چه خداى(ج) وركړى ؤ، په ډير لږ وخت كې د صرف او نحو، فقه، منطق، فلسفه، حديث او تفسير كتابونه د هغه وخت له مشهورو استادانو څخه وويلې.

دندی

استاد په په ١٣١٤لمريز کال د(( انيس)) دورځپاڼې په اداره کښي دکاتب په توگه په رسمې ماموريت شروع وکړه .
په ۱۳۱۵لمريزکال دادبي انجمن دتأليف  او ترجمې په څانگه کښې دغړې په توگه ومنل شو. په ۱۳۱۶کال کله چې پښتو ټولنه جوړه شوه،الفت صاحب دټولنې دغړيتوب سره ددې ټولنې دنشراتي ارگان د((زيرې )) دجريدې  مسول مدير مقررشو.ديادولووړده چي دزيري مجله تراوسه هم دافغانستان
دعلومواکاډمي له خواخپرېږي .
په ۱۳۱۸کال دپښتو ټولنې صحافت دمديرمرستيال،په ۱۳۱۹
کال دپښتو ټولنې دلغاتواو دقواعدودڅانگي مدير وټاکل شو.
 
په ۱۳۲۰کال داصلاح دورځپاڼي مشاور،دپښتوعمومي مدير،مبصراودکابل مجلې دمسول مدير په توگه وټاکل
شو.
 
استاد الفت په ۱۳۲۵کال داتحادمشرقې دجريدې مدير دنده پرغاړه سو ،دوخت په تېرېدوسره دغه نشريه دننگرهارپه نوم ونومول سوه ،اوپه ۱۳۲۷کال د ننگرهارولايت
دقبايلوعمومې مديروټاکل شو.
 
ارواښاد الفت صاحب د۱۳۲۸کال دجلال آباددخلکوله خوا دملي  شوراپه اومه دوره کي وکيل وټاکل سواودهمدې دورې دملي شوراددوهم مرستيال  په توگه ئې په پارلمان کي دنده سرته رسولې .په ۱۳۳۱ ل کال دلغمان دقرغيو دخلکولخوادشورااتمې دوري ته دوکيل په توگه وټاکل سو. په ۱۳۳۴ دننگرهار
دخلکولخوالويي جرگې ته داستازي په توگه وټاکل سو.
مرحوم الفت صاحب په ۱۳۳۵کال دپښتو ټولنې رئېس  په توگه وټاکل سواوپه عين وخت کښي ئې دپوهنې وزارت  دعالي شوراپه غړيتوب ومنل سو.ددغودندوتر څنگ الفت صاحب دکابل پوهنتون دحقوقواوسياسي علومودپوهنځۍ
اوادبياتودپوهنځۍ کي دپښتوژبې داستادپه توگه ځوان نسل روزلۍ دی .
په ۱۳۳۸ کال ئي
دافغان شوروی ددوسۍ دټولنې درئېس دنده سرته رسولې ده .
 
په ۱۳۴۲کال دښاغلي ډاکتر يوسف دصدارت په دوره کي ښاغلي الفت صاحب  دقبايلو دمستقل رياست د رئېس په توگه مقررسو. په ۱۳۴۳ ل کال ښاغلي الفت صاحب دافغانستان دلومړني اساسي قانون دتصويب لپاره درا
بلل سوی لويي جرگي دغړيتوب افتخاردرلود.
اوپه ۱۳۴۸کال دولسې جرگې دديارلسمي دورې لپاره دننگرهار ولايت دخلکو لخوا استازي په توگه پارلمان ته وټاکل
شو.
 
گل پاچا الفت د۱۳۳۰کال نه تر ۱۳۳۲کال پورې د((ولس)) ازاده ملې جريده چلوله چې په حقيقت کښي يوملي خپلواکه غورځنگ گڼل کېداي شي،چې ددموکراسۍ او ازادۍ په لاره
کښي يې دمطبوعاتې مبارزې لار ښودنه کوله . 
ښاغلي الفت صاحب دخپل ژوند په ټول عمر کي دافغاني آدب،شعر اوملي سياست په ډگر کي داسي کارونه سرته رسولې چي په يقين
سره به دافغانستان دځوان نسل  دروزنې په موخه دتل لپاره ديوه علمي دستوراو لار
ښودپه توگه ترېنه استفاده کېداي سي .
پياوړې استادالفت  دخپل لنډ عمر هرشېبه د گرانو هيوادوالو اوپه ځانگړې توگه ځوان نسل ته ډالی کړې وه . هغه علاقه لرله اوددي لپارئي تلاش کاوه چي ځوان نسل پداسی روحيه وروزل  شي ترڅودده په وينا دهر
څه نه لمړۍ يو تل پاتۍ افغان ، ويښ ځلمۍ اودنړۍ دکاروان څخه شاته پاته نشي .
دعلم اوپوهی په ډگرکی د چاغلام نسي،که ئې دجگړي په ډگرکی گټې نوپه سياست کی ئي
هم وساتي  .
هغه پدې باور ووچي افغان زلمي بايدپه آدب،کلتور،فرهنگ،ټولنيزو اړيکو،له وطن سره مينه ، انسان  ته په درناوي اوغيرت کي تر هيچا شاته پاته نشي .
بشري عاطفه،انسان دوستی اونوع پرستي ئې داخلاقو اوکړنو جزوي . 
لوي استاددخپل لنډ ژوندپه اوږ دوکی هغه څه سرته ورسول چی دهيوادتاريخ اوراتلونکي نسلونه به  دتل
لپاره پرې وياړي .
ښاغلي الفت دخپل نه ستړي کېدونکي زيار اوزحمت په پايله کښې زيات  علمی،ادبي اوفرهنگي اثار زموږ دجگړه ځپلی هيواد راتلونکو نسلونوته ديوې علمي اوادبي پانگې په توگه  په ميراث پرېښودل . خو داپه ځوان نسل پوري اړه لري چي ددې
پټې خزانې نه څنگه استفاده کوي .
پداسي شرايطواوترينگلوحالاتوکي چي زموږولس ديو سخت ازمون پر ډگرولاړدي  ،ددوستی په جامه کښي ډول ،ډول دسيسودبېلا بيلو زبر ځواکو ددښمنيوله سختو سېليواوتوفانونوسره مخامخ دی دهيواددداسي  ملي اوعلمي  شخصيتونودافکارو اوخيالاتو راسپړنه  په رښتيا سره زموږ ځوان نسل  ته هغه پيغام دی
چي استاد الفت په خپل ژوند دهغې داسي يادونه کړېده :
اوس یې که څوک نه لولي عالم
په خوب ويده دی ټول     دادسباورځې ويښ  ځلموته پيغامونه دي
 
که الفت صاحب اودهغه پشان دنوروپوهانو،اديبانواوشاعرانوليکنواوراپاته اثاروته  دهغوي په ژوندکي  چا دقدرپه سترگه نه کتل اويائي دهغوي دپوهي اوملتپالنې  څخه گټه نه اخيستل اوس چي يوځل بيا زموږ هيواددڅولسيزو دجگړوپه اورکي سوځي اړينه ده زموږ ځوان نسل دهغوي دعلمي اوتاريخي اثارولوستلو اوڅېړنوته دتوان تر کچې خپل وخت وقف کړی تر څوله يوې خوادخپل هيوادپه تاريخي ارزښتونوپوه سي اودبلې خوادهغوي نه  په استفادي سره وطن ،هيوادوال ،انسان  اوانسانيت  ته ديوه گټوراومژعقول انسان په توگه دخدمت جوگه سي
اوله دغوتاريکيونه  دتېرېدوپه موخه  روښانه  راتلونکي ته لار پرانيزي  .

الفت صاحب  آن دځوانۍپه مستو شپواو ورځوکښې دافغان ولس  دا نساني او رواحقوقوڅخه ددفاع اوملاتړ  په خاطرهرڅه پر ځان گا للي د ي . هغه تل مدام دې ټکي ته گوته نيوله او پر دې  ئې ټينگارکاوه چی ځوان نسل زموږدټولنی راتلونکې جوړوي،نوځکه دوي بايد داسی وروزل شي ترڅووکولای شی دهيواد دترقی اوپرمختگ  لپاره دميرويس نيکه اولوي احمدشاه باباداصيلوبچوغوندی دافغان ولس لپاره دسترو خدمتونوجوگه شي .
الفت صاحب يوله هغو سياست والوڅخه ووچي نه يوازي ئې په سياسي ليکنو کښي ددولتی فسادسره نه پخلاکېدونکې مبارزه کول بلکي دشعر په پېيلو جملو اوالفاظوکښې نه يوازي داچي ظلم ،استبداد،ستم ، توپير طلبی ، رشوتخوري  اوپه دولتي کچه فسادئې رسواکاوه ،بلکي هغه
ئې کلکه غندلۍ دی  .
دالفت په اندنه بايد افغانان هميشه دمهر بانوگاونډيانوځيره خوراوخيرات خوروي، يادبهرنيانو لورېنو ته منتظراوسترگی  په لار اوسي ،هغه افغانان هڅول تر څو خپله دخپلو ملي امکاناتو څخه په مقوله استفادې سره خپل هيوادپه سياسي
،علمي،اقتصادي اوټولنيزوبرخوکي دنړيوالوسياليو جوگه کړي .
الفت صاحب وايي :
پرون سالار وې نن  د نورو صوبه دار پښتونه
ډيورنډ شو خاورې ته يې خط کې يې
ايسار پښتونه
د پاکستان لاس کښې اسير ډېر پښتانه وينمه

تا غوندې بل چېرته څوک
نشته خواروزار پښتونه
نه يې روان د احمد شاه شېرشاه ميرويس په لاره

ولې دې
پرېښوده د پلار او نيکه لار پښتونه
الفت  صاحب يوله هغو علمي ،فرهنگی  اوسياسي شخصيتونوڅخه وکوم چي دقومي بې اتفاقیو،ژبني، مذهبی، اومنطقوي اختلافاتو،چاپلوسۍ اوغلامی سره مخالف و.هغه ته نه يوازي داچي داډول روحيه دتحمل اوزغم وړنه وه، بلکي ددغه ډول سياست پلويان ئي په هرډگر کي چي  ئې امکان پيداکړي په افغاني شهامت او مېړانه  رسواکړي اورټلي یی دي . هغه په رښتياسره دخپلي زمانې يو سرکښ ليکوال ،شاعر اوسياستوال وو.  ځکه خو هغه نه يوازي اديب اوغښتلی شاعر يادېږي بلکې پدې سيمه  کي ديوې وتلې اوزړه وري سياسي څېرې په توگه به د تل لپاره دافغان ولس ددرناوي وړ
شخصيت  پاته وي .
ښاغلي الفت وايي :
نه مې د چا مال خوړلی نه مې څوک وژلي
دي
نه مې چاته ورک شه يا ګم شو  کله ويلي دي

نوره ګناه نلرم پدې ګناه مې مه
نيسئ
زړه کې مې چې پټ ظالم ته بد غوندې کتلي دي

وخت د اعتراف دی ګناه خپله
درته وايمه
نه يمه منکر په مظلومانو مې شړلي دي

نه ومه خبر پرده مې لږ غوندې
چې جګه کړه
نه دي د ويلو هغه څه چې ما ليدلي دي

مرحوم سيد شمس الدين مجروح دالفت دزړه ورتيا اوشعري استعدادپه هکله ليکي : ((. . . دابې پرواشاعر چي اشعار ئې په انتقاد اوسپينه وينا کي دي ډير محبوب سړی ؤ. دغه شاعر او ويناکوونکی چي تراوسه زموږ سره دشعر په ژبه گړېږي ډير کم گويه اوخاموشه سړۍ و . ... ښې دمزې ټوکي ئې کولې خودده په ټوکواوټکالوکي هم ادبي نکات پراته وه اوزياتره ئي ادبي تنزؤ.
مرحوم الفت هغه عالم ،اديب اوشاعر وچي خپله جامعه ئې ډيره ښه عکاسي کړې ده اودتل لپاره ئ دظلم په مقابل کښي قلمي مبارزه جاري ساتلې
اوهيڅ وخت دظالم دظلمه اواستبداده ندی وېرېدلۍ.))
يوافغان ليکوال دالفت په هکله وايي : الفت صاحب په ليكوالۍ او شاعرۍ كښې  د يو خاص سبك خاوند ؤ. دده دنثرونواو شعرونو لوى خصوصيت ساده او روانه ژبه ده. دالفت شعرونه او نثرونه فصاحت او بلاغت لري خاص او عام  يې  په مطلب پوهيږي . هغه  په خپلو شعارو او نثرونو،لوستونكي  د ژوند هغو حقايقو ته متوجه كوي، كوم چه دمخه تر دې څوك ورته ندي متوجه شوي . الفت هرڅه په رڼوسترگو ليدل اوهغه ئې بېله ډارنه تر خپل ولس پوري  رسول ،الفت درښتيا ويلوسرسخت پلوی و،هغه ليکي  : (( که چيرې دا ومنو چې د حقايقو تبليغ کله مفيد او کله هم مضر وي ، يو وخت يې پيروي فايده لري بل وخت ضرر ، نو د اخلاقو او انساني
فضايلو لوى اساس ورانوو او حق او باطل مخلوط کوو ، خداى دې نه کا .))
ښاغلي الفت څومره چي په شعر اوليکوالی ګښي بې ساري و،همدا ډول دافغانستان دهغه وخت په سياسي ډگرکي  هم يوله وتلو سياتوالوڅخه شمېرل کېده .  ښاغلي الفت دافغانستان دنوروخواخوږو روڼ اندوسره يوځاي  دلومړی ځل لپاره دظلم او استبدادپر خلاف ديوه منظم سياسي تحرک دجوړېدولپاره له نورو سيا ستوا لوسره يوځاي  فعاليت کاوه .ښاغلي محمد عالم بڅرکي په خپل کتاب ((ويښ ځلميان  دافغانستان يوسياسي تحريک )) نومي کتاب  کي  دلاسته راغلو لاسوندوله مخې ليکي : (( . . . د۱۹۴۷ م کال په شاوخوا کي دکابل ښار دچنداول دقرتا په سيمه کي  دحاجي گل محمد خان په کورکي  چي دفيض محمد انگار (دانگاردجريدي دامتيازخاوند) پلار ودمنوروشخصيتونولخوايوه غونډه جوړه سوه ،چي په هغه کښي له کندهارنه پوهاند عبدالحی حبيبي ،محمد رسول پښتون قاضي بهرام خان عبدالهادي خان توخي ،حاجي محمدانورخان اڅکزی ،غلام جيلاني خان الکوزي  اوداسي نور ،له ننگرهار اولغمان  نه  گل پاچا الفت ،غلام حسين خان ساپي ،سيد شمس الدن مجروح ،مولوي قيام الدين خادم ،پوهاند صديق الله رښتين ،غلام محمد غبار ،ډاکتر عبدالرحمن  محمودي اونور شخصيتونه راټول سوی وه ،پدې غونډه کي ديوه ملي تحريک دجوړېدوپر سربحث اوخبري وسوې  اوپرېکړه ئي وکړه چي دنوي  غورځنگ نوم به وېښ ځلميان وي .)) که دويښ زلميانو دسياسي تحريک تاريخ ته نظرواچوو نودابه راته څرگنده سي چي  الفت صاحب دويښ زلماينودغورځنگ په جوړېدوکي زيات رول درلود.الفت صاحب  دهمدې غورځنگ نشراتي ارگان چي د((ولس )) په نامه ياديده  دامتيازخاوند اوددې حرکت وياند وو. ښاغلي الفت  زياتي ليکنې اوشعرونه د((وطن)) او((نداي خلق ))  په نشراتوکي خپرېدل اوددغونشراتوترټولوښه ليکوال و. د ولس ملي جريده د لوستونكو د شمير له مخې د هغه وخت د ډيرو لويو آزادو
ملي جرايدو څخه ګڼل كيده چي تر زره گڼوپوري هم چاپ سوېده .
دالفت صاحب دسياسي خوځښت په هکله مير غلام محمد غبار په خپل کتاب افغانستان درمسير تاريخ کي ليکي :     په ۱۳۲۶ ل. کال يوه سياسي گوند د ويښ زلميانو په نامه علني فعاليت پيل کړ. د دې گوند بنسټ ايښودونکي او مشران په کابل، کندهار او ننگرهار کې دا کسان يادوي : عبدالروف بېنوا، ګل پاچا الفت، فيض محمد انگار، نور محمد تره کي، غلام حسن خان ساپي، (اين دو نفر اخير از دسته عبدالمجيد زابلي بودند)، محمد رسول خان پشتون، عبدالشکور رشاد، عبدالهادي توخي، محمد انور خان اڅکزی، قاضي بهرام خان، غلام جيلاني خان، قاضي عبدالصمد خان، فتح محمد خان، خټگر، نور محمد خان قاضي خيل، محمد ابراهيم خواخوږى، محمد ناصر خان لعل پوري، صوفي ولي محمد خان، آغا محمد خانکرزی، محمد موسي خان شفيق، غلام محمد خان پوپل، محمد طاهر خان صافی، قيام الدين خادم، ارسلا خان سليمي وردگ، نيک محمد خان پکتيانی، صديق الله رښتين، عبدالعزيز خان، عبدالخالق خان واسعي، محمد علم خان، نور احمد شاکر، محمد رسول خان مسلم، محمد حسين خان رېدی، عبدالرزاق فراهي، محمد نور خان علم، عبيد الله خان صافی، گل شاه خان صافی، ظهور الله خان همدرد، محمد شريف خان قاضي، عبدالمنان خان دردمند، آقامليا، عبدالصمد خان
ويسا، محمد علم بڅرکی اوڅونورکسان .
ارواښادعلامه عبدالحى حبيبي دالفت صاحب په باب  ليکي : يو ښکلى ګل زرغون شو اوهغه يې ګل پاچا وباله. دا ګل د فطرت په لمن کې لوى شو، د طبيعت روزنه او پالنه يې وليده او لکه د کابل د سيند د غاړې غاټول د لغمان اوبو او هوا لوى کړ. د لغمان د نرمو اوبو، پستې هوا او شنې ورشو په غيږه کې لوى شوى ماشوم مهربان پلار د وخت له دود سره سم د کلي ملا ته د ديني درسونو زده کړي ته کښېناوه، که څه هم د ضربا ضربوا قهر آميز ګردانونه يې ډيروکړل خود نرمو اوبو، شنو شنيليو،نازکو ګلونو ترڅنګ لويېدونکى او د وريښمو په پسته لار تلونکى ماشوم د نرم طبيعت، زړه سواند زړه، عاطفې اوالفت په غيږه کې وده کوله، د درس دمحدو دوکتابونو ترڅنګ يې د طبيعت ويړکتاب مخې ته پرانستل شو، د فطرت له کرشمونه يې زده کړه وکړه، د خپلې هسکيرلې ټولنې د څيرې ويرې کتاب په پاڼو کې يې د بېوزلو او مظلومو انسانانو اصلي او خوارخواکې څيرې وليدې. هر څه ته ځير شو او هر څه ته يې په ځير
وکتل .
پوهاند محمد طاهر بورگی ليکې :  ((پخپلو ملت پاله اجتماعي ،انتقادي
مقالوکښي الفت صاحب په خوږه اوپسته ژبه ډير سريح اوبې لحاظه وو.))
 
زموږ دهيواد پېژندل شوۍ ليکوال او اديب پوهاند ډاکتر مجاور احمد زيار دالفت په هکله ليکلي دې : استاد الفت  دفرهنگيالۍ تر څنگ يو جنگيالۍاوترهر څه دمخه دخپل هيواددپرمختيا،دهيوادوالو دروزنې اولارښو ونې ليوال و،لدې امله يې غوښتل دقلم په
توره مخ ته پراته خنډونه له منځه يوسې  .
 
ښاغلی عبدالرحمن پژواک ليکي : دالفت دجمال اوشعر په دنيا کي يوسير کړی اوکائيناتوله ليدلوئې يوموټي افکار راټول کړي ،ښايسته ښايسته ئي بوي کړی مست شوی اوپه هغه پاکه مسخه  کي یې دزړه غوږونه پورته سوي ،دده گوتودهغه دارزوگانوريکارډثبت کړی دی . دالفت په شعر کي دشاعرنصبالعين چي زه ورته دمرادټکی وايم ښه څرگنديږي اوداپه پښتو شعرکي زمايودزړه ارمان ؤ چي الفت
ويوست .

 دافغانستان مشهور تاريخ ليکونکۍ غوث خيبري داستاد الفت په اړوند ليکې: ((گل پاچا الفت دپښتو ادب ((اناطول فرانس)) دنظم اونثردآسمان هغه ځلانده ستوری دۍ چې افغانيت او انسانيت يې دليکنو اصلي جوهر گڼل کيده ،او(( لوړ خيالونه ژورفکرونه)) يې دهمدې اندېښنې راټولېدونکي گلان دې .))

څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار دالفت صاحب دادبي اوسياسي چوپړپه اړوند ليکي : (( استاد گل پاچا الفت د افغانستان په معاصرو شاعرانو او اديبانو کې دخپلو ديني،ادبي،انتقادي ،علمي ، حقوقي ، تاريخي ، ټولنيزو او څيړنيزو ليکنو په څنگ کې

سياسي ليکنې هم لرې او د هيواد په سياسي بهير کې فعال او مثبت دريځ او نظر درلود. ))
ښاغلى  حبيب الله رفيع وايي ((د الفت صيب څيړنيز اثار تر ډيره حده تحليلي اثار دي ،ده مراجعو او منابعو ته مراجعه کړې، خو لکه څنگه چې په څيړنو کې حوالې ورکول کيږي او دقيق متنونه يې اخستل کيږي ددې پر ځاى ده تحليل کړى دى، يانې د سرچينو په استناد يې تحليل کړى دى مثلا ملي قهرمان د خوشحال بابا د افکارو په باب يوه تحليلي څيړنه ده ،چې په دې کې يې د خوشحال بابا شعرونه راوړي دي ليکن په عين حال کې يې هغه تحليل کړي دي،او له خپل تحليل نه يې د خوشحال بابا څيره په کې
راځلولې ده))
 
دروسې دفدراتيف جمهوريت دعلومو اکاډمۍ غړې اومشهورې ليکوالې چې په پښتو ژبه هم ځېني اثار لري ميرمن آ.س.گيراسيموا دمرحوم استاد الفت هغه سمينارته چي په ۲۰۰۱ دمالمو په ښارکي دافغان روړاندو اوافغاني کلتوري ټولنوپه نوښت جوړشوۍ و پخپله رالېږل شوې مقاله کې ليکې :(( دالفت شعر له حکمته ډک  او آرام دۍ ،دژوندانه او مرگ ،حرکت او سکون اوپيغام رسونکي په توگه دشاعر دونډي په اړه پکې دفلسفي تفکر
نښې  له ورايه ليدل کيږي .))
محترم محمدگل وطنپال دياني دالفت صاحب په باب ليکې : (( استاددهغو کلتوري اوټولنيزوکمښتونواو نواقصو ته هم گوته نيسي چې ملي وحدت،ملي
هويت اوملي اصالت ته ضرراو تاوان رسوې .))
 
ارواښاد گل پاچا الفت په هيواد کښي دخپل عصر دملې دموکراتو دډلې يو له سرغندويانو او زحمت کښو وطنپالو مبارزينو څخه شميرل کيږې .هغه په افغانستان کښي دويښو زلميانو چې يو دموکراتيک نهظت ود فعال غړې په توگه په هيواد کښي ددموکراسۍ ،ټولنيزعدالت دراتگ اوټينگښت لپاره زيات زيار ايستلی دئ ،هغه په دولت کښي داداري فساد اوپه ټولنه کښي داجتماعي ناانډولۍ خرافاتو سر سخت مخالف انسان و . الفت صاحب په خپلو شعرونو کښې نه يوازي داچې ټولنه يي منعکسه کړيده بلکه په ټولنه کښي يې دټولو ناخوالو پرخلاف دشعر اونثرپه ژبه خپل
غبرگون ډير واضح او روښانه څرگند کړی دۍ .
 
استاد گل پاچا الفت ډيرې سياسي او تاريخي ليکنې ، مقالې ، وينا وې او طنزونه لري  چي نه يوازي  په هغه زمانه  کې د ارزښت وړ وه  بلکې اوس مهال هم د ټولنيزو ستونزو د حل لپاره په هغوباندي پوهېدل ډيري گټوري پالي لري . زموږځوان ليکوال او څېړونکي  بايدله دغو مقالو،اشعارو او
طنزونو څخه پخپلو ليکنو کې د سرچنې په توگه استفاده وکړي  .
 
گل پاچا الفت د ټولنې د اصلاح اوخير لپاره ځينې سياسي طنزونه په دري او ځينې په پښتو ژبه دي . په ١٣٣١ هـ ل کال د اولس اونيزې په ٣٩ مه گڼه کې د استاد يو دري سياسي طنز د (( شرايط وکيل رجب خان )) تر عنوان لاندې خپور شو. چي تر اوسه دپوهانو اوسياسي څېړونکوپر ژبه
دي  .
محمودنظري  دالفت صاحب دکنايې اوطنز په هکله پخپله يوه ليکنه کي وايي :
د الفت صاحب شعرونه لږ خواږه او ډیر دترخو طنزونو توکې لري، چې بېله کومې ویرې سیا سي، ټولنیزو بدو کړو ته ګوته نیولې اوهغه یې رسوا کړی اوله هغه نه یې کرکه
ښوولې ده
هغه په ظاهر کې چوپ دی شعرونه يې ساده او روان دي خو په شعرونه کې يې سکروټې پرتې دي لکه پر انګار چې ایرې پرتې وي او په پو کولو سره سره غورځکه ترې
پورته کیږی چې د کږو خلکو ږیرې ا و مخونه سوځي
هغه له ډول ډول غلامیو څخه پرده پورته کوي او وايي دا ټوله یو دی یوازې يې وخت او زمان یې نوم بدل کړی دی او بیا د
بیان د آزادي ګټو ته ګوته نیسي اوولس د هغه په ارزښت پوهوي
زه پټی سترګی نه يمه
په هرڅه اوس پوهيږم
په خلاصو سترګو باندی ماجهان ليدل دی

له دامه که دی خلاص
کړم په قفس کښی دی ايسار کړم
صياده ؟ ماخو څو رنګه زندان ليدلی دی

عمل چی
وی ازاد او انتقاد په کی بندی وی
ماهلته د ظلمو نو سخت طوفان ليدلی دی

که
هريورانه وژنی خيال او فکر مومه وژنه
په دی کی می وطن ته لوی تاوان ليدلی
دی
تور یا تریخ طنز لکه د جراحي چاړه تیزه او پاکه ده اولکه د واښو شیره ترخه ده
چې یوازې د نا علاجو ناروغیو لپاره په کاریږی چې په عادی وخت کې هیڅ څوک په خپله
خوښه عملیاتو ته زړه نه ښه کوي او ترخه شربت نه خوري
دغنا د تن جامه که مفلسی
ده
د تقوای لباس کښې پته ابلیسی ده
په بل ځاي کي ليکي :
له همدې کبله د الفت صاحب دشعرونو اوليكنو زياته برخه، ټولنیزي او سياسي نیوکې دي چې د ټولنې د
نيمګړتياوود سمون لپار یې ویلي دي .
یو بیکاره او ناکاره به کاردار کړی
یو
بی واکه او بېوسه به واکدار کړی
د یابو زین او افسار به کړی دزرو

ګمان نه کړم
چه بدل به یې رفتار کړی
الفت  صاحب په پښتومعاصر ادبي بهير کښي ديوه ځلانده
ستورې پشان وځلېد،چې ځينو ادب پوهانوهغه ان دخپلې زمانې ((خوشحال)) وباله .
الفت صاحب ډير  اثاره لرى چي يوشمير ئي تراوسه ندي چاپ سوي ،خود چاپ سوو اثاروله جملې نه ئې،غوره نثرو نه ، د ليكوالۍفن ، د زړه وينا ، لوړ خيالونه او ژور
فكرو نه اوغوره اشعار ډير زيات شهرت موندلی .
الفت صاحب دخپل خدمت په وخت كښې د خوشحال خان ادبي جائزه او د ابوعلى سينا علمي جائزه لاس ته راوړى او دمعارف دويمه
او د ستورى دريمه درجه نښانونو او ددويمې تقدير نامې په اخستلو هم بريالى شويدى .
زه بايد دې ټکي ته اشاره وکړم چي نه الفت اونه هم الفت غوندي کسان په خپل ژوندکي هڅول سوی اونه ئي هم درناوی سوی ،لکه چي پورته ورته اشاره وسوه په ژوند به ئي په ډبرو ولو اوپر مرگ ئي دڅوشېبولپاره وير کوو. خودادالفت صاحب بخت بيدارسوچي پدي ورستيوکي دده نوم دخلکوپر ژبه دی .زما وړانديز دادی چي ځوان نسل تر هرڅه وړاندي دالفت په اثاروځان پوره پوه کړي ،په همدې اثاروکي دخلاصون لاره په ډيره ساده گۍ
موندل کېداي سي .
داړونده دولتي چارواکونه په تکرار غوښتنه کوو چي دپښو ژبې ددې ستر اديب او شاعر ټول ناچاپه لېکنې راټولې اوچاپ کړي .ترڅوله يوې خوائې دورکېدو مخه نيول شوې وي اوله بلې خوادهيواد راتلونکی او اوسنۍ نسل دالفت صاحب اثارو ته لاس 
رسۍ پيدا کړي .
الفت صاحب  د استبداد په چوپه چوپتيا کې د آزادۍ او ديموکراسۍ چيغه پورته کړه اوپدې چيغه ئي افغانان  ويښتيا ته راوبلل . الفت په خپل ژوندکي داپه ثبوت ورسول چي دمختليفو دولتي رتبواومقاموپه ترلاسه کېدو سره هغه يوه لحظه هم دخپل
ربړېدلي ولس له دردونواوخواريونه ليري نسو اونه ئي هغه له پامه غورځولي
 
ځکه 
خوده ويل :
 
زړه يې مه بوله تـورکـاڼـى د صحـرا دى
 په ليدودزخمي زړه چې زخمي
نه شي
که دالفت په ليکنې دهغه په ژوندکي دپام وړنه وې،ځکه خوبه هغه تل سرټکاوه
او ويل  به ئي ((اوس ئي که څوک نه لولي   عالم په خوب ويده دی ټول .))  پدې هيله چي اوس دهغه له مرگ نه څوکاله وروسته زموږ ځوان نسل ورته متوجه سي ،دهغه ټول اثار
مطالعه اودهغونه په الهام اخيستلوسره دخپل هيوادپه جوړونه اوبشرته دخدمت مصدر وگرځي .
  
زما وروستى وړانديز دادى چې د ټولنې د اصلاح او د ټولنيزو ستونزو د حل لپاره دغه سياسي ليکنې اوس هم بايد د هيواد په خپرونو او انترنيټ  پاڼوکي  په مسلسل
او منظم ډول خپر ې او چاپ شي ، تر څولوستونکی وکولاي سي هغوته لاس رسۍ ومومي .
مرحوم استاد گل پاچا الفت  زموږ دهيواد دپښتو ادب دپنځو ستور له جملې څخه يو ځلانده او تل پاته ستوری دۍ . روحدې ښاد اويادې تل پاتی وي  دې ښاد او ياد دې ابدې
وې 
داليکنه چي دپياوړي شخصيت دزېږېدو ((۱۰۱)) کليزي ته ډالۍ سوېده دهغه پدې شعر رالنډوم :

زما خوب
وربل يې ما په خوب کې پرېشان ليدلی دی
ستا بخت خو مې رقيبه دغه
شان ليدلی دی
د ګلو هار په غاړه محبوبا شوه راحضوره

بلبله دا وطن مې ګلستان
ليدلی دی
کارغان به پکښې نه وي بلبلان به پکښې وي

باغونه به سمسور وي ما
باغوان ليدلی دی
دا توره شپه به خدای کاندي په مونږ باندې سبا

سپين مخ مې چې
سبا غوندې روښان ليدلی دی
تعبير يې کړی ما ــ په ظالمانو به چپه شي

چپه کاکُل
مې خوب کښې د جانان ليدلی دی
مهار به دې په پوزه شي د سرو زرو خاونده

په سرو
شونډو دپاسه مې پېزوان ليدلی دی
زه پټې سترګې نه يمه په هر څه اوس پوهيږم

په
خلاصو سترګو باندې مې جهان ليدلی دی
له دامه که دې خلاص کړم په قفس کښې دې بندي
کړم
صياده! ما خو څو رنګه زندان ليدلی دی

که هريو رانه وژنې خيال او فکر مې
مه وژنه
په دې کې مې وطن ته لوی تاوان ليدلی دی


يادونه :
داطلاعاتو اوفرهنگ وزارت په ويب پاڼه  کي  دالفت صاحب دوفات د۳۰ تلين په مناسبت خپره سوې لنډ ژوندليک کښي ليکل سی چي ((د حقوقو او ادبياتو په پوهنځيو کي د استاد په توگه او دغه راز دقومونو او قبايلو د چارو د وزير په توگه هم
دندې ترسره کړې ))
الفت صاحب هيڅ وخت دوزارت مقام ندی ترلاسه کړي . هيله ده چي محترم وزارت دغې لويي تيروتنې ته متوجه او هغه اصلاح کړي .

 

د پښتو  ادب د اسمان ستوری

الفت د خپل عمر آخر وختونه د عزيز خان په كڅ كښې چه دده د زيږيدلو ځاى دى تيرول، تر څو چه د۱۳۵۶ كال د ليندى د مياشتې په ۲۸ نيټه د زړه د حملې په اثر د ۶۷ كلنى په عمر وفات شو، او ددوى په پلرنى هديره كښې چه د كابل جلال آباد د سړك په څنګ پروت دى خښ شو

 

|+| نوشته شده توسط محمدنسیم ستانکزى در 2011/5/10  |
 عبدالحميد مومند

کابو دوه نيمې پيړۍ پخوا د پېښور کوهاټ سړک او باړې روډ پر ښي غاړه پراته کلي ماشوګر (ماشو) کې په يو ډېر غريب چاپيريال کې د عبدالحميد ماشوخېل په نوم يوه شاعر ژوند کاوه، چې په ژوند کې يې ډېرو لږو وګړو د احوال خبر واخيست، خو دپښتنو د تلپاتې دود او دستور سره سم وروسته له مړينې ډېر وستايل شو، چا د پښتو ژبې بېدل، چا د پښتو ژبې سعدي او چا هم د (موشګاف) لقب ورکړ.

د ده دپلار او يا دا چې د چا زوی دی تر اوسه پورې کوم باوري او د قناعت وړ ماخذ هم نه شته، چې بشپړ مالومات په کې وي، خو د اوسمهالو ليکوالانو له ډلې څخه يوه نوماند ليکوال محمد اصف صميم يې د پلار نوم عبدالحق ښودلی دی. ( ۱)

د زوکړې ريښتينې نېټه يې نه ده څرګنده، خو داسې ګومان کيږي چې د يوولسمې (هجري) پيړۍ په اخرو کې به زيږېدلی وي. (۲)

د پښتو ادب څېړونکو دده په ديوان کې ځينې تاريخي پېښو ته په کتوسره د ده د زوکړې نېټه په خپل تحليل داسی ښودلې ،  پوهاند حبيبي وايي چې په (۱۱۰۰) ه ق کال زېږېدلی دی، همدغه نظر رښتين صاحب او الفت صاحب هم تايید کړی. خو بېنوا صاحب بيا (۱۰۷۵) ه ق ښودلې ده، ډاکټر انوارالحق په در و مرجان کې (۱۰۷۵ – ۱۰۸۰) ترمنځ ښوولې ده. همېش خليل د ورکې خزانې په لومړي ټوک کې د حميد بابا د زوکړې نېټه (۱۰۸۳) ه ق ګنلې وه، خو داسې ښکاري چې د اورنګزېب د پاچاهۍ پر مهال يې دشعر هنګامه ګرمه وه؛ لکه چې وايي:

په قوت د يار د در د ګدايۍ   

د اورنګ پادشاه تر تخت لاندې مواس شوم

یاداچی

خه به شور نه وي د هند په ميخانه کې

  چې اورنګ څخه د حکم جام نسکور شو

 

څوک چې دغه مهال د شعر ويلو داسې قريحه ولري، چې مهم ټولنيز او سياسي حالات په خپل شعر کې رانغاړي، هغه به د ژوندانه د څلي په نيمايي او يا هم د ژوند پوخوالي ته رسېدلی وي، نو په همدغه لاسوند د حميد بابا د زوکړې نېټه موږ د دېوان د دننېو شواهدو پر بنسټ تر (۱۰۸۰) ه ق راپه دېخوا اټکل کولی شو.

د بابا په باب ډېر پوهان، ليکوالان او څېړونکي په يوه خوله دي او وايي چې مومند دی، خو قوم يې ماشوخېل دی، چې د مومندو يوه پښه ګڼلی کيږي؛ لکه چې وايی:

 

د مومندو جوهر خانې لره دې راشي 

که څوک غواړي ښه لعلونه يمني

 

د حميد بابا د دېوان او نورو اثارو څخه دا جوتيږي چې عبدالحميد د خپل مهال مروجه علوم لوستي وو او په خپل وخت کې په ملا عبدالحميد نوماند وو.

په پاړسي، عربي او هندي ژبې پوهېدو. همدا ډول د حميد بابا د مړينې او مزار په باب کورني او بهرني څېړونکي او ليکوالان تر (۱۳۳۸ لمريز – ۱۹۵۹ زېږديز) پورې په دې اند وو، چې ګڼې حميد مومند تر (۱۱۴۵) ه ق پورې ژوندی وو او يا د بلومهارټ پر ژبه په همدغه کال مړ دی. خو، د حميد بابا د شریعت الاسلام په پيدا کېدو سره دغه ګروهه واوښته او تر (۱۱۴۸) پورې يې ژوند يقيني شو.

 

ارواښاد حميد مومند شعرونه

په پښتو ، فارسی او عربی ښه پوهیده، دی چا د پښتو سعدی ،چا دپښتو بیدل او چا د پښتو فردوسی او نظامی ګڼلی او ځینو بیا ورته د موشکاف لقب ورکړی او دیوان یی ورته دُر او مرجان ګڼلی دی

ماشو خیل په پښتو کې د هندی ادبی سبک علمبردار او استاد ګڼل کیږي

تر اوسه دده دری قلمی اثار موندل شوی:

۱.دیوان (دُر او مرجان) چی ۲۷۴ غزلی،یو مخمس ،یو مسدس،دوه څلوریځې چې ټول ۲۶۰۱ شعره پکی دي او څلور پلا چاپ شوی دی..

۲.د شاه او ګدا قصه چې هلالی لیکلی او حمید په پښتو مثنوی ترجمه کړی ده.او ښاغلې همیش خلیل چاپ کړی ده.

۳.د مولا نا غنیمت د نیرنګ عشق    چی دغه منظومه حمید باباله دري څخه په پښتو ترجمه کړې ده.

 

|+| نوشته شده توسط محمدنسیم ستانکزى در 2011/5/9  |
 احمد شاه بابا

 

د احمد شاه بابا کورنۍ او ټبر

احمد شاه دراني

د احمد شاه بابا مور په خټه الکوزۍ او زرغونه نومېدله چې ډېره مېړه مخې او مدبره مېرمن وه او تل به يې د هېواد په مهمو چارو کې خپل زوی احمد شاه بابا ته ګټورې مشورې ورکولې. د احمد شاه بابا پلار زمان خان نومېده، نيکه يې دولت خان او غورنيکه يې سرمست خان و چې هغه بيا د شېر خان ځوی د خضر خان لمسی او د سدوخان کړوسی و، او سدوخان د سدوزو د ټبر لومړی نيکه دی چې د سدوزو طايفه ورته منسوبه ده او د سدوزو طايفه بيا د پوپلزو يوه پښه ده .

تر پاچايي دمخه

لکه د مخه چې مو وويل احمدشاه بابا په ۱۱۳۵ هـ.ش کال وزېږېد، او په همهغه کال دده پلار زمان خان چې د هرات د حکومت واګۍ ېې په لاس کې وې مړ شو. څنګه چې د زمان خان تر مړينې وروسته د هرات د خلکو د ولسي جرګې له خوا د هرات حکومت د اودوالي عبدالله خان زوی محمد خان ته وسپارل شو، نو د احمدشاه بابا مور د خپل زوی سره له هراته د فراه ولايت ته ولاړل، او هم د احمدشاه بابا مشر ورور ذولفقار خان د شورااک سيمې ته وکوچېد بيا چې ۱۱۳۶ هـ. س کال ذولفقار خان بېرته د هرات په حکمرانۍ وټاکل شو، اوله شوراوکه د فراه له لارې هرات ته ستون شو.

احمد شاه بابا او نادرشاه

د نورو پښتنو سالارانو په ډله کې نادرشاه ذولفقار خان او احمد خان ته هم په درنه سترګه وکتل او د مازندران حکومت او ماليات يې ور وسپارل ، نادرشاه د هند او بخارا او خوارزم په جګړو کې د پښتنو مېړانه ليدلې وه نو ددې لپاره چې پښتنو ته خپله خاصه پاملرنه وښيي نو احمد خان يې په خپلو منصبدارانو کې واخيست او تر لږې مودې وروسته چې د احمد خان لياقت، قابليت، کفايت او جرآت ورڅرګند شو نو پر هغه یې لا زيات باور راغی او ورځ په ورځ ورباندې ګرانېده او تل به د نادرشاه په حضور کې وه ، حتا وايي چې نادرشاه يوه شپه له خوبه راپاڅېد او احمد خان يې خپل حضور ته وباله او هغه ته يې وويل: "بعد از مرګ من رتبه سروري به تو خواهد رسيد، لازم است که از من فراموش نکرده به اولاد من احسانات نمای.

په دې توګه احمد خان د نادر شاه د ښه نظر او زيات باور په اثر د يساولګرۍ (د ضابطي رتبه) څخه د ابداليو د يوې ټولي قومندانۍ ته ورسېد اود نادرشاه په دربار کې د ده اعتبار لا زيات شو .

د نادرشاه وژل کېدل

څنګه چې نادرشاه د خپل ژوند په پای کې سخت سودايي شوی او له طبيعي حالته وتلی و نو پر ټولو قزلباشانو او افشارو بې اعتماده و په تېره بيا د خپل زوی رضاقلي ميرزا تر ړندولو وروسته يې په زيات ظلم او ستم او د خپلو حاکمانو په وژلو لاس پورې کړ، چې دده د ډېر ظلم او وينو تويولو په سبب د ده د دربار ډېر معتمد درباريان هم ځينې بېزاره او پر ده بدګمانه شول.

په پایله کی نادرشاه د ۱۱۶۰ هـ سپوږميز کال د څلورمې خور (جمادي الاخر) په يوولسمه د يکشنبې په شپه ووژل شو.

کندهار ته رسېدل او د لويی جرګې جوړول

احمد خان د 1160 هـ ق کال د رجب په مياشت د ټولو افغاني قواو سره کندهار ته راورسېد او سمدلاسه ېې ولسي مشران راغونډ کړه او د هغو سره ېې د هېواد د راتلونکي په اړه مشورې پیل کړې. په دې لويه جرګه کې د ابداليانو او غلجيانو پر مشرانو سربېره د بلوڅو ، هزاره ؤ، قزلباشو مشران هم شامل وو. دې لوېې جرګې کې تر هر څه د مخه ټولو په اتفاق دا فيصله وکړه چې ايران د حکومت سره په هر صورت تعلق پرېکول په کار دي ، ځکه چې ايرانيان او پښتانه پر يو بل باندې حکومت نشي کولای تر هغه وروسته ېې دا فيصله وکړه چې له خپله منځه ځان ته يو پاچا وټاکي ، خو د پښتنو په داسې قبيلو کې چې يو بل ته تن نه سره ورکوي د يوه پاچا ټاکنه څه اسانه کار نه و. ځکه چې د هرې قبيلې مشر دا غوښته چې د ولس مشرتابه واګي په خپل لاس کې واخلي ، په تېره بيا نورمحمد خان علي زي چې د نادرشاه په وخت کې د ټولو پښتنو لښکرو ستر قوماندان و ، او ورپسې حاجي جمال خان بارکزی ، او محبت خان پوپلزی او موسی خان اڅکزی او نصرالله نورزی او د نورو قبيلو مشرانو پر ځانو باندې يو د بل پاچهي او حکم نه شو منلای، لکه څنګه چې مورخان ليکي اته جرګې نا کامه شوې ، خو احمدخان چې په هغو ټولو جرګو کې د هر قبيلې د مشروينا اورېدله چې د ځانو د پاره به ېې د مشر توب حق ثابتول غوښته، دی پټه خوله ناست و، او د ځان په باب کې ېې هېڅ نه ويل، څو چې په نهمه جرګه کې د حاجي جمال خان نوم منځ ته راغی او د جرګې زيات خلګ ېې پرخوا شوه، خو دځينو نورو غښتليو قبيلو مشرانو ورسره مخالفت وکړ او همدا شان د نورمحمد خان علي زي د نامه وړانديز په دې سبب چې ډېر عصبي دی ونه منل شو، که څه هم د پاچهي د مقام د پاره وړګڼل کېده .

د احمد خان پاچا کېدل

په نهمه جرګه کې چې د « شېر سرخ » په زيارت کې روانه وه د پاچا د انتخاب خبرې زياتې تودې شوې ، خو احمد خان هم هغسې پټه خوله ناست و، په دغه شورماشور کې يو « صابر شاه » نومي ملنګ د جرګې منځ ته راودانګل او د غنمو يو وږی ېې د احمد خان په پګړۍ کې وټومبه او وې وېل: « دا ستا جوغه ده، او ته ددوران پاچا يې» او د جرګې غړو ته ېې ووېل : « د خدای دپاره دا جرګې نورې بس کړۍ، جګړې مه کوۍ ـ خدای تعالی احمد خان په تاسو کې يو ډېر لوی او دروند سړی او د پت خاوند پيدا کړی دی. هغه په ټولو پښتنو کې په اصل هم ښه دی او قابل هم دی، نو د خدای کارمه ورانوۍ ـکه نه نو د خدای تعالی قار به درباندې نازل شي» هغه وو چې د صابر شاه ملنګ انتخاب د ټولو قبيلو مشرانو ومانه او په دې توګه احمد خان « احمد شاه » شو ، او د (160 هـ ق ) کال د شوال او د (1747 م) کال د اکتوبر په مياشت د کندهار په ښار کې په پنځه ويشت کلنۍ د پښتنو د پاچهي پر تخت کښېنوست او د افغانستان د پاچا په حيث اعلان او وپېژندل شو.

په څنګه وخت کې پاچا شو؟

احمد شاه بابا په داسې وخت کې پاچا شو چې په افغانستان کې د ملي وحدت هغه څلی چې د پښتنو د ملي قايد ميرويس نيکه په لاس ودان شوی و، د خارجي دښمنانود تېري او يرغل له امله نړېدلی و، او د افغاني قبيلو د يو والي نقشه چې ميرويس نيکه طرح کړې وه نيمګړې پاته شوې وه، او د هېواد په هره سيمه کې بيا د خانخاني او فيوډالي زړه کمبله غوړېدلې وه. هرې قبيلې د خپل قومي مشر تر مشرۍ لاندې ځانګړی قبيلوي ژوند کاوه، او د افغاني قبيلو تر منځ د ملي او قومي وحدت رسۍ پر شلېدو وه.

او احمد شاه بابا په افغانستان کې د يوه خپلواک او متحد دولت تشکيلولو ته ملا وتړله.

د هېواد سياسي يووالي ته هڅه

احمد شاه بابا د خپل دولت د هيت تر ټاکلو او د اردو تر تنظيم او د اداري چارو تر ابتدايي سمون وروسته د خپل هېواد د بېلو بېلو سيمو سياسي يووالي ته مخه کړه او وې غوښته چې د افغانستان تيت او پرکې سيمې او هغه برخې چې د پرديو تېری کوونکو لخوا له خپل اصلي وجود څخه پرې کړې شوې وې بېرته ټولې په مرکزي افغاني دولت پورې وتړي او له هغو نه يو لوی متحد او خپلواک هېواد جوړ کړی نو د دې مقدس ملي مرام د تحقق دپاره تر هر څه دمخه لکه څنګه چې د ده ثابت اصول وو د ولس د مشرانو مشوره او صلا ضرور و لازمي ګڼله، ځکه يې نو د ولس د مشرانو يوه لويه جرګه راوبلله چې په دې باب کې ورسره سلا او مشوره وکړي، او د ده دد پاچهۍ لا درې مياشتې پوره نه وې چې جرګه راغونډه شوه او احمد شاه بابا هغو ته د افغاني دولت د مرکز سره د ټولو افغاني سيمو او بېلو شويو برخو د يو کولو او د يوه متحد او خپلواک افغانستان د جوړولو تجويز وړاندې کړ، تر خبرو اترو وروسته د جرګې ټولو غړو په يوه اتفاق هغه ملي تجويز ومانه خو احمد شاه بابا ته يې دا سلا او مشوره ورکړه چې لومړی دې د غزني، کابل او پېښور خوا ته هڅه وکړي او تر هغه وروسته دې په يوه مناسب وخت کې د هرات خوا ته وخوځېږي.

لومړی سفر

د ۱۱۶۰ هـ س. کال په پای کې يا د ۱۱۶۱ هـ. س. کال په سر کې [50] احمد شاه بابا هم د هېواد لمرختيزې خواا ته د هڅې دپاره ځان چمتو کړ، سردار جانخان سپهسالار يې د خپل مخکښ په توګه ولېږه او پخپله د درنې توپخانې او ټولو احتياطي وسايلو سره ورپسې رهي شو.

د کلات کلابندي

احمد شاه بابا د خپل لښکر سره د غزني، کابل او پېښور په نيت د کلات خوا ته (چې اوس ېې زابل بولي) وخوځېد ، او لکه څنګه چې محمود الحسيني د احمد شاه بابا د دربار منشي په خپل کتاب ٫٫تاريخ احمدشاهي٬٬ کې ليکي احمدشاه بابا تر کلاته پورې درې پړاؤه (درې منزله ) ووهل او څلورمه ورځ د کلات د کلانيم فرسخي ته ورتسليم او هلته يې واړول . د کلات کلا (لکه اوس چې هم ښکاري) پر يوه لوړې غونډۍ ودانه، او هغه وخت ډېره ټينګه کلا وه

.

لومری سفریی له  کابل او جلال آبادحخه پیل کراودسفرلری یی ترلاهورپوری ورسوله .دوهم سفرپه همدی خوا وو، درېم سفریی خراسان او مشهد خوا ته وو، څلورم سفر د پنجاب خوا ته ووچی بېرته پېښور ته اوله هغه حایه کندهار ته راوګرځېدل،

پينځم سفر سند ته شپږم سفر بیا خراسان ته چی شی لاسته راورنی یی هم لرلی .

له دغه سفرحخه چی راستون شو د کندهارشاردبیا ودانولوفکرورته پیداشو. اووم او اتم سفر هندوستان ته وه  .چی ددغوسفرونوپرمهال د پاني پت جګړه هم رامنحته شوه . نهم او لسم سفربیا  هندوستان ته وه . يوولسم سفر پنجاب ته وو ، چی له دغه سفرحخه وروسته په کندهار ولایت کی  د خرقې شريفې دجوړولوچاری پیل کری .دوولسم سفربیا هم  پنجاب او ديارلسم یا وروستی سفر یی هم خراسان ته وو.

د احمد شاه بابا ادبي او علمي شخصيت

احمد شاه بابا سربېره پر هغه چې د منځنۍ آسيا يو نوميالی پاچا او بريالی فاتح و، د تورې سره يې قلم هم درلود، او پر علم هم مين و، د علماو مجلس يې تر هر مجلس خوښ و او علماو هم دی د خپل سر سيوری ګاڼه . احمد شاه بابا په پښتو، عربي او دري ژبه اشعار وييلي او آثار يې ليکلي دي چې دا درې اثره يې د زمانې له حوادثو او آفاتو څخه خوندي پاتې شوي دي:

1.   د احمد شاه بابا د پښتو ژبې د اشعارو بشپړ ديوان

2.   علم ګنج

3.   د احمد شاه بابا عربي اشعار

 

|+| نوشته شده توسط محمدنسیم ستانکزى در 2011/5/8  |
 عبدالرحمان مومند

عبدالرحمان مومند چې د افغانستان او د پښتونخوا د بلبل په توګه يې ټول پښتانه پېژني. د پښتو ادب يو بې ساری صوفي شاعر وو. د هغه شاعري د ځانګړي سبک په لرلو سره د ټولو پښتنو د زړه څراغ بلل کېږي، دا ځکه چې په اورېدو سره يې د پښتنو زړونه روښانه کېږي. په پښتو ادب کې د عبدالرحمان بابا د شاعرۍ ونډه دغه ډګر جوت اغېزمن کړی او بډای کړی دی.

 

عبدالرحمن مومندکومه مينه او ښه پېژندګلوي چې عبدالرحمن بابا عُرف رحمن بابا ته ورکړل شوې هغه د ډېرو ښوښو شاعرانو په نصيب کې نشته. د پښتو بچئ رحمن بابا د يو ښه او ښايسته شاعر په حېث پېژني. د پښتنو کوڅه په کوڅه، کور په کور او کلي په کلي د رحمن بابا شعرونه وئيل کېږي. د رحمن بابا د شعرونو نه متلونه جوړ شوی دی. عالمان او خطيبان ئې د جومات په منبر د آیاتونو د مطلب او تشرېح واضح کولو لپاره او ملنګان او دروېشان ئې په وجد او سر کې وايي ځوانان ئې په حجرؤ او مجلسونو کې د منګي او رُباب سره شعرونه وائي او اوسيني خلق ئې په دفترونو او کاروباري ځايونو کې په چُرت او مزه کې د ځان سره د شونډؤ لاندې په ګُنګوسۍ کې وائي  ددې دومره تعريفاتو نه پس هم دا ډېر د افسوس مقام دی چې د رحمن بابا د ژوند حالات لامکمل په تفصيل سره معلوم نه دي البته که مونږ د عبدالرحمن بابا په سوانح د علماؤ مُختلف مضمونونه وګورو نو مونږ وينو چې اکثر حالات خو هغوی يو شان ليکلي دي خو بيا هم يوه نيمه خبره ئې د بل نه سېوا ليکلې ده .  عبدالرحمن بابا په يويشتم د جمادي الثاني سنه ۱۰۳۸ هجري کې د پېښور سره نژدې په بهادر کلي کې پېدا شوی و. دا کلئ د پېښور سوېل خوا ته درې ميله ليرې د کوهاټ د سړک غاړې ته دی. د پلار نوم ئې عبدالستار و، دئ په اصل کې غوري خېل و، غوري خېل څه لاروي خلق نه و، بلکه د ځمکو مالکان وه او ښه په تول پوره وه په دې وجه دا نظريه چې عبدالرحمن بابا بالکل غريب سړئ وه غلطه ده البته داوه چې خپله رحمن بابا له دُنيا سره مينه نه کوله، عبدالرحمن بابا پيدا شوی په بهادر کلي کې وه بيا په هزارخوانۍ کې استوګن شو په دې وجه بعضې مؤرخين ئې د بهادرکلي بولي اوځينې نور ئې د هزارخوانۍ، خو صحيح خبره همدغه ده کومه چې وليکلئ شوه. په کال ۱۰۴۵ هجري کې مشهورعالم عبدالحق رحمة الله عليه په بهادر کلي کې ميشته شو. دا عالم د متنۍ اوسېدؤنکئ وه. عبدالرحمن بابا د قرآن مجيد او د دين نور ابتدائي علوم دده مشهور عالم نه زده کړل. په کال ۱۰۵۲ هجري کې يو بل مشهور عالم د مولانا محمد يعقوب ځوی مولانا محمد يوسف عليه رحمة په پېښور کې استوګنه شروع کړه،  دی په اصل يوسفزئ وه، عبدالرحمن بابا ددغه عالم نه هم فېض ياب شو. ددې مشهور عالم نه ئې د فقهې او تصوف علم حاصل کړؤ. عبدالرحمن بابا تقريباً په ۱۰۵۴ هجري يا ۱۰۵۵ هجري کې د پېښور نه کوهاټ ته تشريف يوړلو او هلته ئې درويشت کاله عمرتېرکړؤ په خصوصي توګه نهه کاله عمر ئې په ځنګل خېل نومي کلي کې تېر کړی او پنځه لس کاله ئې په شېرکوټ نومي کلي کې تېرکړل، دلته ئې د حاجي بهادرخان عبدالله کوهاټي نقشبندي نه درس واخيستو او په کوهاټ کې عبدالرحمن بابا د دين ښه کلک عالم جوړ شو همدغلته رحمن بابا باندې د خدائ رحمت وشو او شاعري ئې شروع کړه.

 

رحمن بابا د خپلو اُستاذانو سره د میا کريمداد په خدمت کې دوه کاله په پېښور کې ؤ او د مياکريمداد نه ئې په عاليه کبرويه سلسله کې بيعت وکړلو. د مياکريمداد بل ورور عبدالحليم المعروف په حليمداد هم د خپل ورور سره ؤ. دی هم يو پوه او ښه شاعر ؤ دوي سره هم د رحمن بابا کښېناستل پاسېدل ؤ. په دې وجه د اخون دروېزه بابا )چې د سيد علي ترمذي عليه رحمة شاګرد او خليفه ؤ، کوم چې په ټوله نړۍ کې د پير بابا په نوم مشهور دی او په بونير کې ئې مزار پروت دی( د دوو زامنو نه رحمن بابا نېغ په نېغه فېض حاصل کړو. په کال ۱۰۶۸ هجري کې عبدالرحمن بابا يو ځل بيا خپل اُستاذ حضرت مولانا اخون محمد يوسف شېرکوټ ته راغئ او خپل اُستاذ په خدمت کې ئې اوسېدل شروع کړل. نهه کاله ئې دلته تېر کړل او په ۱۰۷۷ هجري کې بيا پېښور ته راغئ او په هزارخوانۍ کې دېره شو، ولې جې د رحمن بابا قبيله د بهادرکلي نه د قبائيلي تقسيم په وجه هزارخوانۍ ته راغلئ وه او هم په دې کلي کې دې اوچت او خوش بيانه شاعر د ژوند پاتې شپې ورځې تېرې کړې او د قانون قدرت تر مخه دا شاعر په ۱۱۳۸ هجري کښې د اوه اتيا کالو په عمر کې وفات شو. لوی خدائ (ج) دې اوبښي او روح دې ښاد وي.

 

د رحمن بابا مزار

د رحمن بابا مزار د هزارخوانۍ په هديره کې ده کوم چې تقريباً د دوه کروړه رپو په لګښت باندې ډېر ښکلئ آباد کړی شوی دی او دغه مزار مرجع فلائق دی ځوانان ورلره راځي او بوډاګان هم د هزارخوانۍ په اوږده هديره کې د رحمن بابا د مزار لپاره سفر کوي. شاعران او اديبان ئې سلام ته راځي نو عالمان هم ددغه ستر عالم او شاعر زیارت کوي، ملنګان پکې دېره دي. ډېر ښايسته مزار دې د مرمر د تيږو يو ښکلئ جومات هم په ډیره ښکلې نمونه باندې پکې جوړ دی. په مزار کې ئې د افغانستان د ادبي ټولنې له طرفه ډبرليک لګېدلئ ده چې پرې د رحمن بابا هغه رالېږلئ شوی سلام لا تر اوسه شته.

 

چې مجنون غوندې په مينه کې صادق وي

  رحمن وائي په هغو باندې سلام

 

اوهمدارنګه هر کال د رحمن بابا په مزار يوه پرتمينه مشاعره هم ترسره کېږي.

 

چې په خپله ئې فاني بولې رحمانه 

ملګرؤ بيا څله په هغو چارو اعتبار کړئ

 

رحمن بابا لکه د خوشحال خان خټک غوندې سردار او د پوره علاقې مشر نه ؤ خو بيا هم د هغه فقيري او ملنګي د غريبۍ او د بې وسۍ په وجه نه وه بلکه هغه دا دُنيا بده ګڼله په دې وجه ددې دُنيا نه کناره شوی ؤ همدا وجه ده چې د هغې زمانې خلقو هم رحمن بابا په غريبۍ او په اميرۍ شمېره ځکه نو وئې ويل:

 

که مې څوک په فقيرۍ شمېري فقير يم

 که مې څوک په اميرۍ شمېري امير يم

 

رحمن بابا د دُنيا په نظر

 

مېجر راورټي

دا مُحقق هغه انګرېز دی چې په پښتو ئې دا احسان دی چې د پښتو شاعري ئې رابرسېره کړې ده. دده لومړئ کتاب په ۱۸۶۲ عيسوي کال کې په لندن کې چاپ شو چې نوم ئې «د پښتنو د شاعرۍ نه انتخاب» وه پکې میرزا خان انصاري، خوشحال خان خټک ، عبدالرحمن بابا، حمید مومند، اشرف خان هجري، عبدالقادر خان خټک، کاظم خان شېدا، احمد شاه ابدالي، خواجه محمد بنګش شاعري شامله وه. د هر شاعر په هکله ئې مختصر حالات ليکلي دي. د رحمن بابا په باره کې ليکي:

 

په پښتنو کې ملا عبدالرحمن بابا د ټولو نه زيات هردل عزيز او ټولو کې لوئ شاعر دی. د هغه شاعري د مذهبي او اخلاقي قسم شاعري ده. دده شاعري په عشق الهي تړلې ده خو په شاعرۍ کې ئې د سوزګداز يو داسې اور دی او داسې قدرتي او فطري سادګي ده چې له دې قسمه قدرتي ښايست او سادګي د فارسي ژبې د لفاظي اوضائع و بدائع نه ډکې شاعرۍ کې نشي بياموندلئ. مېجر راورټي چې د رحمن بابا په باره کې کوم معلومات ورکړي دي هغه بس افسانه ښکاري ځکه چې هغه په خپله وائي چې بس د «وائي» خبره ده. مېجر راورټي د رحمن بابا د انتخاب لپاره محنت وکړؤ او وائي چې ما د بېلابېلو وختونو شپېته نُسخې راجمع کړې.

 

اشرف خان هجري

دا د خوشحال خان خټک مشر ځوی وو ، په ادب، قابليت ، لياقت ، علم او مېړانه کې په صحيح طور د خوشحال خان ځاي ناستي وو ، په ۱۰۹۲ هجري کې مغُل حکومت په قېد کې واچولو او څوارلس کاله ئې دکن کې تېر کړل او په ۱۱۰۶ هجري کې هم په دغه قېد خانه کې وفات شو.

دغه شان نورو هم ډېرؤ کسانو د رحمن بابا په باره کې ليکلي دي لکه عبدالقادر خان خټک چې د رحمن بابا هم عصر وو د يو بل لپاره ئې زړونو کې درد هم وه. د يو بل غزلونو ځوابونه ئې هم ليکلي لکه رحمن بابا وائي:

 

دا څه ژوند دی چې يار نه وينم په سترګو

  زه رحمن په جهان سترګې غړومه

 

نو قادر وائي:

 

دا ګُمان له زړه نه وباسه همدمه

 چې بې تا به سترګې وچې کړم له نمه

 

يو بل غټ شاعر چې (په لومړي ځل په ۱۹۷۰ عيسوي کال کې د پښتو اکاډمي پېښور په محنت سره رابرسېره شو او د مېجر راورټي په وجه محفوظ پاتې شوئ وه) ځان د رحمان بابا شاعر ګڼي ددې شاعر نوم نجيب دی دا هم د سربند دی د رحمن بابا په باره کې وائي:

 

د شعر او سر حلقه عبدالرحمن دی

 زه نجيب دده د شعر دامنـګيـر يم

چې ئې شعر لامثل دی باندې ښائـي

 که رحمان وائي د شعر عالمګير يم

 

دغه شان ئې د رحمن بابا په غزلو خپلې غزلې ليکلې دي. لکه رحمن بابا وائي:

 

دا جهان دی خدائ له عشقه پېدا کړی  

د جُمله ؤ مخلوقاتو پلار دی دا

 

نو نجيب وائي:

 

زه نجيب خو يم له عشقه پېدا شوی

 که دا نور خلك زېږدلي دي له موره

 

رحمن بابا وائي:

 

چې دې زړه دی پړی تړلئ استوار

 دا جهان دی د نيکه دی که د پلار

 

نو نجيب وائي:

 

چې دې هسې شان دې زړه پورې تړلئ 

دا دُنيا دې د نيکه که د بابا ده

 

د رحمن بابا مشهور شعر دی:

 

په نامه د هغه خدائ مې دا بيان دی

 چې يو نوم ئې په نومونو کې سُبحان دی

 

نو نجيب برملا وائي:

 

ما نجيب هم په دا طور غزل اووې

  که ويئلئ دويزي عبدالرحمن دی

 

قنبر علي يو ښه شاعر وه هغه وائي:

 

تتبع قنبر، رحمن ددې غزل کا 

چې دا مست په ميو راغئ يار د چا دی

 

رحمن بابا او مجاز

د رحمن بابا په باره کې دا ويل چې صرف يو نصيحت کونکئ شاعر وو ، د دُنيا د نزاکتونو نه لرې وه نو دا غلطه ده . رحمن بابا د دې دُنيا اوسېدؤنکئ يو حساس او نازک زړئ شاعر وو ، په هغه د دې دُنيا حُسن او رشتو اثر اچولو ، د تُرکو د حُسن چرچې د هغه په شعرونو کې شته دي ، حال دا ده چې اکثر شاعري ئې د تصوف د وحدت الشهور د عشق الهي او عشق محمدي نه ډکه ده خو بيا هم نرمې او نازکې جذبې ئې په شعر کې څرګندېږي کومې جذبې چې د يو عاشق د دُنيا د معشوقې سره وي:

 

رحمن بابا او دُنيا

هوښيار مه ګڼه هوښيار ددې دُنيا

 بې وقوف دی وقوف دار د دې دُنيا

روښنائي په هغو زړونو ده حرامه

 چې پرې کښېني ګرد غُبار د دې دُنيا

 

که څه هم چې رحمن بابا د کلي د مشر ځوی وه او د عزيز خان غوندې خان ورور يا تُربور ئې لرلو خو بيا هم رحمن بابا ددې دُنيا نه کناره کش وه او دا څنګه چې د آقا حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په باره کې حديث راغلئ دی چې د وفات په وخت ئې نه درهم په کور کې وه نه دينار او څنګه چې د حضور (ص) حديث دی «الفقر فخري» يعنی زما فخر زما فقيري ده نو ځکه رحمن بابا په دې دُنيا کې ددې دُنيا نه کناره کشي خوښه کړه او په جار ئې ووئيل:

 

څوک دې راکاندي قسم په کردګار

 که درهم لرم په کور کې يا دينار

 

خو بيا هم رحمن بابا د چا نه څه نه ؤ غوښتي او خلقو به مالدار او شتمن ګڼلو:

 

زه دينار او درهم نه لرم په کور کې 

ولې نور عالم مې بولي دُنيا دار

هم په دا چې نه له ځايه چېرته خوځم 

نه د هېڅ يوه مخلوق يم منت بار

 

دا دُنـــيــا ده بــې وفــا  بـې وفـا ده بـې وفـا

نه ئې مـخ شته نه ئې څټ شته  لـکـه لـوټـه د صحـرا

پـه يـوه ګــړۍ ئـې مــخ وي  په يـوه ګـړۍ ئـې شـا

خدائ څوک پېښ مه کړه رحمانه  پـه دا هـسـې رنـګ بل

یا چی وایی

 

چي مـــــدام د بــــل و عيبو تــــه نــظر کړې 

خــــدای د خپـــــله عيبـــــه ولي بې خبر کړې

کــــه يــــــوه جـــودانه عيب وينې په بل کښي

 هغه يو جودانه عيب به يې لـــــوی غـــــر کړې

کـــه دي خپــله ګنـــــاه لـــــويه لکه غر وي

 پـــه حيــله حيـله بـــه غــــر د مچ وزر کړې

کـه څوک تــلــه د انصـــاف په لاس کښي در کړي

 خــپل ټـــــټو او د بــل اس بــــه برابر کړې

تــــو لعنت دي پــــــه دا هسي مــــــنصفي شه

 چــــي د حـــقه و بــاطل و تــــه ګـــذر کړې

تــــا تـــه رب د مـــلايــکو مــقام در کــــړ

  تــــا دا خپــل صـــــورت پخپله ګاو و خر کړې

که دي يــــو وېښتـــــه د ځان د پاسه کوږ شي

 ځــــان هغه ســـــاعت لـــه خدايــــه مرور کړې

د ځوانـــــۍ عمــــــر دي تېر کړ په غفلت کـې

 پـــــه پيري کي بـــه څـــه زېرمه د محشر کړې

پـــه پــــــيري کښي د ځــــوانۍ چاري نه ښايي

 تــــه پـــه ورځ د عـاشـــورې به څه اختر کړې

لــکه بــــېخ د زړې ونــــي چـــينجي وخــــوري

 پــه دا تــېر عمر بـــه څه ښاخ و ثمر کـــړې

دغـــــه بــاغ بــه دي خلاص نه شي له خزانـــه 

کـــه چاپـــــېر ور ځني ســــد د سکندر کـــړې

و بــــد خواوو تــــه هيڅ څوک نصيحت نــــه کا

 رحمان ستا په غم شريک دئ که بــــــاور کـــړې

 

|+| نوشته شده توسط محمدنسیم ستانکزى در 2011/5/7  |
  خوشحال خان خټك

دپښتو ادب په کلا سیکه شاعرۍ کې خو شحال هغه علامه ،نابغه ،ستر شاعر او لوی ادیب دی چې دڅه کم څلورسو کالو راهسې دده کلتوری خزانه تر نن پوری دافغان ولس دنړی دلویو پو هانو او علمې مر کزونو دپا ملرنې او څیړنې وړ ګر ځیدلي . او تر هغې به دغه کلتوري میراث ته د څیړونکو ځیر کتنه وجودولري څو چې په نړۍ کې ولسونه په پوهنه او څیړنه بو خت وې . له خوشحال څخه کو ټلي کوټلي موضوعات او درانه درانه اثار په میراث راپاتي دي .دده اثار دشعر ، ادب ، ژبپو هنې نوري راز راز پو هني او څیړنې لپاره لوی دریاب دی چې لا مبو زن هم پکې ستړی کیږی خو دده بر ید ، پوله ،سر او تل به تر خپلې لا مبو لاندې داخل نه کړي او دژوند تر پایه پوري به پکې ستړی او ستو مان وې .

 

دپښتو ژبې ستر شاعر او ملي اتل خوشحال خان خټك په داسې حالت کې نړۍ ته ستر ګې وغړولې چې نورالدین جها نګیر د هند په نیمه وچه بشپړ حاکمیت درلود ، یعنی په (۱۰۲۲ه) کال کې زېږېدلى دی . د خوشال بابا د پلار نوم شهباز خان ، د نیکه نوم یې یحیی خان او د غور نیکه نوم یې ملک اکوړه وو . دده د زېږېدنې كال له دغه شعر نه ښه معلو میږ ي:

 

د هـجـرت زر دوه ویشـت سـن و  چې زه راغـلـم پـه جـهـان

زه خو شحال د شهباز خان یم  چې تـورزن یم کـان په کـان

شهبـاز خان د یحی خــــان و  چې بـل نه و هســــی ځـوان

 

خو شحال بابا د کو چنیوالي په دوره کې هم ډیري ستو نزې ګاللې دي . په شپږ کلنۍ کې په سیند کې لو یدلى او د هغه ځنې هم جوړ وتلی ، په اته کلنۍ کې له څپر نه پرې تیږه راولویده او په تندي سخت ټپي شو ، خو د هغه زخم نه هم جوړ شو .

 

ستر خان د اتلس کالو و چې پلار یې واده ورته وکړ ، خو دی له دغه واده نه خوښ نه وو . خو شال خان د خان په کورنۍ کې زیږ یدلی او روزل شوی وو . د پلار او نیکه نه ورته خاني پاتي وه د ملک اکوړې نه وروسته د هغه زوی ، او بلاخره تر خوشحاله پورې راورسېده . خوشال هم دغه چاپیر یال پښتون قهرمان روزلی و او په شعر او نثر کې یې دپښتون ولی احساس پروت دی . دوخت مروج علوم یې په جوماتونو او مدرسوکې لو ستي وو . خو په دې زده کړه یې قناعت نه درلود او تل يې نيت درلود ، چې زیات څه زده کړي ، خو دی وایې زه ښکار زیات درس ته نه پریښودم ، لکه چې وایې :

 

د جهان تحصیل بــــه کل واړه زما و 

که اخته نه وایې د ښکار په اشتغال

 

یا :

 

خدایه ته چې زړه کې اچـــوې دامینې

 چې په ښکار رب مبتلا کړم ته مې وینې

 

ده په (۲۰) کلنۍ کې شعر ویلو ته شروع کړې ده او لو مړى شعر یې هم په دغه دوره کې ویلی دی

 

په شل کاله دیګ زما د شعر په اور بار شو 

په دا دور مې پوخ چې شپیته کاله مې تللي

 

خود خان لو مړنۍ غز له په لاندې ډول ده :

 

عقل سل د مصلحت بنـــــــــــدونه جوړ کا

چې دعشق سیلاب پرې راشي واړه نــــــور کا

 

د خوشال له کلیاتو نه هم مالومیږی ، چې خان د خپل وخت مروج علوم لکه : تفسیر ،فقه ،حدیث ،فلسفه ، طبا بت ، منطق ، حکمت ، معانی ، عروض ،بیان  او نورو باندې پوهیده او لیکل یې پرې کولای شول او په دري باندې هم ښه شعرونه لری . دغه ستر ، ملی اتل او د پښتو ژبې بابا په (۱۱۰۰ه)کې له فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې او د ابدي ژوند غیږی ته وسپارل شو .

 

لیکنی

 

په خان بابا باندې زیاتو پوهانو لیکنې کړې او تر اوسه هم دده د اثارو په څیړنه او ځیرکتنه بوخت دي ، نو د همدغه اصل په نظر کې نیولو سره ، دوه لوی کتابونه په دوه لویو سیمینارونو کې د پښتو ټولنې له خوا چاب شول . دغه كتابونه په (۱۳۴۵)او (۱۳۴۶) کلونو کې د توریالي پښتون او ننګیالي پښتون په نومونو چاپ شوي ، خو دغه کتابونه ددغه پیاوړي انسان او ستر اديب د کارنامو په برخه کې په خروار کې د یو خورد مثال لري . په دغو دوو کتا بونو کې د هېواد او له هېواد نه بهر پوهانو خپلې مقالې چاپ کړې دي .

هغه سرچينه ، چې د خوشال په باب یې لومړى څه خپاره کړي ، هغه پټه خزانه ده . وروسته نورو پوهانو هم دده په اړه کتابونه او مقالې لیکلې دي لکه افضل خان يې په تاریخ مرصع کې یادونه کړې . له هغې نه وروسته د خوشال کلیات د دوست محمد کامل په سریزه خپاره شوي دي ورسره ارمغان خوشحال د سید رسول رسا په سمون خپور شوی او له هغه نه وروسته د پوهنو اکاډمۍ علمي غړي عبد القیوم مشواڼي صیب هم دده کلیات یو ځل بیا چاپ کړى چې دده د پیژندلو لپاره یوه سرچينه وه .

 

باندنۍ سرچينې

 

خوشال نه یواځې د پښتو ژبې یو ستر او نامتو شاعر وو ، بلکې په دري ژبه کې يې هم ښه شعرونه ویلي دي . همدا راز خان نه یواځې په پښتونخوا کې د یوه ملي اتل ، تورزن او د پياوړي قلم خاوند په توګه اوڅار دى ، بلکې په سیمه او نړۍ کې هم د پوهانو ، شاعرانو او څیړونکو په وړاندې د تورې او قلم اتل شاعر او لیکوال ګڼل کیږي . دده په اړوند لوېدیځو او ختيځو پوهانو لیکنې کړې دي او ان پښتو ټولنې ته یې لیکونه را استولي دي . جارج مار ګنسټرن د خوشال د شاعرۍ په باب څر گندوي : " د نیمې پیړۍ راهیسې زه د خوشال شعر لولم په دغه نیمه پیړۍ کې پر له پسې خوند ترې اخلم او قدریې کوم . خوشال حق لري ، چې ځان د پښتو ژبې سعدي او فردوسي وگڼي . هغه خدمت چې ده پښتو ژبې ته کړی ، هېچا په هیڅ وخت کې نه دی کړی ۰۰۰ سراولف کیرو د لندن څخه د وخت پښتو ټولنې ته یی یو لیک راستولی وو ،

یو مشهور ختیځ پوه مسټر راورټي وایې :

خوشحال د پښتو ډیر ستر اديب دی ، د ده اشعار په یورپ کې ډیر قدر لري . همدارنګه

ګرکیسیون ، بیډولوف ، روسي ختيځپوه او افغانپوه اسلانوف ، نیکولای دوریانکوف ، سونخیف لو لف ، پروفیسور میکنیزي او ډیرو ختیځپوهانو د خوشحال د ګڼ اړخیز شخصیت په باب بېلابېلې څرګندونې كړې دي .

دده اثار په دري ، روسي ، هندي ، ډنمارکي ، انګلیسي ، او اردو ژبو ژباړل شوي ، چې له دې شمېر نه الفنستن لومړنى اروپایې پوه دی ، چې د خوشحال اثار یې ژباړلي او خپریدو ته يې چمتو کړي دي . د خوشحال د پیژندلو ، کارنامو او د هغه د اثارو په اړه نه یوازې داخلي پوهانو ، بلکې خارجي پوهانو هم ډیر څه لیکلي ، چې پورته يې بحث تیر شو .

 

دا خو ټولو ته جوته ده ، چې خوشال خپل نیم عمر یا زیات او کم د مغلو په طرفدارۍ کې تیر کړی ، خو ده یواځې نه بلکې پلار او نیکونو یې هم د مغلو طرفداري او د هغوی په ګټه یې د خپلو پښتنو سره جګړي کړي دي . د خان ژوند درې برخې لري ، لومړۍ دوره یې د کوچنیوالي دوره ده ، دويمه دوره یې د مغلو په طر فدارۍ کې تیره کړې ، او د ژوند دریېمه برخه يا دوره يې له مغلو سره په جگړه کې تیره کړې ده . خوشال د لومړي ځل لپاره په (۱۳) کلنۍ کې له خپل پلار سره په يوه جکړه کې برخه اخیستې . په (۱۰۵۰) کال کې شهباز خان له یو واړه لښکر سره د یوسفزیو په سیمه بريد وکړ چې خوشال خان هم ورسره همسفر و . په دغه جکړه کې شهباز خان ماتې وخوړه ، ټپي شو او له پنځو ورځو نه وروسته مړ شو ، خو دی چې کله مړ کیږې منصب او مشري خوشال ته سپارل کیږي او د خپل پلار د غچ اخیستلو په خاطر یو بل لښکر چمتو كوي او یو ځل بیا په هغه پخواني ځای (بلړ ناله ) کې له یوسفزیو سره مخامخ کیږی ، خو یوسفزي سخته ماتې خوري او خوشال د هغوى کورونه هم سوزوي . په (۱۰۵۵)کال کی خوشال بله جګړه کړی اوبریا یی لاسته راوړی ده .

همدارنګه په (۱۰۶۳) کال کې له شیرمحمد سره په جګړه بوخت وو او (۳۰۰) تنه بنکښ پکې ووژل شول . خوشال خان تر هغې ورځې پورې د مغولو په پلوۍ وجنګید ، تر څو چې دمغلوله لوری ونیول شو . خو کله چې په (۱۶۵۸ع ـ ۱۶۵۷ع) کلونو کې چې کله شاه جهان په ناروغۍ اخته شو او د هغې ناروغۍ له کبله مړ شو نو دلته یې د څلورو زامنو دارشګو، مراد بخش سلطان شجاع اورنګ زیب  تر منځ جګړې ونښتې ، اوپه پایله کی اورنګ زیب خپل حکومت كلك کړ ، دا ښکاره خبره هم وه ، چې ظالم حکومت د خوشال غو ندې شخصیت نشي منلی ، خان دوې میاشتې په پیښور کې و او بیا یې د هند د رنتبور په جېل كې بندي كړ ، ځلور کاله بندي وو او په دغه بند کې يې زیات اثار هم وليكل لکه : دستار نامه ، تر جیع بند ، تر کیب بند ، او داسې نور .

خو شحال ولی د مغلو مخالف شو؟

خوشال ډېر وخت د مغولو پلوي وکړه تر څو چې بندي هند ته واستول شو . خو کله چې دی بندی شو نو په بند کې یې داسې فکر وکړ چې پلار ، نیکه ، غورنیکه او پخپله مې څومره د مغولو طرفداري وکړه او د هغې په غلامۍ کې مې وخت تېر کړ ، خو بیا يې هم ماته كومه گټه ونه رسېده ، نو هغه وو چې دده په فکر کې مکمل بدلون راغی او داسې يې وویل :

 

پس لــه بــــنده دی داعـــــــزم  د خوشحال دخـــــــاطـــــــر جزم

یا نیـــــــولی مـــــــخ مکی ته  یا مغلو ســـــــــــــــــره رزم

 

دغه بیتونه ده د هند په بنديخانه کې ویلي دي ، په (۱۰۷۹ه)کال کې د پروفیسور پرېشان خټک په وینا پاو کم پینځه کاله ده په هند کې تېر کړل . خوشال خان په دې ښه ډاډمن شوى وو ، چې د هېواد او ولس دوښمن مغول هېڅ مهال نشي دوست كېداى . هېواد ته له رارسیدو نه وروسته يې كلك هوډ وكړ ، چې له مغولو نه به كسات اخلي ، نو يې د یوسفز یو ، خټکو ، اپریدو ، او نورو پښتني قبیلو په مرسته مغولو ته سختې ما تې ورکړه . لکه چی وایی ،

څو وانه خلی له غلـــــــــــیمه انتقام

مـــرد نه خـوب کا نه خـوراک کا نه ارام

 

دشاعری په اړه

لنډه داچې خان نه یوازې په توره کې رسیدلی سړی و ، بلکې په شعر ، شاعری کې يې هم لوی مقام درلود . د نړۍ گڼ شمېر پوهانو دده اثار لوستي او ژباړلي دي او ده ته درناوى لري . خوشال د سردرۍ په غیږه کې سترګې غړولې او لوی شوی وو ، خو په خوی او خصلت کې یو دروېش صفته ، د تورې د جلال او د پوهنې د جمال یوه ځلانده بېلگه ، د جگړې په ډگر کې یو هېوادپال اتل ، د افغانستان او پښتنو یو مېړنى ، غیرتي بیش بها درو ګوهر انسان وو . لنډه داچې خوشال خټک په هر لحاظ د انساني صفتونو په لرلو سره یو لوړ او برجسته شخصیت وو .

ستا د ښایست ګلونه ډیر دي

ځولی مې تنګه زه به کوم یو ټولومه

 

د خوشحال خان اثار

ستر خوشال بابا د خپل ژوند په درشل کې یانې په (۷۸) کالونو عمر کې پښتنو ته دومره څه پریښودل ، چې د تل لپاره په دغو برخو کې څیړل کیږی او دده له اثارو نه به استفاده کيږي . دده د اثارو په اړه ځینې پوهان وایې : چې شمېر يې (۲۰۰) ته رسیږي ، خو یو نامتو ختیځ پوه مسټر راورټي دده اثار تر (۲۵۰) زیات ښودلي دي .

خوشال نه یواځې په پښتو ژبه باندې شعر ویلی ، بلکې په فارسي ژبه هم ښه پوهېده او په دري ژبه یې هم خورا ډیر شعرونه ویلي دي . د تورې او قلم خاوند په پښتو ادبیاتو کې یو نوی سبک په نظم او نثر کې منځ ته راوړ او هغه مسجع یا فني نثر ته یې د پای ټکی کیښود . موږ مخكې وویل ، چې دده اثار نږدې تر (۲۰۰) پورې رسیږي همدارنګه مسټر راورټي یې بیا د اثارو شمیره (۲۵۰) ښودلې ده.

چې مشهور یې دادي:

کلیات چې نږدې (۴۰) زره بیتونه لري .

فضل نامه : یو دیني کتاب دی چې فقهي مسایل پکې څیړل شوي .

بازنامه : د ښکار په اړه بحث کوي .

صحت البدن : یو منظم اثر دی چې د روغتیا په اړه څیړنې پکې شوې دي .

اخلاق نامه .

سوات نامه : یو منظم اثر دی چې د سوات په باب معلومات ، او د سوات جغرافیه پکې تشریح شوې ده .

دستارنامه : د دستار او لو نګۍ په اړوند مسایل پکې راغلي دي .

فرخ نامه : د تورې او قلم بحث دی .

فراقنامه : د خوشال خان خټک د بند شعرونه دي .

اینه : د فقهې کتاب دی .

بیاض : د نثر کتاب دی .

زنځیری : د لیکدود په اړه دی .

تفسیر سوره یوسف .

د پښتنو تاریخ : یو ورک اثر دی .

د خوشال رباعیات .

عیار دانش: د فارسي نه ژباړه ده .

هدایه : له عربي نه ژباړل شوی دی .

دا هغه اثار دى چې له خان بابا څخه موږ ته راپاتې دي ، خو په سلګونو نور اثار یې ورک شوي دي .

خان د خپل وخت د چاپېريال فرهنګي وضعې ته په پاملرنې سره ، د خپلې ژبې د قوت او پياوړتیا لپاره مټي راونغښتلې او د خپل بې شانه استعداد په واسطه یې پښتو ژبې ته دومره اثار تصنیف کړل ، چې پښتو ادب یې له سیمې سره سیال کړ.

 

|+| نوشته شده توسط محمدنسیم ستانکزى در 2011/5/4  |
 ارواښا پوهاند صديق الله رښتين

ارواښا پوهاند صديق الله رښتين په ۱۲۹۸ لمريز کال دمومندودغازي آباد کلي دمرحوم مولوي تاج محمد ((مهتمم)) په روحاني او منوره کورنۍ کې دنياته سترگي روڼي کړې . پوهاند رښتين لا ډير وړوکۍ و چې دپلار دمهر اومحبت سيوری يې له سره کم سو. دده مور دهغه روزنې ته زياته پاملرنه وکړه دهغي برکت و چې ده او دده وروڼودښوونې پر ور پل کښېښود . هغه په وړکتوب کښې لومړنۍ مذهبي زده کړه په خصوصي ډول په خپل کور کې تر سره کړيده .له لومړنيو ديني زده کړو وروسته په ۱۳۱۱ لمريز کال دننگرهار دهډې په نجم المدارس کښې شامل شو ،په دغه مدرسه کې تر درې کالو تيريدو وروسته په ۱۳۱۵لمريز کال دکابل په دارالعلوم کې داخل او هلته يې زده کړه وکړه .پوهاند رښتين صاحب دتعليم تر څنگ يې دمطبوعاتو سره هم مينه او علاقه پيداسوه ،داصلاح داخبار لوستلو ته يي مخه کړه چې دهغه دذهنيت په روښانه کولواو هڅولوکې يې زيات مثبت رول لوبولی دی .

رښتين صاحب په ۱۳۱۸ لمريز کال له کابل دارالعلوم څخه دمتوسطې ددورې اعلی شهادتنامې په تر لاسه کولو سره دهمدغه کال دسنبلي دمياشتي په لومړۍ ورځ دادبي چمن او پښتو ټولني په غړيتوب ومنل سو. د۱۳۲۰ لمريز کال دزمري (اسد) په مياشت کې دپښتو ټولنې دقواعدو دڅانگي مدير وټاکل سو ،يو کال وروسته دوري (حمل) په مياشت کښې دپکتيا د((وړانگی دجريدې )) لومړۍ مؤسس او چلوونکي و،دهمدي کال دثور په مياشت کې کي دپښتو ټولني مرستيال کفيل ،دلغاتو او قواعدو دڅانگي مدير دنده يي پر مخ وړه.

په ۱۳۲۲ کال دپښتو دايرت المعارف دژباړودڅانگي دمشر په توگه وټاکل سو ،په ۱۳۲۶کال دميزان په مياشت کښي دفراه په ولايت کښي د((سيستان)) دجريدې مؤ سس او لومړۍ خپرونکی و ،يو کال وروسته په سنبله کي دپښتو ټولني مرستيال او دپښتو دارت المعارف امر وټاکل سو . د۱۳۲۹کال دزمري په مياشت کښي يې پر پورته ويل سوو دندو د((هيواد )) اخبار چلوونکی و، او هم يي دادبياتو په پوهنځی کښي محصلينو ته دتدريس چاري پر مخ بيولې او هلته استاد و.په ۱۳۳۰ کال دپښتو ټولني لوي مدير مقرر سو ،او په ۱۳۳۱ کال د((زيري)) داخبارددوهمي دورې مؤسس و،د ۱۳۳۴ کال دحمل په مياشت کې دپښتو ټولني دمشر او وروسته بياد ۱۳۳۵کال په سر کې دښووني وزارت پښتو مشاور اودادبياتو دپوهنځی داستادی رسمي دنده ور وسپارل سوه ، چې همدا دنده يي تر ۱۳۳۶کال پوري سرته ورسول . په ۱۳۵۲ کال يي تقاعد پانه تر لاسه کړه ؛ هغه دژوند تر ورستيو سلگيو پورې يې بيادولتي دنده سرته نه ده رسولې او نه يې هم دکوم دولتي نشراتي ارگان سره دليکني مرسته وکړه . پوهاند رښتين پر رسمي هڅو سر بيره يو شمير مطبوعاتي او فرهنگې دندي هم تر سره کړي دي ، دبيلگي په توگه هغه په ۱۳۲۸ - ۱۳۲۹ کښي دشپې لخوا دکابل راډيوديوي ځانگړي خپرونې دچلوونکې په توگه کار کړيدی همدا ډول له ۱۳۳۳ نه تر ۱۳۳۷ کال پوري دمازديگر لخوا په کابل راډيو کې ديوې ځانگړي خپروني دپښتو کميټي غړۍ و او بياد1336نه تر۱۳۴۰کال پوري دکابل راديو درنگارنگ خپرونو دچلوونکي دنده په غاړه لرل؛د۱۳۴۳نه تر ۱۳۴۸کال پوري يې دکابل راډيو دادب دوږمو پروگرام پر مخ بېول . پوهاند رښتين صاحب ديو لړ علمي او ادبي ليکنو اوخپرولو وروسته په ستاينليکونو او نښانو نو نما نځل سويدی اوتر۱۵ يې زياتي جايزې هم تر لاسه کړي دي . دپوهاند صاحب رښتين مورنۍ ژبه پښتو وه ولې په فارسي ، اردواو عربي ژبو نه يي هم اثار ليکلي ،له عربي او اردو نه يې يو شمير ژباړني کړ يدي .

دپوهاند صديق الله رښتين ۲۶۵ رسالې او کتابو نه چاپ سوي دې ،رښتين صاحب دخپل عمر په اوږدو کې په يو شمير بهرني او داخلي ټولنو او غونډو کي برخه اخيستې ده ،استاد دنړۍ ځينو هيوادو لکه پخواني شوروي اتحاد ،ايران،مصر ،هندوستان، او پيښور ته سفرونه کړيدي . زموږ دهيواد ددې وتلي څيرې په هکله اکاديميسين پوهاند ډاکټر محمد رحيم الهام ليکي : استاد رښتين يو غښتلی او په خپله برخه کې پوخ ليکوال ،محقق او مدرس و ، دی دپښتو دودي په تحقيقي ،تخليقي او تدريسي برخه کښي په هسکه غاړه زموږ دمخکښانو په قطار کي ولاړ دی .

پو هنوال غروال دشعر په ژبه پوهاند رښتين داسي لمانځي او ستايي :

دپښتو په ارت جهان کي لکه غرو= دادب په شنه آسمان کي لکه غرو
په قلم کې يې و زور،ژبه کي شوروو= ځلانده ستورۍ دافغان دستر ټبرو

پوهاند رښتين دپښتو ادب پنځم ځلاند ستورین ومول سويدی ،دې لوي عالم داوږدې ناروغۍ له کبله دپيښور دليډيريډنگ روغتون دبولټن بلاک په لسمه کوټه کې په ۱۳۷۷لمريز کال له فاني دنيانه دابد لپاره سترگې پټې کړې . درښتين صاحب ليکنې او هڅوني نه يوازي داچې دافغان ولس لپاره لويه علمي خزانه ده بلکي دلويو علمي وياړونو ځلاند نمونه هم ورته ويلاي شو .

د ارواښاد پوهاند صديق الله رښتين دا لنډه پېژندګلوي مونږ ته نه يوازې دا راپه ګوته كوي، چې د پښتو ټولنې د مشر په توګه ده ته د پښتو د خدمت دنده ورپغاړه شوې وه او د پښتو سره يې ددندې له پلوه اړيكې لرلې بلكې دده لوړ استعداد هم راپه ګوته كېږي، چې د مدرسې او ملايئ روزنې سره سره يې ځان د پښتو ژبې د پوهاند درجې ته رسولى دى.
دا، چې ارواښاد پوهاند رښتين د خپل استعداد او هغه وسايلو سره، چې د پښتو ټولنې د مشر په توګه يې په لاس كې لرل، د پښتو حق يې څومره ادا كړى دى، په دې برخه كې قضاوت د پښتو نورو مينوالو او پوهانو ته پرېږدم

سر دې لاړ شي مال دې لاړ شي پت دې نه ځي
د انــــســــــــان خــو بــې هـــمــه واړه په پـت ده


حميد مومند وايي:

پروت په وينو كې لت پت ښه يم په پت كې
نه د ســرو زرو پـه تــخــت بــانــدې بــې پـته



رحمان بابا وايي:

مــړ بــهـتر ښــه دى تر هغه چې بې پت وي
په ياري كې دې څوك نه كا خداى بې پته

لوى پښتون شې
تـش خـــيـال نـدى مـــــادې چــــېـــرتـــه اوريــــدلــي
پـــــښـــــتــــنې مــــــــور ځـــــوى تـــه داســې ويــلــي

پښـتو ويـل، پښـتو لوسـتل، پښتو ليكل به كوي
زمـا بـچـيـه لــوى پـښـتون شـئ پـښــتو تـل به كوي

پــښــتو د پت، ښـېګړې، تـوري او ورورۍ نوم دى
پـه پت كې ژونـد په پت كې ناسته ودرېدل به كوي

ښـېـګــړه ژونـد د پـښـتـنو كـې ټــولـنـيز قـانون دى
ښـــېـګـــړه هـــرچـــېـرې بـې تــمـې بـې بـدل بـه كوي

په تــــوره يـا د مـــونـږ پــښــتانه د ډېــرپـخــوا نه يـو
تــــوره به نـن، تــــوره سـبا تــــوره هــــر ځــل بـه كوي

وروري د ځـواك او د ژونـدون د ســوكالۍ نـښه ده
وروري كـول، وروي،پالل، وروري سـاتل به كوي

چې پښــتونــخـوا ته پـسرلى د پښتونوالي راوړي
پـه زړه كـــې ســـاته پـــام دستوري په غـزل بـه كوي


پوهاند رښتين د پښتنې لارښود په سريزه كې دا هم وايي، چې: (پښتو له يوې خوا د پښتون لاس د ژبې نوم دى، نو د بلې خوا د پت او عزت، ښېګڼې او ښه خوى، تورې او مېړانې، ننګ او غيرت، وفا او حیا نوم هم دي. پښتو، پښتو، نو له پښتونواله دا ټولې كليمې په يوه مطلب دلالت كوي د ساپوهنې د اصولونو له مخې دا خبره سړى تاييدولى شي، چې پښتو يوازې د پښتنو ژبه نده بلكې د يو لړ صفتونو مجموعه ده، چې پوله يې د پښتون د كليمې د تورو په شمېر تنګه نده او زيات دي. هر پښتون كه موړ او كه غريب وي دا صفتونه لري د پښتو بابا خوشال خان خټك هم دا خبره تاييدوي، چې وايي:


درست پښتون له قندهار تر اټكه
سره يو دننګ پكار پټ او اشكار


مونږ وينو، چې پښتو ويل او پښتو كول سره توپير لري پښتو د پښتنو ژبه ده، چې يوازې د پوهېدلو يا پوهولو وسيله نده بلكې سوچ هم د ژبې يوه بڼه ده، بې د ژبې څخه سوچ وده كولى نه شي.

 

 

|+| نوشته شده توسط محمدنسیم ستانکزى در 2011/5/4  |
 امير حمزه خان شينواری

امير حمزه شينوارى په ۱۹۰۷ ز. کال کې د لنډي کوتل د خوږه خېل يا خوزه خېل نومي کلي کې د ملک ميرباز خان په کور کې زېږېدلی و. نوموړی په قبيله شينواری او په شينوارو کې اشرف خېل وه.

 

زده کړې

لومړنۍ زده کړې يې د لواړګي (دا د لنډي کوتل پخوانی نوم دی) په ښوونځي کې ترسره کړي خو وييل کېږي چې د ده په يوه وړوکې خطا يې استاد ده ته دومره جزا ورکړه چې د ده زړه د مدرسې نه تور شو او بيا يې هغه مدرسه پرېښوده. دی د اتو کالو وه چې په اسلاميه کالجېټ ښوونځي ته د زده کوونکي په توګه ومنل شو. ښوونځي ته به لکه د نورو ماشومانو په څېر ته راته او آزموينې يې هم په برياليتوب سره سر ته رسولې خو د درسونو او سبق سره يې دومره مينه نه درلوده. د سکول نه د زړه ماتي دا ذکر يې په يو شعر کې هم کړی دی او وايي چې د ښوونځي دا ټلۍ راباندې داسې لګي لکه د اسرافيل د شپېلۍ اواز. نو په همدې توګه په نهم ټولګي کې يې دغه ښوونځی هم پرېښوده. که څه هم حمزه بابا خپل سبق په نهم ټولګي کې نيمګړی پريښی و خو د حمزه بابا پوهه او مطالعه ډېره زياته وه او ارواښاد داسې کلامونه ليکلي چې هر يو يې ځانګړې فلسفه لري .

دندې او کارونه

ارواښاد حمزه په عملي ژوند کې د پښو ايښودلو سره سم په تورخم پاسپورټي دفتر کې نوکر شو. په دې وخت کې دده قدرمن پلار د لنډيکوتل او تورخم تر مېنځ د اورګاډو پر ليکو د ټيکو کار کاوه نو حمزه بابا به هم کله نا کله د مرستې لپاره ورتللو. او په همدې توګه بيا وروسته پخپله هم په اورګاډو کې نوکر شو. وايي چې دا نوکري به يې ډېره په ايماندارۍ کوله. د حمزه بابا فن او هنر سره هم بې کچې مينه وه او د اورګاډي دغه نوکرۍ د هندوستان په ګوټ ګوټ وګرځاوه او همداسې تر پمبي پورې ورسېده. بمبي د ډېر پخوا نه د هندوستان د فلمونو مرکز پاتې شوی، کله چې نوموړی بمبي کې وه نو ده ته هم په فلمونو کې د کار موقع په لاس ورغله کوم چې ده د خدايه غوښته. څنګه چې په پخوا زمانو کې بې غږه فلمونه وه نو حمزه بابا هم په ١٩٤٠ زېږيز کال کې په همدغو بې غږه فلمونو کې لوبګري وکړه. او په هغه ورځ يې خو لکه د زړه ارمان چې پوره شوی وي، کله چې د سلما آغا نيکه رفيق غزنوي په ١٩٤١ زېږيز کال کې د پښتو لومړني فلم ((ليلا مجنون)) د کيسې، سندرو او ډيالوګونو د جوړولو وړانديز ورته وکړ. او په همدې توګه په پښتو ژبه کې د لومړني فلم د جوړولو وياړ هم د حمزه بابا په نصيب شو. حمزه بابا ته د دغه فلم د جوړولو لپاره ٢٥٠ روپۍ د معاوضې په توګه ورکړل شوي وې. تر دې وروسته د يوسف خان او شېربانو فلم هم جوړ شو او بيا يې د پېغلې او علاقه غېر غوندې د فلمونو کيسې هم وليکلې.

 

پښتو ادب ته مخه

داسې مالومېږي چې حمزه بابا د ډېر ماشومتوب نه شاعر وه او په هماغه کم عمر يې د شعر په ليکلو لاس پورې کړی و. کله چې حمزه بابا په پينځم ټولګي کې وه نو ارواښاد مولانا عبدالقادر (د پښتو اکېډمۍ بنسټ ايښودونکی او لارښود) په اتم ټولګي کې وه. داسې وييل کېږي چې په هماغه وخت کې به حمزه بابا خپل شعرونه مولانا صيب ته د سمولو لپاره ښودل. دا خبره پخپله دا په ثبوت رسوي چې حمزه بابا د ډېر ماشومتوب نه شعر او ادب سره مينه درلوده. خو په دغه وخت کې به حمزه بابا په اردو ژبه شاعري کوله او د اردو شاعرانو لکه مرزا غالب او علامه اقبال نه ډېر متاثره وه.پښتو ادب کې د حمزه بابا شاعرۍ ته ځانګړی مقام حاصل دی. د هغه شاعري ته د زړې او د نوې شاعرۍ يو ګډون ګڼل کېږي. هغه د پښتو شعر دوديزه زړه کلاسيکه لار څارلې او بيا يې د په يوه نوي روح ورکولو سره ګډه کړې. په همدې توګه ارواښاد حمزه پښتو غزل کې نوي اندونه او نظرونه ورپېژندلي او د خپل د وخت د پښتو غزل دوران يې بشپړېدو پورې رسولی او په همدې خاطر ورته د پښتو غزل د بابا لقب ورکړ شوی. حمزه بابا د ١٣٠٠ نه هم ډېرې غزلې ليکلي دي او کليات يې په څلور ټوکو کې خواره شوي دي. خو د حمزه بابا د شخصيت رڼا يوازې غزل پورې محدوده نه ده. د حمزه بابا په نظم هم پښتو ژبه تل د ننګه غړۍ ګرځي. حمزه بابا د ٢٠٠ نه زياتې نندارمې (ډرامې) ليکلي دي چې ډېری يې د پېښور راډيو لخوا خپرې شوي دي. ارواښاد په بېلابېلو ورځپاڼو او مهالنيو کې رنګارنګې تحقيقي ليکنې او مقالې هم کښلي دي، ډېرې منظومې او نثري ترجمې يې هم کړي دي لکه د اقبالياتو او په دې وروستيو تېرو کلونو کې يې د نهجل البلاغه په نوم د ژباړې يو کتاب چې د علي رضي الله تعالی عنه تقريرونه او ليکونه دي چاپ شوی. حمزه بابا د شلو نه ډېر پښتو کتابونه او څه د لسو په شاوخوا کې په اردو ژبه کتابونه هم ليکلي دي.

 

تصوف ته مخه

حمزه بابا په ١٩٣٠ زېږيز کال کې تصوف ته مخه کړې وه او خپله به يې په دې هکله داسې وييل چې حېرت آباد ته په دغه عشره کښې راغلی وم. او پخپله نه وم راغلی راښکلی شوی وم ورته. خو چې راغلم نو داسې وه لکه چې ما خپله ورکه لار بيامونده. حمزه بابا د چشتي طريقت لاروی وه. حمزه بابا اجمير شريف ته هم په دغه زمانه کې تللی وه او د تصوف خوندونه يې ليدلي وه. د تصوف د مکتب پير يې سيد عبدالستار شاه وه او همدغه شاه صيب حمزه بابا ته د اردو په ځای په پښتو کې د شاعرۍ مشوره ورکړې وه. شاه صيب په ١٩٥٣ کې په حق ورسېدلی وه او حمزه بابا يې يادونه د تذکره ستاريه په نوم په ١٩٦٩ کې په اردو ژبه چاپ کړې وه. د حمزه بابا ادبي مطالعه ډېره زياته او پخه وه او د ادبياتو يو پوهنغونډ وه. حمزه بابا د رحمن بابا ديوان په ١٩٣٥ زېږيز کال کې اردو ژبې ته اړولی وه. په ١٩٣٧ کې پښتو ادبي ټولنه (بزم ادب پېښور) هم د شاه صيب د سيوري لاندې جوړه شوه او د راحت زاخېلي، قلندر مومند او حمزه بابا په شان ډېر غمي د همدې ټولنې غړي او مشران پاتي شوي او دا په راپورې پښتونخوا کې لومړنۍ ادبي ټولنه وه. دوی به ځای ځای په ښوونځيو او پوهنځيو کې مشاعرې کولې او په همدې توګه به يې د ژبې او ادب خدمتونه کول او د دغې ټولنې د ډېر لوړپوړو شاعرانو، اديبانو تربيت هم کاوه. داسې مشاعرې به د رحمن بابا په هديره هم کېدلې او د په لومړي ځل يې په ١٩٤٠ زېږيز کال کې د خپل د يو ليکل شوي غزل په اورولو سره د غزل د بابا تاج ترلاسه کړ. د هماغه غزل يو شعر يې داسې دی:

 

تورې سترګې مې د يار زړه ته په ځير دي  بــيــا حــبــشــو پــه کــعـبــې تـړلــی لام دی

 

د پاکستان حکومت هم د حمزه شينواري د مړينې وروسته هغه ته د هغه د کارونو په پايله کې د ‘ کړنو ولسمشريز وياړ’ جايزه ورکړه، او پښتو ته د چوپړ په پايله کې د پښتونخوا حکومت په لنډي کوتل کې د حمزه بابا په نامه يو کلتوري موزيم پرانيست.

 

د حمزه بابا فلسفه

چاپ شوي آثار

د زړه آواز

يون

بهير

پري وونی

سپرلی په آينه کې

د خيبر وږمې

ژوند او يون

د کابل سفرنامه

د حجاز په لور

د ليلا مجنون فلم او د فلم کيسه

مږې څپې

د کارل مارکس اصول د عقل په نظر

د حمزه ژوندليک

غزونې

تجليات

د خوشحال بابا يو شعر

تذکرة الستارية

انساني رڼا او پوهه

د حمزه ليکونه

غزليات (اردو)

انسان او زنده ګي

د رحمان بابا د ديوان ژباړه په اردو نظم

د علامه اقبال د جاوېد نامې منظومه ژباړه

د ارمغان حجاز منظومه ژباړه

پټهان اور توهمات

قبايل کې رسم او رواج

ژور فکرونه

ډرامې

د حمزه کليات (پينځه ټوکه)

 

دهغه په اشعارو کښې د خوشحال  بابا ،  عبدالرحمان بابا  او حميدبابا ،مير زاغالب

 

 او علامه  اقبال  الهامات هم ځليدلي دي، خو په پښتني ادب کښې ، نوى اسلوب اوسبک لري.

 

ارواښاد حمزه بابا  د فطري  ذکا ، ذوق  او نبوغ د لرلو  له لامله   پر خپلې مورنۍ

 

 ژبه  پښتو ،  اردو  انگريزۍ ، دري ، او عربي  ژبو پوره پوهيده . هغه په (1994ع)

 

 کال  کښې د  ( 87)  کلونو پر عمر مړ شو اود لنډي کوتل  په خپل کلي کښې

 

 خاورو ته سپارل شوى دى   .

 

ارواښاد حمزه بابا له (20)  ډېر کتابونو نه ليکلي ، چې ځينې  يې دادي:

 

 الف :  ادبي او هنري آثار

 

(١) د اشعارو کليات .

 

(٢) پر (نهج البلاغه ) ،علامه اقبال ، ( ارمغان حجاز ) ، (جاويد نامه ) پر کتابونو اود

 

 ( عبدالرحمن بابا ) پر ديوان علمي شرحې .

 

(٣)  د عبدالرحمن بابا پر مزار د پښتو شعرونو  اردو ترجمې .

 

(٤) د ( بزم ادب )  او ( اولسي ادبي جرگې )  سمبالول.

 

(٥) لنډې او اوږ دې کيسې _ دوه ټوکه  .

 

(٦) د ( ليلا مجنون )  ، ( پېغلې ) ، ( يوسف خان او شهربانو ) او ( علافه غير )

 

 ادبي او هنري فلمونو جوړول.

 

(٧) د سفرونو رساله .

 

(٨)  (نوې څپې) ، د خوشحال  بابا  پر اشعارو تبصرې

 

(٩) د ( نن او پرون )  تاريخي کتاب، چې د نړۍ د دولتونوددواړو جگړو په بهير کښې ،

 

 د هند په ډهلي  ښار کښې چاپ شو.

 

ب : شرعي ،  عرفاني ، اجتماعي  او فلسفي آثار :

 

(١)   ژوند _  اجتماعي او فلسفي کتاب.

 

 

(٢)  ژور فکرونه _  تصوفي او عرفاني رساله .

 

 

(٣) جلال محمد ( ص )_ شرعي   او عرفاني کتاب .

 

 

(٤) د بيت الله  حج ( سفر نامه ).

 

 

(٥) د ارواښاد شيخ  احمد سر هندي  فاروقي ( مجد د الف ثاني ) د ( مکتوبانو ) پر

 

 کتاب شرحه  او تعليق.

 

 

(٦) وحدة الوجود او وحدة الشهود _ تصوفي او عرفاني کتاب .

 

 

(٧) پر سلگونو ادبي ، تاريخي ، علمي او اجتماعي  ډرامې يې په پښتو ژبه کښې

 

  ليکلي او لوبولي  د ي. لکه: زميندار دا ډرامه حمزه بابا د راډيو لپاره وليکله، له دې

 

 نه يې علاوه د پښتو د لومړي فلم (ليلا مجنون) کيسه، مکالمه، نظرنامې او

 

 سندرې هم وليکلې، چې موسيقي يې رفيق شينواري  تياره کړې وه، احمدشاه

 

 بابا ابدالي  ، خوشحال خان بابا ، فتيح خان او رابيا گله ،  خان بهادر ، زميندار ،

 

 قرباني ، مقابله  ، ميمونه ، ژرنده گړى ، سپين  سرې پېغله  ، گومان د ايمان زيان

 

 د ى ، دوه بخيلان  د چرسيانو باچا،  د ډموښار  او نورې .

|+| نوشته شده توسط محمدنسیم ستانکزى در 2011/5/3  |
 واده په نړيوالو متلونو کې

١- د واده کولو پر مهال تر ټولو ډېره مشوره دې د غوږونو سره وکړه نه د سترګو سره  (آلماني متل)
٢ – هغه څوک چې د پيسو لپاره واده کوي، په اصل کې نوکري ته ځي. (فرانسوي متل)
۳-  د زوم تکړه والی دهغه د مټ د وړتيا پورې ده. (چينايي متل)
۴-  هغه ښځه نېکبخته ده، چې د خپل مېړه مننونکې وي. (يونانی متل)
٥-  عقلمنده يا پوهه ښځه د بې پيسو زوم سره ښه جوړيږي. (انګرېزي متل)
٦- مطيع ښځه د خاوند د زړه مننونکې ده. (انګرېزي متل)
٧- ښځه او مېړه که يو بل خوښوي نو په يوې ويجاړې ګنډوالې کې هم ژوند کولی شي. (آلماني متل)
٨ – بدرنګه او پوه يا عاقل زوم د تنبل  ښکلي زوم څخه ښه ده. (لهستانی متل)
٩-  پوه انجلۍ غريب ځوان ته د  شتمن زوړ په پرتله لوړاوی ورکوي. (اېټاليايي متل)
١٠ –چې زوم نه شولې نو د يوې شپې د خوښۍ او د عمر د بد اخلاقۍ څخه محروم شوی يې. (فرانسوي متل)
١١-  دوه ډوله ښځې شته دي، چې د يوې سره شتمن کيږي او له بلې سره دې غريبي لمن نيسي. (اېټاليايي متل)
١٢- د يو شي د اخيستلو په مهال د هغه نورو برخو ته هم ښه وګوره او د ښځې کولو په مهال د هغې (ناوې) د مور په اړه ښه پلټنه وکړه. (ازربايجاني متل)
١٣- د ښځې د پيداکولو لپاره د يوه پايزار زړول ارزي. (چينايي متل)
١٤-  تاک د ښې ځمکې څخه او ښه انجلۍ د ښې مور څخه وټاکه . (چينايي متل)
١٥-  که غواړې چې دخپل مېړه واک په لاس کې ونيسې د هغه د خېټې اختيار ونيسه.
(هسپانيايي متل)
١٦-  که چېرې ښځې وغوښتل چې د پيسو لپاره د هغې خاوند شې ، له هغې سره واده وکړه، خو خپلې پيسې ورڅخه لرې وساته. (ترکي متل)
١٧- واده د ژوندانه د مهمو او ارزښتناکو قرادادونو څخه شمېرل کيږي. (ماری آمپر)
١٨- واده د هنډوانې په څېر ده، چې کله ډېره ښه وي او کله بيخي خرابه. (هسپانيايي متل)
١٩- زر واده کول غټه تېروتنه ده او ډېر په ځنډ واده کول تر ټولو ستره تېروتنه ده. (فرانسوي متل)
 ٢٠-  واده کول او واده نه کول دواړه د پښېمانۍ سبب ګرځي.. (سقراط)
٢١-  واده د يوې جنګي نقشې په ډول ده، که په کې ډېره کوچنۍ تېروتنه هم وشي، د هغې جبران کول به نا ممکن وي. (بورنز)
٢٢-  کوم واده چې د پيسو لپاره کيږي هغه د پيسو لپاره له منځه هم ځي.(رولاند)
٢٣- واده کول تل مينې ته د پای ټکی کېښودل دي. (ناپليون)
٢٤-  که څوک د خپل ژوند د ملګرې په ټاکلو کې دقت ونه کړي په حقيقت کې يې د دوو خلکو ژوند بد مرغه  کړی. (محمد حجازي)
٢٥-  د مور او پلار ټاکنه زموږ په لاس کې نه ده،خو کولی شو، د خپل مېړه او يا هم خپلې ښځې مور او پلار په خپله وټاکو.. (مېرمن پرل باك)
٢٦-  له هغې ښځې سره واده وکړﺉ که نارينه وای نو ستاسو به تر ټولو ښه ملګری وای. (برډون)
٢٧- د خپلې ښځې سره د يو کتاب په څېر کړنې وکړی او خسته کن فصلونه يې هېڅکله هم مه لولی.ا . (سونی اسمارت)
٢٨-  د يو نېکمرغه ژوندانه لپاره سړی بايد کوڼ وي او ښځه بايد ګونګه.. (سروانتس)
٢٩-  واده کول د جنګ ته تللو څخه هم ډېر زړورتيا غواړي.(كريستين)
٣٠- د واده کولو څخه تر يو کال پورې ښځه او مېړه د يوه او بل نېمګړتيا نه ويني. (اسمايلز)
٣١د واده وړاندې خپلې سترګې خلاصې کړی او وروسته تر واده خپلې سترګې وتړی. (فرانكلين)
٣٢-  کور پرته له ښځې ګور ده. (بالزاك)
٣٣-  د مينې يوازينۍ درملنه واده کول دي. (آرټ بوخوالډ)
٣٤-  واده کول هغه پيوند ته ورته دي، چې د يوې ونې څخه يې بلې ونې ته ورکوي که هغه پيوند ښه ولګيږي نو دواړه ونې ژوند کولای شي او که بد نو دواړه مړه کيږي. (سعيد نفيسی)
٣۵-  واده کول د دريو اونيو ملګرتيا، دريو مياشتو مينه، د دريو کالو جګړه او د دېرشو کالو زغمل دي (ټن)
٣٦-  خاوند د کور (مغز) او ښځه د کور (زړه) ده.(سيريوس)
٣٧-  مينه د واده کولو سباوون دی او واده کول د مينې ماښام ده. (بالزاك)
٣٨-  مخکې تر واده مې د اولادونو په اړه شپږ نظريې درلودې، خو اوس شپږ اولاده لرم او هېڅ نظريه نه لرم. (لرډ لوچسټر)
٣٩-  هغه کسان چې زيار باسي تر څو ښځې وپيژني، يوازې به د ښځو سره په واده کولو بريالي شي. (بن بيكر)
٤٠-  د واده کولو سره نارينه په خپل تېر شوي وخت کرښه باسي او ښځه په خپل راتلونکي کرښه باسي.  (سينكالويس)
٤١- رښتيني خوښۍ د واده کولو څخه وروسته تر لاسه کيږي. (پاستور)
٤٢-  په هره توګه چې وي واده وکړﺉ،  ځکه چې  که مو ښه ښځه په برخه شي نو ډېر به نېکمرغه ياست او که مو بده ښځه په برخه شوه نو يو لوی فيلسوف به درنه جوړ شي. (سقراط)
٤٣- جنګ ته د تللو څخه مخکې ځانته دوه ځلې دعا وکړه او د جينۍ د غوښتلو څخه مخکې درې ځلې ځانته دعا وکړه. (د لهستانی د پوهانو څخه)
٤٤-  د خاوند منونکې اوسه، تر څو د هغه خوښه شې.  (كارول بيكر)
٤٥- زه يوازې د هغه چا سره واده کوم، چې لرغون پېژندونکی وي، ځکه چې که هر څومره زړېږم نو هغه ته به هغومره د منلو وړ کيږم او د هغه به خوښېږم. (آگاتا كريسټی)
٤٦-  هر څومره چې متاهلان (واده شوي) ډېر شي هغومره به جنايتونه کميږي.. (ولټر)
٤٧- هېڅ شی هم د نارينه غرور نه لوړوي،پرته د واده کولو، ځکه چې سړی تل ښځه خپل ځان پورې اړونده ګڼي. (جانسون)
٤٨-  ښځه د يوه غريب سړي سره واده کول غواړي او نه غواړي له هغه چاسره واده وکړي، چې ښه اورېدونکی نه وي. (كينهابارډ)
٤٩-  د يوه انسان اصل او نسب هغه وخت پېژندل کيږي، چې د يوې کوچنۍ مسلې پر سر ستونزه راولاړوي. (شاو)
٥٠-  کله چې د خپل واده لپاره ډېر مصرف وکړﺉ نو يوه شپه به مېلمانه خوشحاله کړﺉ خو ځان به د ټول عمر لپاره نا ارامه کړې.  (ايرلنډي ورځپاڼه چلوونکی)
٥١ – هېڅ ښځه د خدای (ج) د رضا  لپاره د نارينه سره واده نه کوي. (اسکاټلنډي متل)
٥٢ – که په قرض زوم شوې نو په خندا خدای په اماني وکړه. (الماني متل)
٥٣ – تر هغه پورې دې چې واده نه وي کړی نه شې کولای تر څو د واده په اړه خپل نظر څرګند کړې. (شارل بوډلر)
٥٤ – د واده دوام موندل يوه برخه مينه او نهه برخې بښنه ده.  (اسکاټلنډي متل)
٥٥ – واده کول د نارينه د تکامل لپاره يوه پديده ده.  (سانسګريتي متل)
٥٦ –له واده مخکی مو سترګی پرانيزیء او له واده ورسته پری کتل وکړﺉ .(حجازي)
٥٧ – واده د دوو کسانو ترمنځ هغه قرارداد ده، چې په تولې نړۍ کې د منلو وړ ده.
(مارك ټواين)
٥٨ – واده کول د و خوندونو هغه  ټولګه ده، چې د تريخوالی، تريووالی، خوږوالی او پيکه توب سرليکونه يې په خپله لمن کې رانغښتي دي. (ولټر)
٥٩ – واده کول او نه کول دواړه د پښيمانۍ لامل دي.

  رفيع الله ستانکزی   

|+| نوشته شده توسط محمدنسیم ستانکزى در 2011/5/2  |
 پښتو متلونه

الف :
ـ ابا اوبو يو وړ ، ويل ابا څه کوې چه غاړي غرونه ئې يو وړه .
ـ ابا مه ګوری ، خورجين ئې ګوری .
ـ اټنه وران سې چه امرالدين دي نارې کوي .
ـ اختر پټ مېړه نه دی .
ـ آخير عمر د خوارۍ دی .
ـ ادب له بې ادبه زده کيږي .
ـ ادب له زخمه اخيستل کيږي .
ـ آدم خان دي په خيال ګوروان درغلی دی .
ـ ارزانه بې علته نه وي ګران بې حکمته .
ـ ارمان چي وروستی عقل لومړی وای .
ـ آره آره يوم پر غاړه .
ـ اړه په اړه خلاصيږي .
ـ ازمويلی څوک نه ازمويی .
ـ ازميښت اول په کال وتلين و ، اوس دم په دمه دی . ( تلين دسالګری په معنی دی )
ـ آسان ئې نالول چونګوښو هم پښې پورته کړې .
ـ آسمان ليري ، ځمکه سخته .
ـ آسمان چي ټيټيږي ، دومره نه اوريږي .
ـ آسمان چي وريځي ښوروي باران به وکي ، کونډه چي سترګي توروي مېړه به وکي .
ـ آس ششنی ، خر رايي ، عاتره نوري بلاوي وايي .
ـ آس که ټکنی دی ميدان لڼد دی .
ـ آس ئې و هغو ته ورکړ چي د تانګ د ټرلونه وه .
ـ آس ئې په سوو ګټي ، مړونه ئې په خولو ګټي .
ـ آس دبله ، غمچينه د ځنګله چي دی ئې تيز نه کړي نو بې څوک تيزوي .
ـ اشه ښه ده که ګله ؟ مه يوه وينی مه بله .
ـ اشه اشه بابا اشه ، قاضي غلام غوندي مريی لرې .
ـ اصيل په ګدله کي ، کم اصل په ګزبره کي .
ـ اصيل ته اشارت ، کم اصل ته لغت .
ـ اصيل خطا نه لري ، کم اصل وفا نه لري .
ـ اصيل خوري نه خاوري کيږي .
ـ اصيل کوټور ، کم اصل څپړور.
ـ اصيل په جنډه کالو کي هم معلوميږي .
ـ اصيله ځان دي کچه کی ، چي پرتوګ دي الچه کی .
ـ اصيل نه ورکيږي .
ـ اصيل بې بها وي ، کم اصل بې بها وي .
ـ آغا کور نسته د بي بي څخه بېره نسته .
ـ الم نشرح هغه الم نشرح ده ، خوله د ملا عثمان غواړي .
ـ اګر و اګر سره ورته دي .
ـ امانت مځکه نه خيانتو ي.
ـ آموخته خور بلا خور .
ـ آموخته خور ښه دی که ميراث خور ؟ ويل اموخته خور .
ـ امير ئې ورکوي ، شېخ مير ئې نه ورکوي .
ـ انا مړه سول ـ تبه ئې وشلېده .
ـ انسان تابع د احسان دي .
ـ انسان تر کاڼي سخت تر ګل نازک دی .
ـ انسان نه دی ، هغه چي د حيوان څخه ګيله کوي .
ـ اوبو اخيستی زګ ته لاس اچوي .
ـ اوبه په ډانګ نه بېليږي .
ـ اوبه چي تر سر تېري سي څه يو نيزه څه دوې .
ـ اوبه چي تر غاړ ي ورسيږي ، زوی تر پښو لاندي کيږي .
ـ اوبه په کمزوري ورخ ماتيږي .
ـ اوبه د سر دپاله خړيږي .
ـ اورته خپل او پردی يو دی .
ـ اوربشي څه په ځمکه کي څه په جوال کي ؟ .
ـ اوربشي که سل منه دروپۍ شي ، دخره پکښي يو لپه ده .
ـ اور له خپلي لمني بليږي .
ـ اور او اوبه نه سره يوځای کيږي .
ـ اور او پنبه نه سره يو ځای کيږي .
ـ اوړه په اوړه ، منت ئې پر څه ؟ .
ـ اوړه يو موټ نه لري ، تنور ئې پر بام جوړ کړی .
ـ اوړه ئې د ميچني ، زامن ئې د چخني .
ـ اوړه ئې يوـت نشته شل ئې تنورنه دي .
ـ اوسپنه په اوسپنه ماتيږي ږ
ـ اوس دي ويښی کړې چي د ماشو پر وړ دي وخوړ .
ـ اوښان سره کارېدله ګېډړه هم ځغاسته چي بې پرسي ده .
ـ اوښان نه ژاړي بارونه ژاړي .
ـ اوښ په غلبېل نه دريږي .
٦٧ـ اوښ په خپلو متيازو کي ګوډيږي .
ـ اوښ په سر باری نه درنيږي .
ـ اوښ تر پله لاندي نه سي پوټېدلای .
ـ اوښ ته ئې ويل الغبندي وکه ، ده ويل په کمو لاسو .
ـ اوښه ، هر څه دي بې هوښه .
ـ اوښ ته ئې ويل! لوړ دي خوښ دي که ځوړ ؟ ده ويل دريم ئې هم بد دی چي خټي دي .
ـ اوښ ته ئې ويل لوبي وکه ، ده جړونګان له بېخه وکښه .
ـ اوښ ته ئې ويل دا مغزی دي ولي کوږ دی ؟ ده ويل کم ځای مي سم دی .
ـ اوښ دي اوسار کئ نو دي پلار کئ ـ اوښ چي ئې نته کی نو ئې اور ته کی .
ـ اوښ چي لوي بار وړي خوارک ئې ځوز دی.
ـ اوګره په تلوار نه سړيږي .
ـ اوګره ځيني توې سوله ، ويل په نصيب مي نه وه .
ـ اول اتام پسې کلام .
ـ اول ځان پسې جهان .
ـ اول حق د ګاونډي دی .
ـ اول زده کړه ، بيا کوزده کړه .
ـ اول سلام پسې کلام .
ـ اول کوه احتياط ، اوستری مه کوه پسات .
ـ اول مړانه په سيالي وه ، اوس سپيتانه په سيالي ده .
ـ اول مي نه خوړی هزارسلاخي ، اوس دخوارپلاومحتاج يم . (هزارسلاخي يو ډول ډوډۍ ده چي وېشلې هم بولي )
ـ ايلچي ته نه بند شته نه زندان

ـ اوښ پۀ بډه نه وهل کېږي .
ـ اختر څۀ پټ مېړۀ نه دی چې تېر به شي .
ـ اول ځان پسې جهان .
ـ اوبۀ پۀ ډانګ نه بېلېږي .
ـ ازمويلی بيا مه ازمويه .
ـ اوښ ليدلی ، نه ليولی .
ـ انسان له ختا سره ملګری دی .
ـ اور ته خپل او پردی يو دی .
ـ اول زده کړه ،بيا کوزده کړه
ـ اوبۀ هم د لوښي پر مخ څښلې کېږي .
ـ اور ته راغلی د کور څښتن شو .


ب:
ـ بابا حلاله ، پوخۍ مه حلاله .
ـ بابا دي خدای وبخښي مګر د سهار په لمانځه کي سُست و .
ـ بابا ګيلې کوي ، ادې پېرې کوي .
ـ پاچهان چي د اوګرې پېروی خوري وس ئې رسيږي .
ـ پاچهي پاچهانو لره ښايي ، لويي خدای ( ج) لره .
ـ باران پر تېر اوسو ، خره ئې د لړموړي يو وړه .
ـ بارونه ئې تړل ، اوښانو ژړل .
ـ بار ئې په شا نه شو وړای ، يو لرګی ئې بل پر کښييود.
ـ باغ که باغوان لري ، چغال هم خدای لري .
ـ باغ که خراپوې ، الو پکښي ږده .
ـ باغ چي پوخ سي باغوان کوږ سي .
ـ بام ئې لوړ ، کور ېې ډګر .
ـ بخت چي کوټه سي پاچهان ټکري خوري .
ـ بخت په ټنده دی نه په منډه .
ـ بد بانجڼ افت نه لري .
ـ بد په بلا اخته ښه دی .
ـ بد په سلام نه ورکيږي .
ـ بد تربور په بد ځای کي په کاريږي .
ـ بد مه راسره کوه ښه دي نه غواړمه .
ـ بد مه کوه بد به نه وينې !
ـ بده ماندينه تنګه موچڼه ده .
ـ بدی چي نه کړای بدي چاري ، بدی به چا واژه پر لاري .
ـ برج دي تر اسمانه ، سپي دي له لوږي مري .
ـ برخي ټولي ازلي دي نه په زور نه په سيالي دي .
ـ برخي وېشه مړونه ګوره .
ـ بزه په خپل ښکر نه درنيږي .
ـ بشره د انسان خوی د شيطان .
ـ بلا بيده ښه وي نه ويښه .
ـ بلا د هغه پاڅي، چي ئې ګړنګ په برېتو څاڅي .
ـ بلا پر بلا واوښته . بلا يو څه لاندي واوښته .
ـ بل ته کوهي مه کينه ، چي خپله پکښي لوېږې .
ـ بلخه بې تميزه ، لالی راغی بې کميسه .
ـ بللي خور ولي .
ـ بل من چپه شو .
ـ بنده اريان خدای پر مهربان .
ـ بنده راسه د خدای خپل سه ، لکه پر ځان داسي پر بل سه .
ـ بنده چي داد کي نو بې ياد کي ، الله چي ياد کي نو بې ښاد کي .
ـ بنده ليري موښلولې ، مرګ لار ورته نيولې .
ـ بنده و خپل عمل .
ـ بنده وتړل بارونه ، خدای کوله خپل کارونه .
ـ بوچ د اختر خلاص دی .
ـ بې دولتي د نفغقه خيژي .
ـ بيده بل بيده نسي ويښولای .
ـ بې زحمته راحت نشته
ـ بېزاره دي له خيره يم ، سپي دي در ګرځوه .
ـ بيزی په بد راضي .
ـ بې ښځي سړی ښه دی نه په کور کي همېش جنګ .
ـ بيعقل ته ئې ويل چي ونه دي په کونه کي شنه سول ، ده ويل ښه دی تر سيوري لاندي بې ناست يم
ـ بې عقل دونه په بل نه کوي لکه په ځان .
ـ بې ګودره کي ګيډيږي ، خود بې سين وړي .
ـ بې ما دي شل نه کړه

ـ بې چرګه به هم سباشي .
ـ بازخانه له بازه نه خالي کېږي .
ـ بې عمله علم ،د بې مېوې ونې پۀ څېر وي .
ـ بې قامه مقام نسته .
ـ بې وسي دؤسي نه ده .
ـ بخت يا پۀ کمڅۍ دی يا پۀ کوټۍ .
ـ برج مې جوړاوۀ ، را څه کدانه سوه .
ـ بې زحمته راحت نسته .

پ :
ـ پاړوګر د مار د لاسه مري .
ـ پاک اوسه بې باک اوسه .
ـ پټه خوله د مرکې ليوه دی .
ـ پر اخند ښوروا ډيره ده .
ـ پخوا له پخوا سره ولاړ .
ـ پر پچه وخوت کشمير ئې وليد .
ـ پر پوست سيکه نه وهل کيږي .
ـ پر خره يوه لپه اوربشي ډيري دي .
ـ پر خره سپور دی خر ئې ورک دی.
ـ پردی خر په شا زور ور دی .
ـ پردی اور تر واوري سوړ دی .
ـ پردی زوی نه زوی کيږي .
ـ پردی سپی په ډوډۍ خپل .
ـ پردی کټ تر نيمو شپو وي .
ـ پردی جنګ نيم اختر دی .
ـ پردی غم تر واوري سوړ دی .
ـ پردۍ پڼه پر پښه معلومه ده .
ـ پردۍ ښې نيمه خوا دي .
ـ پردۍ مور نه مور کيږي .
ـ پر سپي هډوکي ډير دي .
ـ پر سر دي مي زړوکی وي ، تر مخ دي زلمی وي .
ـ پر ښو تلوار پر بدو تاْمل.
ـ پر غوولي کس سندري وايي .
ـ پر کورنګ نيمن دانه ډيره ده .
ـ پر کور خواري خوړلي ښه دي ، نه د هنجي کُرت او غوړي .
ـ پر ګازره نه يم پر خرپ ئې يم .
ـ پر لڅه خېټه ئې ملا تړلې ده .
ـ پر لوړه وخيژه څار وکړه ، خلک چي کړي هغه کار وکړه .
ـ پر ملا ئې لمبول دي بخښنه ئې پر خدای ده .
ـ پر نور څه انا نه سوم ، پر خوشاو زه انا يم .
ـ پر هغه د يخدای ميلمه که چي مېلمه ئې نه وي ليدلی .
ـ پر يوه باندي چي دوه شي ، ړنا ورځ ورباندي شپه شي .
ـ پړ مي که ، مړ مي که .
ـ پړ هم يوه وراشه لري .
ـ پزپرېکړي که شرم درلودای ، د چړې نوم به ئې نه اخيست .
ـ پسرلی دی ځان اګا ه که ، ځان ته ژړه غوا پيدا که .
ـ پيشي به د اوړو جوړه کړم ، ميو به څوک کوي .
ـ پيشي ته دي خدای وزر نه ورکوي ، کې ور کۍ نو د چغوکو تخم به وباسي .
ـ پښتون نه دی چي د نوک جواب سوک ورنه کړي .
ـ پښتون له غيرته ځان اور ته اچوي .
ـ پښو پښو ارمان کاږۍ غالۍ ده .
ـ پښې هلته ځي چي زړه ځي ،
ـ پک تر پک پوري ، نو نه چي ماغزه ئې ښکاره وي .
ـ پک نه پر سر تار لري، نه په غوړو کار لري .
ـ پکه نه سر لري نه ئې په چا اويي .
ـ پکي سر په خيال کی ، چي مېړه ئې شاباز خان دی .
ـ پلار دي سپرو مړ کړ که پلو ؟ ول څه ئې کوم زما د ښې ووت که سپرو مړ کړ که پلو .
ـ پنډ ئې مه ګوره، ايمان ئې ګوره .
ـ پنځه ګوتي سره يو نه دي .
ـ پنځه ګوتي په خوله نه ننوزي .
ـ پور پر غاړه ، مېږ مرداره .
ـ پور د بدو برخه ده .
ـ پور چي تر سلو تېر شو ، وچه مه خوره .
ـ پوره ! ورک دي کړه دوه کوره .
ـ پوه سړی تر خپلي کمبلي پښې نه تېروي .
ـ په اوبو څوک نه چاغيږي .
ـ په بازيو کي تل بنګړي ماتيږي .
ـ په باغ کي الو غيم ، په کلي کي بلرغو .
ـ په بدلو څوک نه لويږي .
ـ په بل وطن کي د ښو کښت کوه تېرېږه .
ـ په پردي کور کي سل مېلمانه هيڅ نه دي .
ـ په پردي پرتاګه ځان نه پوتېږي .
ـ په پردې وطن کي ......... واچواه ترې تېر شه .
ـ په تياره کي خپل سېوری هم نه ښکاريږي.
ـ په تېر پسي ترتاب نسته .
ـ په تېرو اوبو پسي چا کره (( يوم )) نه وي وړی .
ـ په ټول بابړ يو لوړ .
ـ په جار جار دي مي ښه نسته ، ګېډه مي مړه که .
ـ په جنګ کي يو ګام د سلو کالو لاره ده .
ـ په ځنګله ئې و زېږوه ، په بازار کي ئې لوی که .
ـ په څاڅکي څاڅکي ډنډ جوړيږي.
ـ په خپلو خپل ، په پردو پردی .
ـ په خپله کوڅه کي سپی هم زمری وي .
ـ په خره ئې وس نه رسيده پر پالانه ئې راواچول .
ـ په خندا پسي ژړا ده ، په ژړا پسي خندا ده .
ـ په خواره ځمکه کي هر واښه شين کيږي .
ـ په خوله خوږ ، په کونه کوږ .
ـ په خوله لااله ، په زړه غلا .
ـ په دوبي چېري وې چي په ژمي سېوري کوې .
ـ په دنيا باور مه کوه ، ګاهي لوړ ده ګاهي ځوړ .
ـ په درنو دروند په سپکو سپک .
ـ په ډيری کې خوره ، په لږ کې وېشه .
ـ په ډيرو ليوني خوشحاله د ي.
ـ په رنګ ښايسته ، په عمل خواره خسته .
ـ په ړنديانو کي چپک اغا دی .
ـ په زحمت پسي راحت دی .
ـ په زهيرو زړو ګوتي مه واهه .
ـ په ژرنده کي دي شپه شه د زوم کره دي مه شه .
ـ په سات کي تل خوابدي پېښېږي .
ـ په سپکو سپکتيا ، په درنو ددروند تيا .
ـ په سپين سر ، مزل پر سر .
ـ په سپي زوی ، تل پلار ښکنځلی وي .
ـ په ستړي مشي د چا څه شي ، زړه ئې ښه سي .
ـ په سترګو ګوري ، په زوی لوړي .
ـ په سړو کي توپير دی ، څوک لعل دی څوک کوټ کاڼی .
ـ په سلو وهلی ښه دی ، نه په يوه پړ .
ـ په شلومبو که چاغېدلای ، غړکه به چاغه سوې وای .
ـ په شيدو سوی مستې پوکي .
ـ په شمله دي شوم غلطه ، کور ته چي دي راغلم يوه اوښه بله کته .
ـ په ښادې دي ښاده نه شوم ، په غم دي تور تلبه وسو م .
ـ په ښه پردي خپليږي ، ابراهيم د بدو چاري کړي خپل ئې پردي کړل .
ـ په غرمو ئې وګټه ړ په سيوري ئې وخوره .
ـ په غرمه کي اور بليږي . سورنا چي ورته رقصيږي .
ـ په غم پسي ښادي ده .
ـ په غمو کي د انا غم غيم .
ـ په غوجل کي چي يوه ومېژله ، رنګ ئې د ټولو بد کړ .
ـ په کام پسي ناکام دی .
ـ په کډؤ کي ئې ډبره اچولې ده .
ـ په کولمو کی ئې خواړه وچ ، خبري د غورمچ . ( الغوچ )
ـ په کور کي يو ټک دارو نه لري ، پر ځان ئې نوم غمباره ايښی دی .
ـ په کور کي نه کوک نه پياز ، ارږی د وازګو .
ـ په ګرځېدو نه مري ، په کښېنستو مري .
ـ په ګورم کي ئې غوا نه درلوده ، د ګوروان سر ئې مات کړ .
ـ په ګوړه ويلو سره خوله نه خوږيږي .
ـ په ګوښه کي هم ځوانان شته .
ـ په ګېډه کې فرزند ، نوم ئې ارجمند .
ـ په ګېډه مي شوتل دي ، په ملا مي توره سپر دي .
ـ په لنګو مېږو کي ازان وکی .
ـ په ما او تا چي روږ دی ، که سل واره نر سونه مو پريږدی .
ـ په مځکه کي سيوری نه لري ، په اسمان کي ستوری .
ـ په ناسته غُمبر نه کيږي .
ـ په نن پسي سبا سته .
ـ په وهلو څوک نه سميږي .
ـ په هر شي کي ښه او بد شته .
ـ په هغه دي خدای مه واهه چي وهل ئې نه وي کړي .
ـ په هغه وياله کي چي اوبه تللي وي بيا به راسي .
ـ په هندوستان کي ئې ګټي ، په جوره ګلي ئې بايلي .
ـ په هر غار ګوتي مه منډه ، پسات به در وسي .
ـ په يوه استنجاء لمونځ نه کيږي .
ـ په يوه چپلاخه د سلو مخ خوږيږي .
ـ په يوه ګل نه پسرلی کيږي .
ـ په يوه ځين کي دوه کسه نه ځائيږي .
ـ په يوه لاس کي دوه هندواڼې نه اخستل کيږي .
ـ په يوه موزه کي دوې پښې نه ځائيږي .
ـ په يوه ودانه ، په دوهم بېرانه ، په دريم ډګ ډګنی .
ـ پياز دي وي په نياز دي وي .
ـ پيا څه کوم ، نياز ئې څه کوم .
ـ پېټ نسته ، شرم وغره ته ختلی دی .
ـ پېري ته غزنی څه دی .
ـ پير که خس وي ، د مُريد بس وي .
ـ پير نه الوزي مُريد ئې الوزي .
ـ پيل که مړ سي ، يو زنګون اوبه ئې لا په نس کي دي .
ـ پيل چي ژوندی وی يو لک دی ، چي مړ سي دوه لکه دی .
ـ پيل تلی ، تلی پر پکی ودرېدی

ـ پر اوښ به سپور يې سپی به دې وخوري .
ـ پۀ يوۀ ګل نه پسرلی کېږي .
ـ پۀ جنګ کلي نه کېږي .
ـ پښه خپله پڼه پېژني .
ـ پۀ شرم دې هغه وشرمېږي ، چې پرې پوهېږي .
ـ پښې له بړستنې سره سمې غزوه .
ـ پور چې ځنډنی شي ،خوردنی شي .
ـ پۀ يوه پڼه کې دوه پښې نه ځايېږي .
ـ پړ مې کړه ، مړ مې کړه .
ـ پۀ شيدو سوی ، مستو ته ورپوکي .
ـ پلټونکی پيداکوونکی دی .
ـ پياز دې وي ، پۀ نيازدې وي .
ـ پۀ حلوا،حلوا ويلو خلۀ نه خوږېږي .
ـ پر ملايي لمبول دي ، بښل يې پر خدای دي .
ـ پلار ګټلې پر زوی اسانه دي .
ـ پردی کټ تر نيمې شپې وي .
ـ پۀ پښتو کې به پښتۍ ماتوې .
ـ پۀ منډه نه . پۀ ټنډه ده .
ـ پټکی چې له سره ولوېږي ، او پر وږو تم شي هم نه دی لوېدلی .
ـ پۀ خنزيرانو کې هغه ښۀ لا کوم وي ؟
ـ پۀ تيارۀ کې هرڅوک ډارېږي ، څوک نارې وهي ،څوک يې نه !
ـ پز پرې کړي که شرم لرلای ، دچړې نوم به يي نه اخيست .

ت :
ـ تارو وخوړه کهۍ ، که ئې دا کهۍ په زړه وه بيا به نه ځي په غدی .
ـ تارو يو مرغه دی ، چي چا ونيو د هغه دی .
ـ تازيان چي هوسۍ وهي د هغو خولې توري وي .
ـ تازي چي تر تازي پاته شو لکۍ ئې غوټه پرې که .
ـ تر اوبو د مخه ګاولي مه کاږه .
ـ تر باغ ئې مورۍ لو ده .
ـ تربور ته بې وروره مه سې ، ورور ته بې زويه ، پلار ته بې موره .
ـ تر بېکاري ، بېګاري ښه ده .
ـ تر بې عقل خپل ، هوښيار دښمن ښه دی.
ـ تر بېکاره کښېنستل لور زېږول ښه دي .
ـ تر پردي زوی خپله لور ښه ده .
ـ تر پښو لاندي مځکه مه ګوره ، ليري واټن ګوره .
ـ تر تياره برخه مه تېريږه .
ـ تر خوښ نس را پېښ .
ـ تر خوړلي لا اميد ښه دی .
ـ تر دې ئې تېر ، هغه نور ئې ستا ګنډهير .
ـ تر رمې ئې سپي ډير دي .
ـ تر زرين پوښه پياده ، د غوايي سپور ښه دی.
ـ تر سړه ګټه ترت تاوان ښه دی ږ
ـ تر کورني سړي ، ګښته خر ښه دی .
ـ تر شير ئې په ښوروا خوشحاله دی .
ـ تر مز ئې شکردانه ډيره ده .
ـ تر مړه زمري ، ژوندی ګېډړ ښه دی .
ـ تر مور او پلار خوږې ، راکښېنه که ورجي غوښي خورې . ( مراد د مخاطب څخه ماندينه ده )
ـ تر ناپوه دوست ، هوښيار دوښمن ښه دی .
ـ تر نکه ئې وپوهېدې؟ ډير دي .
ـ تر ورخ چي اوبه تېري شي ، بېرته نه را ګرځي .
ـ ترور نيمه مور .
ـ تروری تروری ، موږ به سره جوړ سو ستا ئې پاته مخ توری .
ـ تر وېش ئې په چور خوشحاله دي .
ـ ترياکي دوه په ايکي .
ـ تر يوې خرما دوې وڅکي ښې دي .
ـ ترهېدلی خو ترهېدلی دی ، نو ښه پسي چغي که .
ـ تږی په خوب اوبه ويني .
ـ تږی سپی ئې پر کور نه اوبيږي .
ـ تشه لاسه دښمن مي ته ئې .
ـ تښتي له سېرلي ، غول کړي په زمري .
ـ توبه د مړو خالي ده . ( توبه ، د يو علاقې نوم دی د قندهار په جنوبي سرحد کي )
ـ توپکه مه د ي خوله سه ، مه دي کونه .
ـ تو ، په شونډانو کيږي .
ـ توتکۍ وای بې ازاره ده ، ويل د ځمکي د چنجيانو وپوښته .
ـ تور په توره شپه اخله ، چي سور وينې سين مه اخله . ( مراد ځيني غوا يا غوايی دی دا د بزګرو متل دی )
ـ تور د تور دی ، ژيړ د نجنو دی .
ـ تور سپی د اوزګړي په بيه خرڅېږي .
ـ توره کښلې ، کونه کښلې .
ـ توره په اصيل والي غوڅه کوي .
ـ توري نور ځوانان وهي ،منصب سدو وخوړی .
ـ توري چرګي سپيني هګۍ اچوي .
ـ توزنه هيله د خدای د کرمه وتلی ده .
ـ توکل نر دی ړ اندېښنه ښځه .
ـ توکلي ناړي خولې ته بېرته نه اخيستل کيږي .
ـ ته څه سخندر سخندر لرې ، چه نه اورې نارې .
ـ ته ښه سړی ئې د پلار دي دامانه کړی .
ـ ته کښته سه ، آس ماته راکه .
٧ـ ته مي بزې واهه ، زه به دي روژې واهم .
ـ ته هم اسيوان زه هم اسيوان ، ته واماته واغزل ووايه .
ـ تېغ په جوهر خوارک کوي

ـ توکلې ناړې بېرته نه اخيستې کېږي .
ـ تماشبين د نښې منځ وولي .
ـ تور بانجان بلا نه وهي .
ـ تر چاړۀ لاندې هم ساه سته .
ـ تر ورخ تېرې اوبۀ بېرته نه راګرځي .
ـ تيږۀ راځي ،راځي دخوار پر سر لګېږي .
ـ تۀ زما دارو ، او زۀ ستا دارو !
ـ تر بې عقله دوست هوښيار دښمن ښۀ دی .
ـ تورۀ وکړه ، توره پخپله چغې وهي !
ـ تربور مړ کړه ، لمر ته يي مه اچوه .
ـ تربور مړ ګڼه ،پړ يې مه ګڼه .
ـ تقدير پۀ تدبير نه بدلېږي .
ـ تر وزګار بېګار ښۀ دی .
ـ تر وژلي ورور پرې ايښې ګومل ښه ده .

ټ :
ـ ټر ټر دادي خاني ده ، خوراک دي نالبکی ده ، ستاګوز ته ارباني ده .( ګوز څه مراد کبر او لوی خبري دي )
ـ ټمبه ته يو باد هم غنيمت دی .

ج :
ـ جار دي سم ګوته دروړم .
ـ جار دي سم روپۍ ، چي هم سپر ئې هم ګدۍ.
ـ جت مي تک تور ، نه ئې عيب سته نه پېغور .
ـ جع پر غاړه او جغ غواړه .
ـ جفا مرګی ښه ده ، نه بې اتفاقي .
ـ جنګ په وسله ، ننګ په غله .
ـ جنګ پر خاوره ښه دی ، نه پر شېدياره .
ـ جنګ پر شيدياره ښه دی ، نه پر خاره .
ـ جنګ جنګي کوي ، ننګ ننګي .
ـ جنګ چي نه کوې ډبره لو اخله .
ـ جنګ سوړ سو ، ميری تود شو .
ـ جولا سوی نه ئې ، بيا نېچې غلا کوې .

څ :
ـ څيراغ چي ئې په کور کي لګيږي و صحرا ته څه حاجت دی .
ـ څمڅه په ځان غره سوه ، چي په دې اوګړه سړه سوه .
ـ څنګه وي هغه سياه بخته ، چي څلويښت ورځي نه وي نيک بخته .
ـ څوری څه په څنګ څه په نس.
ـ څوک چي لاس درپوري بند کي مه ئې غوڅه وه .
ـ چوک چي بيده وي ، مېښه به ئې نرګټی زېږوي.
ـ څوک مه واهه په ګوته ، تابه نه ولي په لوټه .
ـ څوک وائې چي زما د غړيکي خوند بد دی .
ـ څوک وائې څه وخورم ، څوک وائې په چائې وخورم .
ـ څونه چي خرګی ، هغو نه ئې بارګی .
ـ څو ئې ونه شاربې کوچي نه کوي .
ـ څه توره تېره وه ، چه انا ورسته وه .
ـ څه خوره ، چه پرېږده .
ـ څه چي په کټو کي وه ، هغه په څمڅۍ کي ښکاري .
ـ څه دي کول ،چي پلار او نيکه دي کول .
ـ څه راوړه ، څه به يوسې .
ـ څه زه بد وم ، څه دښمنانو لاس راپسي تکوهل.
ـ څه ژرنده پڅه وه ، څه غنم لانده وه .
ـ څه لاس تر مينځ ، څه غر .
ـ څې کوې ، چي نې کوې

ـ څلاکه مرغۍ پۀ غبرګو پښو نښلي .
ـ څۀ چې کرې هغه به رېبې .
ـ څۀ غنم لاندۀ وو څۀ ژرنده پڅه .

ځ :
ـ ځان دي وخوری نوکری ، چي په لږ و ډير لری .
ـ ځان ته ښه وائې ښه نه کړي ، داڅه وائې دا څه کړي .
ـ ځانه ! خپله ځانه ! .
ـ ځنګل چي اور اخلي ړ وچ او لانده ګرد ه اور اخلي .
ـ ځوان پر غړي زوړ پر لري

ـ ځان ساتلی ښۀ دی ، دښمن وژلی ښۀ دی .
ـ ځمکه هغه سوځي چې اور پرې بلېږي .

ح :
ـ حيادار حيا کوله ، بې حيا ويل زما څه بېريږي .
ـ حال منصور وايه چي سر ئې په دار شو .

چ :
ـ چا په کلي کي نه پريښو، ده ويل اس مو د ملک کره وتړۍ .
ـ چا په ورا کي نه پرښو . ده ويل د مخ اوښ زما دی .
ـ چاپه قافله کي نه پريښو، ده ويل د مخ اوښ زما دی .
ـ چاړه چي د سرو زرو سي ، څو ئې په نس کي نه و هي .
ـ چا مونده ، ما مونده .
ـ چرت ئې واهه خورجين ئې بايلو .
ـ چرسي زوی نه زوی ، تارياکي دوه په ايکي .
ـ چرګ په تالې کي ګوره .
ـ چرګ دی يم حلالوه مي مه .
ـ چرګ پر ډيران مه ګور ه ، پر کاسه ئې ګوره .
ـ چرګ چي غټيږ ي ، کونه ئې تنګيږي .
ـ چرګ چي ځوان شي پر بام ورو ورو ځي .
ـ چرګ پر پرديو غوړو مست وي .
ـ چرګه مي ناجوړه ده بهانه مي ورته جوړه دي .
ـ چرګه چي ببره شي ، دا هم بد جناور نه دی .
ـ چرګ د مالګي په څکلو څه پوهيږي .
ـ چغال ته الو نه رسيده ويل دا تروه دي ، چغال پر نعمت شکر کښه چرګ ئې د خولې ووت .
ـ چه اړ سې ، و خره ته وای بابا .
ـ چي اوبه وي تېمم ته څه حاجت دی ؟ .
ـ چي اوسې په خوی به د هغو سې .
ـ چي بابا ژوندی و ، د ادې په لاس کودی وو .
ـ چي بابا ژوندی و ، هلته ادې ادې وه ؟ .
ـ چي ايمان وي مرګ څه دی .
ـ چي باد نه وي وني نه ښوري .
ـ چي باجوړ دي نه وي خوړلی ، بد مه پر وايه .
ـ چي باد وي د پاسه ، باران ئې سم دلاسه .
ـ چي باد ئې وي د کښې ، وريځي ځغلي لکه بزې .
ـ چي بابړ ئې زما په کتاب پړ ئې .
ـ چي بخت ئې تور سي دښمن ئې د پلار کور سي .
ـ چي بد ګرځي ، بد په پرزي .
ـ چي بد کوي ، بد به مومي .
ـ چي بد غواړي ، پر بدو به واوړي .
ـ چي بې ملو ځي ، تور ما بې پر اوږو ځي .
ـ چي فال ګورم ښه راځي ، چي يار ګورم نه راځي .
ـ چي درانه بارونه وړي ، خوراک ئې ځوز دی .
ـ چي اومه کاکونه خوري ، خوراک ئې ګوز دی .
ـ چي پردۍ لور ته ئې طمع سي ، يو من غوښه ئې کمه سي .
ـ چي پر لوړه ګرځي ، پر ژوره پرزي .
ـ چي پر کوي منډک دي ، يووې ، نودی په غووې .
ـ چي پلار ئې وز نه وي ويشتلی ، مور ئې غوز نه وي ويشتلی .
ـ چي پوڅی خورې ، متار به سهی .
ـ چي په جنګ کي ................. غوړي ، نوم ئې سدو دی .
ـ چي په ځان کي ويني ، په جهان کي ويني .
ـ چي په پټه وي ، په ښکاره لنګيږي .
ـ چي په ناز لويږي ، په زيار زړيږي .
ـ چي په خره دي کار نه وي ، اشه مه ورته وايه .
ـ چي په خپله ئې وخورې غول به سي ، چي بل ته ئې ورکې ګل به سي .
ـ چي په مرګ ئې ونيسې ، په تبه به راضي شي .
ـ چي مېلمه ئې سوړسک خوري ، کوربه به څه خوري ؟ .
ـ چي په ډير ئې واخلې ، په لږ ئې مه خرڅوه .
ـ چي په ډله کي دوست نه وي ، مه پکښي کښېنه .
ـ چي په ډير حرص ئې غواړي ، هغه کم خوري .
ـ چي په زور ورسره نه وي برابر، د هغو د څنګه نه کښېني زړه ور .
ـ چي په کور کي غوړي مومي ، ليونی به غرو ته درومي .
ـ چي په نيمه شپه بېدار ئې ، که غل ئې زما يار ئې .
ـ چي پيلان کوي ، پيلخانې به هم کوي .
ـ چي پيلان لرې ، دروازه به لوړ ي ايږدې .
ـ چي تا وکړل ، ما وريبل .
ـ چي تر ملکه دي کړه ، نو دي ورکه کړه .
ـ چي ته راځې له هلکه ، زه په څلور مړونه وکم .
ـ چي تيار وي ، هغه يار وي .
ـ چي تېرسو ، هغه هېر سو .
ـ چي چرګ نه و ، آذان چا کاوه .
ـ چي چنګښي وای کور_ نرکی وای مقر .
ـ چي چنګښي وای غار ، ترکی وای کندهار .
ـ چي څوک دي ونه پوښتي مه ګډيږه .
ـ چي څه درپوري وينم ، ګوړي غوندي دي وينم، چي څه نه درپوري وينم ، هرګز دي نه وينم .
ـ چي ځوان وم د هري چټي يار وم ، چي زوړ سوم د خواري خواري پروړ سوم .
ـ چي حيا مي ځني نسي څه بلا مي ورته نسي .
ـ چي حج حج لرې ، يوخت به حاجي سې .
ـ چي خان ئې په ياران ئې ، چي ياران نه وي توري خاوري د بيابان ئې .
ـ چي خاوند ئې لېټۍ خوري د سپو بې څه احوال وي ؟ .
ـ چي خبر سي بې اثر ، ترينه پټه خوله بهتر .
ـ چي خدای ئې ورکوي ، پټل ئې يار دی .
ـ چي خدای کوي ، هغه به وسي .
ـ چي خر نه لري ، خر نه ارزي .
ـ چي د اختر کالي دي دادي ، د لو دا به دي کم وي ؟ .
ـ چي د هلکه وفا غواړې ، لکه د خره چي کيميا غواړی .
ـ چي د بنګو بټل زدوئی ، اخير به بنګي سي .
ـ چي د بل مور بوره وي ، ستا به هم بوره کي .
ـ چي د جان سي تر سر تېره ، خدای دي نه کي دا نا بوده دنيا ډيره .
ـ چي د ګېډري په جنګ وزې ، تايه د زمري نيسه .
ـ چي د ملا غواړی ، خدای دې نغاړی ، چي و ملا ورکي خدای دي ورکي.
ـ چي در ئې نه کړم ، ازار دي پر څه کړم ؟ .
ـ چي درومې څه به مومې.
ـ چي دود نه وي هلته سود نه وي .
ـ چي د ړندو پر کوڅه راسې ، پر يوه سترګه لاس ايږده .
ـ چي دي نه وي دردمونده . در به نسي پر تنګسه :
ـ چي ډب نه و يادب نه وي .
ـ چي ډول دي وي په څنګ ، دوهلو دي څه ننګ .
ـ چي ډير وايي . لږ خيژي .
ـ چي ډيری سي ، مرداری سي .
ـ چي راځي د بل د کوره ، پرتابه شپه سي تکه توره .
ـ چي زر وي . زاری د کمه ده ؟ .
ـ چي زړه خوږيږي ، له ړندو سترګو هم اوښکي راځي .
ـ چي زما پر مينه نه وي ، هغه واړه ښه سړي وي .
ـ چي زما په ډوډۍ مست سي ، هغه زما دمور مېړه سي .
ـ چي زما سره ځي ، تل به توري وڅکي خوري .
ـ چي زيار کاږي ، ګټي د هغو دي .
ـ چي ژرنده ئې ګرځي ، بلا ئې پرځي .
ـ چي ژوندی وم ښه مي غواړه ، چي مړ سوم مه راپسي ژاړه .
ـ چي سپی د دنيا نه سي ، ددنيا خاوند به نه سي .
ـ چي ستا د کوره راځي ، په غلبيل کي دي راځي .
ـ چي ستړی نه سی ، موړ به نه سی .
ـ چي سر وي خولۍ ډيري دي .
ـ چي سر دي نه خوږيږي داغ مه پرايږده .
ـ چي سره ونه مېژې ، سره به ونه ګټې .
ـ چي سوی تر پلو ده ، تازي ته غول ورغله .
ـ چي شپه ئې ترمينځ وي د هغي ببلا مه بېرېږه .
ـ چي شل ګله ورکې ، درې ګله ورنه کې ، ګل بې نه کې . ( ددې څخه مطب ښځه ده )
ـ چي ښه هلته دي شپه .
ـ چي طلب ئې کوې پرپېښ به سې .
ـ چي عقل نه لري ، پر کور بې تل غم وي .
ـ چي علي درسره مل وي خطر نسته .
ـ چي غل نه ئې د پاچا مه بېرېږه .
ـ چي غل نه تښتي ، مل دي وتښتي .
ـ چي غواړې ئې ، پروا بې وړې .
ـ چي غوټه په لاس خلاصيږي ، حاجت غاښ ته نشته .
ـ چي غورځي هغه پرزي .
ـ چي کوچنی وي پر پښو ځي ، چي لوی سي پر اوږو ځي .
ـ چي کوچنی ونه ژاړي ، مور تۍ نه ورکوي .
ـ چي کرې هغه به رېبې .
ـ چي کلی په نامه لري ، يو خوی تر نور ښه لري .
ـ چي کور پر غره لري ، هم نوي هم زاړه لري .
ـ چي ګړنګ مي څڅېده ، چي خدای راکړي ستا ئې څه ؟ .
ـ چي لری دی لری ئې ، لړی دی لړی ئې .
ـ چي لږ خوري هغه تل خوري ، چي ډيره خوري هغه ګنډير خوري .
ـ چي لو کونه وينې ځني ځغله .
ـ چي لوی غاپي ، کوچنی تراپي .
ـ چي له مازيږي ، بلا زيږي .
ـ چي له خدايه پټه نوي ، د بندګانو ئې ولي پټوې .
ـ چي د ياره وائې ، دځانه وايي .
ـ چي مربی لری ، مربا خوره .
ـ چي مړونه وي هلته کورنه وي .
ـ چي مړ سو هغه پړ سو .
ـ چي مشر ئې ساوڼ وي ، لښکر ئې ګوزاوڼ وي .
ـ چي مشر ئې وي سپی ، د کشر ئې څه کمی .
ـ چي مشر ئې غمبر وي ، اختر بې ماذيګر وي .
ـ چي ملا وائې هغه کوه ، چي ملا کوي هغه مه کو ه .
ـ چي مور دي نه وي په پلرګنۍ ، ورې ولي ځې ليونۍ .
ـ چي مور لري ادکه ، په صفت به ئې واده که .
ـ چي مور ئې بټياري وي ، زوی ئې نه فتح خان کيږي .
ـ چي مور مېره سي ، پلار پلندر سي .
ـ چي مېښه زهيره وي ، کټی ئې واهه .
ـ چي نغده دي وليدل څنګه دي وخندل .
ـ چي نه کوي حبيب ، څه به وکي خوار طبيب .
ـ چي نه کار په هغه دي څه کار ؟ .
ـ چي نه دي وي د موره داسي مه وايه چي وروره .
ـ چي نه خوری د باغه ، غم به ئې پر څه خوری غرمساغه .
ـ چي نسې تلای وابه دي خلم ، چي نه ځې څه دروکم .
ـ چي نه دي وي له ملا ، داسي مه وايه اغا .
ـ چي نه لري هلک ، هغه کور دتېغ لايق .
ـ چي نه لري سړ ي، نه دي کورت خوري نه غوړي .
ـ چي نه غواړم ، هغه مه راپېښوې .
ـ چي نه لرې پنګه ، مه کښېنه د چا د څنګه .
ـ چي نه مرم لابه واورم .
ـ چي نه دي وي د پښته ، دهغو کسانو تښته .
ـ چي نه پوهيږي د هغه دوې برخي .
ـ چي چي نواله خوري جاناز به وهي .
ـ چي نه منې د يار پندونه ، لاس به نسې پر سرونه .
ـ چي نه ځيني خلاصېږې ، بړ بړ پر ورځه .
ـ چي نوای د خدای زرونه ، د هر چا پس وه خپل کورنه .
ـ چي واورې وايه ، چي ووينې مه وايه .
ـ چي وخت د ښکار سي تازي ، اسهال سي .
ـ چي وخت د ختمې سي ، د يتيم پزه ويني سي .
ـ چي وخورې د نر لغته ، داسي به کښېنې لکه اورته .
ـ چي ودي نه پوښتي ، مه ګډيږه .
ـ چي ورور ئې نه کې ، پر ....... به ئې نه کې .
ـ چي ولاړ سې تر بلخه ، درسره ده خپله برخه .
ـ چي وويشت نه سي ، خبر به نه سي .
ـ چي وې غواړي په خوله ، نو خورې به ئې په څه ؟ .
ـ چي هوږه ونه خوري د خولې ئې بوی نه ځي .
ـ چي هوس دی ، دغونه بس دی .
ـ چي يو لور ئې تر ملا وي ، می ځني رغوه .
ـ چي ئې ياد کړې په وړکتوب ، هېربې نکړې په زوړ توب .
ـ چي يو واهم ، بل په رنګيږي .
ـ چي ئې زده کړې پر پېکی ، هير بې نه کړی پرنګښی .
ـ چي زده د کميس غاړه ، هغه ئې خوري په لکه غاړه .
ـ چي ئې زده د کميسه غاړه ، هغه بيا کله شړلې ولاړه .
ـ چونه انا راوبولی ، چي سر ئې په کټو کي پرې کي .
ـ چيري دي واهم ، چيري دي باسي .
ـ چيري هېډو ، چيري ګېډو ، راځه چي سره ځو .
ـ چيري ...... ، چيري څنګل .
ـ چيري چي ډنګ سي ، د ابۍ کودی تر څنګ سي .
ـ چيري کلاله ګوره ، خو خپله سياله ګوره

ـ چې چېرې ښه ،هورې شپه .
ـ چې مړ شي ، هغه پړ شي .
ـ چې زوړ شي ، څۀ ترې جوړشي .
ـ چې درومې ،څۀ به مومې .
ـ چې ښار وران شي شادوګان هم پۀ کې لوټې وولي .
ـ چې مدعي له کوره نۀ وي ، خونه يي توره نۀ وي .
ـ چې اوسې پۀ خوی به د هغو سې .
ـ چې نۀ وي آدم خان ،تل به يي مري اوښان .
ـ چې څنګه مخ ،هماغسې څپېړه .
ـ چې عقل يې کم ورکړ ، تل يې غم ورکړ .
ـ چاړۀ که دز رو شي هم پۀ نس نه چوخېږي .
ـ چې ځې ،ځې ابازو له به راځې .
ـ چونګښه له ماره سره تله ، پۀ منځ دوه ځايه سوه .
ـ چې چېرې ډب وي ،هورې ادب وي .
ـ چې راشي قضا ړندې شي بينا .
ـ چې يارانه پۀ شفتالو شوه ، نو بيا ګرانه ده .
ـ چرګ دې يم خو حلالوې به مې نه .
ـ چې پۀ ما پسې سپره سې ، بيا زما پۀ وينو سره سې !
ـ چې خوب درشي بالښت نه غواړي ،چې زړۀ مئين شي ښايست نه غواړي !

خ :
ـ خانده خانده ، ښه کور دي اوډلی دی .
ـ خان صاحب ! يو تار ورېښم نه خوړ ، لس زره روپۍ ئې وخوړلې .
ـ خاوره د خُسر د ګوره اخيستل کيږي .
ـ خبر د خدای لپاره ، لوړ د ورور له پاره .
ـ خبره تر خبري پوري ياديږي .
ـ خبري کي افغانې کوي ، نې پلار نه ېې ادې کوي .
ـ خبري زده که بيا ئې وکه .
ـ خبري ډيري ، سر ئې يو .
ـ خبري ښې کوې . لکۍ ئې کږې کوې .
ـ خپل سر په خپله نه خريل کيږي .
ـ خپل عمل د لاري مل .
ـ خپل عېب د اوږو مېنځ دی .
ـ خپل که دي مړ کي ، ولمر ته دي نه غورځوي .
ـ خپل کور ، يا خپل ګور .
ـ خپل پر تنګسه په کار دی .
ـ خپل دا په نس ، دبل دا په وس .
ـ خپل بدي وژړوي ، پردی به دي وخندوي .
ـ خپل به ازار سي بېزاره کيږي نه .
ـ خپل دا مي خپله کې ، که د بل دامي هم خپله کې .
ـ خپل ځان د ي ساته ، بل ته مه وايه چي غله .
ـ خپل مال تر سترګو لاندي ښه دی .
ـ خپل وطنه ، ګل وطنه .
ـ خپل خپل ، پردی په ډيرو نارو خپل .
ـ خپل خپل وپېژنه ، پردی پردی .
ـ خپله خوله هم کلا ده ، هم بلا .
ـ خپله پښه ، خپله پڼه پېژني .
ـ خپله خوله په بل نه وچيږي .
ـ خدای د کراری مل دی .
ـ خدای د ناروا ؤ مل نه دی .
ـ خدای په ريشتيا خوښيږي.
ـ خدای دحق ملګری دی .
ـ خدای شړلی نه سميږي .
ـ خدای وهلی د خلګو نه شرميږي .
ـ خپله لاسه ګله لاسه .
ـ خدای د ناروا ملا نه تړي .
ـ خدای دي په هغو پوښته چي لري ئې .
ـ خدای او مړو سره وپېژانده ، خو مړونه او مړونه نه سره پېژني .
ـ خدای دي هيڅوک داسي نه که ، چي خپل درنه که د بل سپکه .
ـ خدای يو دی ، روزۍ ئې ډيري دي .
ـ خدای چا ليدلی نه دی پر صنع اوقدرتو ئې پېژني .
ـ خدای خبر دی ، چي تره کاپر دی .
ـ خدای او پاچا ئې راکوي ، شيخ مير ئې نه راکوي .
ـ خدايه لوی مي کې ، لويي را مه کې .
ـ خدايه لويه ! ما وساتې بې زويه .
ـ خدای وائې ته حرکت کړه ، زه به برکت کړم .
ـ خرابه ښځه د بل ده .
ـ خر پر لار که ، خپله چار که .
ـ خر پلار که ، خپله چار که .
ـ خر په پالانه نه درنيږي .
ـ خر په اته ، کوټې ئې په شپېته .
ـ خر په وهلو نه آس کيږي .
ـ خرپه غره کي بوعلی دی .
ـ خر په سبا څه خبر .
ـ خر نه دی کچر دی ، په پوري د خره سر دی .
ـ خر چي تر خره پاته شي ، غوږ ئې پريکه .
ـ خر چي پردانه مړ سي شهيد دی .
ـ خر چي تر مکې ولاړ سي هغه خر دی .
ـ خر دباره سره خوري .
ـ خر که مري ، ديګان به وړي .
ـ خر له باره ولوېدی ، دګوزو ونه لويده .
ـ خر وځان ته حيران و ، خاوند ئې بار ته .
ـ خرې موري ، خوږې موري .
ـ خر هغه دی ځل ئې نوی دی .
ـ خره ته دي خدای ښکر نه ورکوي ،که ورکي د غويو نسونه به څيري کي .
ـ خره ته ئې ويل زوی ته وشو ؟ ده ويل څه ئې کوم هغه به خپل بار وړي ، زه به خپل .
ـ خره ګله که ، بيا ګله که .
ـ خلګ په ليوني پوري خاندي ، ليونۍ په خلګو پوري .
ـ خوار چي خوار سي ، باک ئې نشته .عزيز کرده سړی چي خوار شي تل دي ژاړي .
ـ خړ سپی د شرموښ ورور دی .
ـ خوار په خپله خواري نه شرميږي .
ـ خوار تلتک نه درلوده ، چي پيدا ئې کړ ، تر غرمې پکښي پروت و .
ـ خوار کبرجن د خدای دښمن دی.
ـ خوار خدای کړې ، سپی چا کړې ؟ .
ـ خوار سو ، د ټره ونه لويده .
ـ خوار سړی ، ابلک ئې سپی .
ـ خوار کبرجن ، زوړ زناکار خدای نه بخښي.
ـ خواره وږې ، څه به وخورې د سوي دسبزی .
ـ خواره بازاري ، هغه ته هغه خواري .
ـ خواره سې مکاري . چي هم جنګ کوې هم ژاړې .
ـ خواره کی هغه مينځه ، چي د مينځي کونه مينځي .
ـ خواره سې چرګي . چي له خياله مستک نه خورې .
ـ خواره بدي غواړم نه د ورور د مرګه .
ـ خوار هندو دی چه ايمان نه لري .
ـ خواره هغه کړې چي ګاللای شي ، بوره هغه کړې چي ژړلای شي .
ـ خواري لوي تخت به زه درکړم ، بخت دي خدای .
ـ خواري د مړو په شا ده .
ـ خواړه د رنګه خوړل کيږي .
ـ خواښي پر زوم ريږدي ، زوم پر لور ور پرېږدي .
ـ خوري تخت به زه درکړم ، بخت د ي خپل دی .
ـ خورئې د ماما د ميني دښمن دی .
ـ خورې سوړ سک ټېغ د د پلاو باسې .
ـ خوږ به دي کړم ، نو نه تر ځان .
ـ خوشي خواري ، دلور په لمسي .
ـ خوله په غاښو ښايسته وي .
ـ خوله د ي خپله ، ګل په وله .
ـ خوله په مميزو مه امخته کوه .
ـ خوله چي اموخته شي ، آس نه دی چي قېضه شي .
ـ خونه که مي وسوه ديوالونه خو ئې پاخه دي .
ـ خوند د فکرو زيات دئ ، ترخوند د بکرو . ( ځيني وايي : خوند د چکر زيات تر پکر )
ـ خيراتي آس ، غاښ ئې کتل ؟ .
ـ خېښي په خوښي ، سودا په رضا

ـ خواره چې مَړه سوه ،نو مړه سوه .
ـ خوار سړی ، سور يې سپی .
ـ خپله ژبه هم کلا ده ،هم بلا .
ـ خپل عمل د لارې مل .
ـ خندی دغاړې غړوندی دی .
ـ خبره کوه د خدای لپاره ، کوتک وهه د ورور لپاره .
ـ خپل عيب د ؤلي منځ ، د بل عيب د کلي منځ .
ـ خر يار کړه ، مطلب پرې بار کړه .
ـ خټکی چې خټکي ته وګوري ، رنګ واخلي .

د :
ـ داهاړلمرته خرنشي ټينګيدى .
ـ داّهنګريوټك دزرګرسل ټكه
ـ داملوكوپه تول خرڅيږي .
ـ داوبوخرواردى په ګوته ښوريږي.
ـ داباسيندنه اوبه غواړې تږى نه يې .
ـ داوبونه كوچ اوباسي .
ـ داوښ دشاوړۍ ده
ـ داهاړليوه دى
ـ داّسمان لاندې يې كوردى په دى پوردى
ـ داڅه ډوول سړى دى
ـ داسې دى چې په ژبه خلك څټي .
ـ داوړۍ نه شړۍ كيږي
ـ داور سوي په اور رغيږي.
ـ داډول اوداوټي.
ـ داغزوپه پولۍ مې شپه وه.
ـ داغزوپه لښتويې وهي .
ـ داحال دى چې دغوايي وال دى.
ـ دارې غوندې دواړوخواوته اچوه.
ـ داوښ په شاسوردى.
ـ دارهټ منګوټي دي.
ـ داجل نه مخكې مري.
ـ داګز دا ميدان.
ـ داملوكوپه تول كې لاړو.
ـ دبازله ځالې بازپاڅيږي.
ـ دباران نه پاڅيددناوي لاندې كښيناست.
ـ دبوسولاندې اوبه مه تيروه .
ـ دبريښناپړق دى .
ـ دبادام په شان مې زړه سورى سورى دى.
ـ دبيزوپرهردى.
ـ دبل په اوږومياشت ګوري.
ـ دبل په اوږويې لاس ايښى دى.
ـ دباران پسې پټي ګرځوي.
ـ دبادپه نيلي سوردى.
ـ دباغوان لاس ګل دى.
ـ دباران تورمخى دى .
ـ دبنوڅښتن په اّرامه نه وي.
ـ دبنوكوروران دى .
ـ دپردي زوى نه خپله كړميزنه او پوواړي لورښه ده.
ـ دپولۍ پړق ته ناست دى .
ـ دپاچاصاحب بازدى په ډيران چورګوړي نيسي.
ـ دپندانې قصه شوه.
ـ دپخلادښمن نه ځان ساته .
ـ دپاچانزديكت اوردى.
ـ دپراچه موټى دى.
ـ دپاسه مسْله راغله په درست جهان خوره راغله .
ـ دانسان مخ دخداي له نوره دى.
ـ دپيشودوژلوشپه ده .
ـ دبلي ونې سوري ته نيالګى نه غټيږي .
ـ دبل سورى پرې شوى .
ـ دبدو به بد مومي .
ـ دبل په غاړه چاړه تيره كوي .
ـ په بل خپل زور معلوموي بل دخپل ظلم وسيله او اله ګر ځوي‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏‏.
ـ د بنګړ وباردى .
ـ دانااوګره ده په څكلو خلاصه شوه .
ـ دټوكې نه پټاكه شوه.
ـ داخرت سختې خوارۍ دي.
ـ داوسپنې نه غُل پاتېكيږي.
ـ دانځرګل شوې.
ـ داولادبد چاته نه ښكاريږي.
ـ دپادوان پخپله غوا نظروي.
ـ دپاسه ښه رنګين دى دننه يې زړګى خوړين دى.
ـ دپادوان ګټه په ?.. تنكيوكوټو كې ده .
ـ داو ښ تالو دى.
ـ داوښ پل يې جوړكړ.
ـ دبې صبره دې بيخ ووځې وايي ماته يې په لمن كښې واچوه..
ـ دتورې شپې غل دى.
ـ دټيپروپه تول يې وركړه.
ـ دجوړ و نايى دى.
ـ دجمعې مړى شو.
ـ دجولامنډه دموږي پورې وي.
ـ دجومات تنبه ده .
ـ دجوارۍ موټى دى.
ـ دجب نه اوبا سه پيسې ورباندې وخوره پتاسې
ـ دخيرپه غونډۍ ناست دى
ـ دخنداپسې ژړاشته .
ـ د خپلې كوټې واورې په بل اچوي.
ـ د خرې دومره شيدې دي چې د خپل كوټي يې كيږي
ـ د خوشحالۍ ياران ډير وي.
ـ د خيرات خوا كې ډۍ كوي.
ـ د خارې مړز دى.
ـ د خپلو سره جنګ دښيښې درز دى.
ـ د خوارې كونډې زويه خپلي روټي ژويه.
ـ دا حوض څوكاسې دى.
ـ د خوارۍ ژرنده ساتي د كبره يې مزد نه اخلي.
ـ د خره په تندي كې محراب نه وي.
ـ د خره مينه لغته ده .
ـ د خير نه مې دې توبه سپي دې كورې كه.
ـ د خوږې ګوتې نه نيول كوي.
ـ د خولې نه يې اور پورته كيږي.
ـ د خوږ لاس غوندې يې د زړه پورې نيولى دى.
ـ ډير پرې قدرمن او ګران دى.
ـ د جولا د ننګورتيز شو.
ـ دخرې څټه وركه شه دښځې ګټه وركه شه .
ـ خپل لونه لورمه پټوه .
ـ دخوار ملا په اذان څوك كلمه نه وائي .
ـدڅادر نه پښې مه اوباسه .
ـ دڅپلۍ ګردته يې هم نه شې رسيدى .
ـ دچراغ لاندې تياره وي .
ـ دچرګې دنيولودى .
ـ دچرګ دمالګې دڅټلوسره څه دي .
ـ دچادسترګو نه خلى نه اوباسي.
ـ دچل ياري سرته نه رسيږي.
ـ ددوزخ خپسه پرې ناسته ده .
ـ ددله سپيه چې غاپې نه بوڅ خوكښينه .
ـ ددرواغو مزل لنډوي .
ـ ددرمند څخه يې ناپاكي زياته ده .
ـ ددووه به كوروي ددريم ګړي به مخ توروي .
ـ دډير وامساء ديوګيډى.
ـ ددادپورې يې پريږده .
ـ دډير وخويندووروردى په دنګه ولويْې كونه وشليده.
ـ دځوانۍ يوه نيشه وي هسې نه چې هميشه وي .
ـ دځنګل اوردى زياتيږي اوكميږي نه .
ـ داخوله كه زماواى مابه پرې ?. خواړه.
ـ ددوه پښوسړىدى.
ـ ددښمن په خوږومه تير وځه .
ـ دزاخيلوسپۍترې جوړه شوه .
ـ دزمري زړه لري.
ـ دړندوپه بازاركه راغلې په يوه سترګه ته هم لاس كيږده .
ـ دشولوځرى دى.
ـ دړندودلاس امساٌده.
ـ دړندوسترګواوښكه ده .
ـ دزمري وروردى.
ـ دزمري په خوله كې هم خيرغواړه.
ـ دزورورمخې ته مه ځه او داّس شاته مه ځه
ـ دزوم خټه دخسردكاله وي.
ـ دزوراّوراوبه په پيچومي خيږ ي.
ـ ددرواغوګوډى دى .
ـ دسپي دغپ پسې مه ځه .
ـ ديوسړي مارپه ګيډه تيرشوخفه واوويل يې چې دايې لارشوه .
دسترګواغزى دى .ـ
ـ ددوبي كورداخترپه ورځ معلوميږي.
ـ دزروقدرپه زرګروي.
ـ دسروپيزوانه ګړنګوزوړكړې.
ـ دسلوغويانوخاونديولنډي ته ودريږي.
ـ دښمني دسرې اوردى نه مړكيږي.
ـ دشرم تيزدكونې په سروي .
ـ دشګونه پړي نه غښتل كيږي.
ـ دسپې مرګ په ګيدړاختردى .
ـ دسلوكالوموړپه سلوكالوكې نه خواريږي.
ـ درستم نوم درستم نه ښه دى.
ـ دښارنه زه راغلم دنرخ خبرې ته كوې.
ـ دسلوكالووږي په سلوكالوكې هم نه مړيږي.
ـ دسوال دژوندنه مرګ ښه دى.
ـ دسيندنه مړي چاګټلي .
ـ دسلوقصابانوونډۍ ده ..
ـ دسلوبللوځاى كيږي خوديونابللي نه. .
ـ دسيوري ونه خورمانه نيسي.
ـ دسختۍ نه څوك نه مري.
ـ دسروګلوبدمه وايه.
ـ دسوال په اوبوژرنده نه ګرځي.
ـ دسورنا چي يوپف دى.
ـ دسپي سترګې يې دي.
ـ دشكاڼه غل دي نه خس دي نه سره.
ـ دشعرمعنې دشاعرپه خيټه كې ده.
ـ دشړۍ لنګ يې وهلى دى. .
ـ دسپيورمه نه وي.
ـ دسره غمي په شان دى .
ـ دشنه اّسمان ږلۍ ده.
ـ دسرويښتان يې په كې سپين شول.
ـ دنغري په غاړه جنت غواړي.
ـ دللون كونه حساب نه ده.
ـ دشولويې پريښودل او دپروړويې راونيول.
ـ دسترخوان ته يې مه ګوره اوچولې ته يې ګوره.
ـ دشادكتلوپه ځاي مخكې ګوره.
ـ دشپې هرسړى ډاريږي څوك حال وايي اوڅوك يې نه وايې .
ـ درنګ ته مالګه مه وړه.
ـ دپسرلي باران دى.
ـ دقارون دنياده.
ـ دادپټي سردى پټى وروسته سوروردى .
ـ دشيطان په خره سوردى.
ـ دسپي مرګ ترې ښه دى.
ـ دچاغران دچابګيل مړزشو.
ـ دپيښې نه تيښته نشته .
ـ دپنځه جريبه ځمكې نه يو مريد ښه دى. .
ـ درنګريزخم دى .
ـ درب سر وهي عرب يې په سروهي .
ـ دحريص كاسه چپه وي خوله ئي سپيره وي .
ـ دټيكۍ سرشو.
ـ دژبې پر هرنه جوړيږي .
ـ دغوادپښو وتى دى .
ـ دغوړيو زور دقرتو نه او باسي .
ـ دغوړلستوڼي ياردى .
ـ د ښونه ښه پيداكيږي دبدونه بد.
ـ دټنګې بيزو نه وه دروپۍ ځنځير يې وتښتاوه .
ـ دبدونه هم لرې هم غلى .
ـ دسپي خوى يې دى .
ـ دسپي سريې ترې جوړكړ .
ـ دسلوشاباسونه يوه روپۍ ښه ده .
ـ دغلې بلانه ويره په كارده
ـ دسپي په كودي كې يې وركړه
ـ دډبګرۍ اجړادى.
ـ دغم ټغريې غوړولې دى
ـ دبې اتفاقه خلكوجمع كول دچنډخانوتول دى
ـ دخپل خره تيزپيژنم
ـ دغره هوسۍ دغره تازيان نيسي .
ـ دغله لاس چې كوركې ولګيدبركت يې والوت ،
ـ دشيعه په ليمڅي چې كښيناستې وړۍ ترې باسه .
ـ دغله په ږيره خس وي
ـ دغله مورپه غلاژاړي
ـ دغريب سړي دخيرات په ورځ غواوركه وي
ـ دشملې ګل دى
ـ دڅاڅكونه سيلاب جوړيږي
ـ دغنموله رويه ځوز هم اوبه كيږي
ـ دچړمړى دى
ـ دټانټوكټ دى
ـ دفيل غوږ كې ويده دي
ـ دقربانۍ ګډورى دى.
ـ دخوړهره تيږه من نده.
ـ دصبر ميوه خوږه ده.
ـ زغم ښه شى دى خداى(ج) پرې انسان ته اجر وركوي.
ـ دطالبانو غويىشو.
ـ دكانګړې په ټس كې لاړې بټګرامه.
ـ دقربان نه دې معلوميږي چې چرسي يې.
ـ دكوربه په پسه زړه كيده دميلمه په هډوكي نه كيده.
ـ دكبر كاسه نسكوره ده..
ـ دكور ګټه دډهلي ګټه ده.
ـ دكور په كار دكور ميرمن ښه پوهيږي..
ـ دكر واړې چج دى اواز يې شته دانې يې نشته

ـ دتورې پرهار به جوړ شي د ژبې پرهار نه جوړېږي .
ـ دوست به دې وژړوي دښمن به دې وخندوي
ـ د سوال پۀ اوبو ژرنده نه چلېږي .
ـ د هرې ونې مه خوره د يوې به دې ګنډېر شي .
ـ د کبر کاسه نسکوره ده .
ـ د خوار به پۀ حلوا کې غاښ وتلی وي .
ـ د لندو خټو لږې اوبۀ دارو وي .
ـ د کور کلي سپی ، د بهر سړی .
ـ د پردي کلي ناوې ښايسته وي .
ـ د خرۀ لغته ،ملنډه وي .
ـ دروغ د ايمان زيان دي .
ـ د زمري غار بې هډوکو نۀ وي .
ـ د عقل وږی نسته د دنيا موړ .
ـ د نوي منګي اوبۀ خوږې وي .
ـ دوه غوايي چې ښکر پۀ ښکر شي زيان يې د بوټو کاڼو وي .
ـ دوه غوايي چې ښکر پۀ ښکر شي ،زور يې د وښو پرخوا وي .
ـ درياب پۀلوټه نه خړېږي .
ـ دښمن هغه دی چې اول يې ( هو!) او بيا يي (يه) وي .
ـ د درواغو مزل لنډ وي .
ـ د غنمو لپاره پۀ زوزو هم اوبۀ لګېږي .
ـ د صبر مېوه خوږه وي .
ـ د ډوډۍ پر قدر وږي پوهېږي .
ـ دوست هغه دی چې پۀ سخته کې دې پۀ ښه راشي .
ـ د لاس ګوتې پۀ يوه اندازه نۀ دي .
ـ د شپې پای سپېدې راختل دي .
ـ د کور جارو ، دبل دارو .
ـ د خرۀ مړينه د سپي اختر وي .
ـ دوستي پۀ ليرې والي کې ښه وي .
ـ دګور شپه پۀ کور نه کېږي .
ـ د ناليده چې لور وشوه پۀ ښکلولو يي مړه کړه
ـ د نر زوی ژړا پۀ ځانګو کې مالومه وي .
ـ د اوښانو خاوندان دروازې لوړې ساتي .
ـ د زړۀ زړۀ ته لار وي .
ـ د ډالۀ ږغ ليرې ښۀ ځي .
ـ د غلۀ پۀ غرۀ کې هم ځای نۀ وي .
ـ د مور پۀ نس کې چا نۀ دي زده کړي .
ـ د بل پر ايمان سړی جنت ته نۀ ځي .
ـ دنيا پۀ امېد خوړه کېږي .
ـ د بې عقله علاج نسته
ـ د پلالې اور تر درمندۀ ځي
ـ د سيال خواړۀ پور دي يا پېغور .
ـ د بې غيرته به دکور مېلمه واکمن وي .
ـ د ښځې سل کمڅۍ دي ، سل سره بدۍ دي .
ـ د سپو کور پر کور بدي وي خوار غريب ته يو وي .
ـ دنن کار سبا ته مه پرېږده .
ـ د بل پۀ لاس مار هم مه وژنه .
ـ د آرمان واتۀ د آسمان خاتۀ دي
ـ دزورور اوبۀ پر پېچومي خېژي .
ـ د زورور مې څټ هم خوښ دی ، د کمزوري مخ هم نه !
ـ د لاس تڼاکې مرغلرې دي .
ـ د غزني زيارتونه تر خپلو پردو ته ښۀ رسېږي .

ډ:
ـ ډبره تسي ځای ته ښه ځي
ـ ډبره چې چېرې پرته وي هورې درنه وي .
ـ ډېر سفر وکړه چې خاموالی دې پوخ شي .
ړ :
ـ ړوند له خدايه څۀ غواړي ، دوه سترګې !
ـ ړنده سترګه څۀ ويښه څۀ ويده !؟
ر:
ـ راست اوسه پۀ لويه لار کې ملاست اوسه .
ـ رڼا سترګې پټوي !
ز:
ـ زۀ درنه پزه پرې کوم ، تۀ رانه پېزوان غواړې !؟
ـ زۀ دې کښت نه کړم تۀ پټي راګڼې .
ـ زۀ دې پېرۍ نه منم ، تۀ راته مريدان نيسې .
ـ زړه ښځه پۀ تګ مالومه وي
س:
ـ سپين ويل ترخۀ وي .
ـ سور سپی هم د لېوۀ ورور دی .
ـ سړی دې سړي تالۍ ته نه تندي ته ګوري .
ـ سترګې له سترګو شرمېږي .
ښ :
ـ ښځه د کور ډېوه ده .
ـ ښۀ خوی به دې سلطان کړي بد خوی به دې پۀ ځان پورې حيران کړي
ـ ښځې چا مرکو ته نۀ دي بيولې .
ـ ښه ورځ پۀ منډه نه پۀ ټنډه ده .
ـ ښځه د ځان پۀ خوښه که د جهان ؟
ـ صحبت بې تاثيره نۀ وي
غ :
ـ غوښتل توانېدل دي .
ـ غوا توره شيدې يي سپپنې .
ـ غر پر غرۀ نه ورځي انسان پر انسان ورځي
ـ غرضي پر خټه اور لګوي . ـ
غوټه چې پۀ لاس خلاصېږي خلې ته يي څۀ حاجت دی .
ـ غوښه چې دې د پيشو پۀ خله ورکړه ، نو يي ساتې له چا ؟
ـ غم به يي د بډبېرې زبېر کوي چې مېلمنو ته يي لار ښووله .
ک :
ـ که تا ويل چې زۀ يم او ما ويل چې زۀ يم ، نه به تۀ يې نه به زۀ يم ،اوکه تا ويل چې تۀ يې او ما ويل چې تۀ يې ،هم به زۀ يم هم به تۀ يې !
ـ که روپۍ وړه ده خو پۀ تول پوره ده .
ـ کلی پر نامۀ لري يو خوی تر نورور ښۀ لري .
ـ کلی پۀ لېوني پورې خاندي لېونی پۀ کلي پورې .
ـ که ولي نه يم خالي هم نه يم .
ـ کله کله د سړي پۀ بې خيرۍ کې هم خير وي .
ـ که برج نه سو کدانه خو به سي .
ـ کوم کار چې پۀ صلاح وي ورکه يي بلا وي .
ـ کوتره له کوترې سره او باز له بازه سره .
ـ که نن پر ما سبا پر تا !
ـ که غواړې چې رسوا نه شې ، له ټولنې سره همرنګه شه .
ـ که غل نه تښتي ، مل دې وتښتي .
ـ که ګور ګران دی ، خو د مړي ناکام دی .
ـ کارغۀ د زرکې تګ کاوۀ خپل يې هېر شو .
ـ کږه خلۀ پۀ سوک سمېږي .
ـ که غر لوړ دی پر سر لار لري .
ـ که شپه تيارۀ ده خو مڼې پۀ شمار دي .
ـ کله ،کله له ړاندۀ هم لکړه لوېږي .
ـ که جنګ نه کوې لکۍ خو ببره نيسه .
ـ کوږ بار تر منزله نه رسېږي .
ـ کُلاله وکړه ،خپله سياله وکړه !
ګ :
ـ ګُل بې خاره نۀ وي .
ـ ګيله له خپله کېږي .
ل :
ـ له غرونو لوېدلي به پورته شي ،خو له زړونو لوېدلي به پورته نۀ شي !
ـ له کلي ووځه خو له نرخه مه وځه .
ـ له قامه سره خوره ، له قامه سره مره .
ـ لمر پۀ دوو ګوتو نه پټېږي .
ـ له بارانه تښتېدم ،تر ناوې لاندې مې شپه سوه
ـ لوی مې کړې لويي مه راکوې .
ـ له مړو آواز نه راپورته کېږي .
ـ له پخلا شوي دښمنه ځان ساته .
ـ لال پۀ ايرو کې نه پټېږي .
ـ له لوږې مړ شه خو د سوال دارو مه خوره .
ـ له آزاره چا بازار نه دی موندلی !
ـ له يوۀ لاسه ټک نه خېژي .
ـ له وچو سره لاندۀ هم سوځي .
م :
ـ مېړۀ مړ کړه ، خو مېړانه يي مه وژنه !
ـ مېړونه غرونه دي ،ښځې يي اړمونه دي .
ـ مرغان هم هغه سره ګرځي چې بڼې يي سره لګېږي .
ـ مرغۍ پۀ خپلو بڼو ښه ښکارېږي .
ـ مينه ړنده ده .
ـ مېلمه د خدای دوست وي .
ـ مړی چې خدای شرموي ، پر تخته يي معامله ګډه وډه شي .
ـ مار خوړلی له تور پړي هم وېرېږي .
ـ مار ته پۀ لستوڼي کې ځای مه ورکوه .
ـ مه وکړې هغه منډه چې مې کونه شي بربنډه !
ن :
ـ نوې ناوې ته هرڅوک ببوزی وهي .
ـ نړۍ ليدونکي ډېر درواغ وايي .
و :
ـ ورېندارې پۀ لېورو ساتلې وي .
ـ وينه پۀ وينه نه مينځل کېږي .
ـ وينه آزارېږي ، بېزارېږي نه .
ـ وروستۍ ورځ نامرده وي .
ـ وړۀ دې پۀ وړۀ منت دې پۀ څۀ ؟
ـ وزه پۀ خپلو ښکرو نه درنېږي .
ـ ورور که د ورور له کوره خپه وځي ، خو پۀ هدېره کې ورسره يو ځای د پلار پر قبر شناختې دروي .
ه :
ـ همسايه غل مه نيسه .
ـ هرګرد شی غوز نۀ وي .
ـ هر کاره سړی هيڅ کاره دی .
ـ هيڅوک هم نه وايي چې زما د غړکې خوند بد دی .
ـ هغه څراغ چې دکور لپاره روا دی ، د جومات لپاره ناروا دی.
ی :
ـ یو بام دوه هواوې !
ـ يو پۀ خدای ، او بل پۀ خبرو کې ، د هرچاحق وي !

 

|+| نوشته شده توسط محمدنسیم ستانکزى در 2011/4/28  |
 مینـــــــــــــه څـــــــــه ده؟

 

دنړی په هره ټولنه کی ا نسانانو دمینی او محبت په اړین راز راز مفکوری او ملاحظات لری او دژوند په مختلفو پړاونو کی دخلکو دتجربی اودهغو دکړنی له مخی خپل پوهاوی ته وده ورکړی او خپل نظریات اوتعریفونه دمینی په رابطه اظهار او بیان کړی ، چی دبیلگی په ډول مونږ په لاندی ډول دهغو ملاحظات څرگندوو .             

په یوه کلیمی سره مینه یعنی په ژوندانه کی له ټولو رنځ ،درد ،اود ستونزو څخه خلاصون او فارغتیا .                                                                                                     

 مونږ مینه کوو ځکه چی مینه یواځنی رښتینی ماجرا ده .

 مینه یو مفکوروی هڅه ده چی درښتینی شی سره

مینه لکه دټولو قفلونو کلید دی چی دخوښیو دروازی پرانیزی

مینه ستاسی زړه په کشش راولی اوپه دننه کی لا پسی زیاتیږی.

مینه دارزش او دنه ارزش متاع نه ده چی دڅه شی.

سره تبادله شی ، مینه مینه ده چی په واقیعت کی د انسان یو طبعی غریزه ده .

مینه لکه دجگړی په څیر وی چی پیل یی اسان مگرختم یی گران وی.

مینه ستا روان له پټ ځای څخه باندی ته باسی.

مینه دغیر مقاوم هیلی غیر مقاوم هیلی ته درومی.

ممکن چی مینه طالع اوخوشبختی وی چی تاسی.

دهغه په لټه کی یاستی.

 مینه یواځنی پوهاوی دی چی د ژوندانه ټولو موجوده نا خوالو ته رغنده ځواب وایی.         

په اخری تحلیل سره ، مینه دانسان دارزش او بها یواځنی واکنش او عکس العمل دی.

 ډیر خلک په دی باور دی چی مینه یو احساس دی.

چی داغلی او ښاغلی تر مینځ په سحر آمیز ډول زیږی  او دډیرو مجردو خلکو دپاره دتعجب وړ خبره داده چی مینه څنگه له ماغزه څخه زړه ته گډی کوی.                                                                                              دپورتنی ملا حظاتو او څرگندونو څخه دی نتیجی ته رسیږو چی رښتیانی مینه یعنی څه :

           واقعی او رښتیانی مینه یعنی څه

مونږ دواقعی مینی په هکله غزلی اوریدلی دی ، په فلمونو اوسینماگانو کی دمینی فلمونه مو لیدلی ، دمینی او عاشقی راز راز کتابونه مو لوستلی ، دعاشقانو او دمینانو قصی اوافسانی مو یو دبل نه اوریدلی ، مگر باید په رغنده ډول سره څرگند شی چی بی قید او

شرط مینه یا واقعی مینه کومه مینه ده :

مونږ ټول غواړو چی دمینی او محبت احساس ولرو ، مونږ دمینی په هکله فکر کوو ، دمینی هیله لرو ، دمینی په خیالاتو کی کله کله ډوبیږو ، مینی اوهیلی پسی اوږد مزلونه وهو ، اوځنی وختونه دا سی فکر کووچی بی له مینی ځمونږ ژوند نیمگړی او نا مکمل بریښی ، د بی قید او شرط مینی نشتوالی او کمښت په مونږ کی د خشونت ، قهر ، اود تشویش سبب گرځی چی حتا زمونږ دکورنی اود نژدی دوستانو اضطراب مینځ ته راوړی ،دا به دمبالغی خبره نه وی چی زمونږ احساسات اوهیلی بی قید او شرط مینی ته هسی ضرورت لری لکه چی ځمونږ عضویت خواړه او هوا ته ضرورت لری .

دتعجب خبره داده چی ډیر ا نسانان دبی قید او  شرط  مینی  په  مفهوم  او معنی  باندی نه پوهیږی ، اود خپل احساس نیمگړتیاوی دالکهولی مشروباتو په څکلو ، دمخدره موادو په رانیولو ، په جنگ جگړو ، دخلکو په بندی کولو ، د خلکو په سپکولو ، ربړولو ، او نور غیر ا نسانی اعمالو پټوی ، او د بی قید او شرط مینی داهمیت اود هغه له ارزش څخه تغافل کوی یا په بل عبارت سره ځان بی خبر اچوی .

باید څرگند شی چی دبی قید او شر ط مینی اصلی او بنیادی ایدیا او مفکوره دکوچنیوالی په وخت کی نطفه رانیسی اود عمر په زیاتیدو سره خپل تکاملی پړاونه وهی .که چیری ددی ډول مینی مبدا او بنیاد په ناسم او غلط ډول وده وکړی ، ا نسان دمختلفو پرابلمونو سره مواجه کیږی چی پایله یی ډیره خرابه وی .کله چی ا نسان په کو چنیوالی کی دښه شیانو او پدیدو سره مخامخ کیږی ، هغه شیان وینی ، هغه څاری ، دهغه شیانو په پیژندنه کی خپل پام ساتی ، دښه اعمالو اوکړونو نیت تړی ، په دی هڅه کی وی چی باید ځما کړنه او اعمال

دومره ښه وی چی دچاپیریال او مرتبطو اشخاصو دمنلو وړ وی اوپخپل ټولنه کی خلک ورته ښه ووایی چی البته بیا هم دهغه سجایا دهغه دچاپیریال زیږندوی دی لکه چی وایی کوچینان نقال دی ، هر شی له خپل ما حول څخه زده کوی ،یا په بل ډول کوچینیان لکه لمده

یا لوند لښته وی چی هری خواته واړوی همغسی اوړی اوداسی نور چه په ټولنه کی خوله په خوله اوسینه په سینه گرځی .اما کله چی ا نسان په کوچنیوالی کی ناوړی او بد شیانو سره کوم چی دټولنی کرکه را پاری مخامخ شی له هغه څخه دخپل توان  ) اوهغه څه چی ډخپل

ماحول څخه لاسته راوړی دی ( په اندازه  ځان ژغوری  اوکه چیری کوم نا پسند عمل تری شوی وی وروسته له یو څه ځنډ او تفکر څخه خپل ځان  ملامت او نادم بولی .پس  داسی را څرگندیږی چی ا نسان په کوچنیوالی کی لوامی  )  ځان ملامت گڼل(    او کاملاً   انسانی

کرکترونو سره مخامخ وی ، چی په ا نسان باندی خپل اغیزی اچوی.او ا نسان ددی دووکرکترونو د تضاد تر مینځ خپل لار پرانیځی .په لنډ ډول ا نسان دخپل تجربوی لاسته راوړنی څخه دی مفکوری ته رسی ، چی مینه یو حالت )Condition( دی چی دخپل چاپیریال خلکو څخه پلوری یا په یو قیمت سره لاسته راوړی .

 دشرطی مینی غلط اړخونه :

ا نسان پخپل روزمره ژوند کی ډیر وختونه دناوړو او خرابو پدیدو اوبرخوردونو سره مخا مخ کیږی ، یعنی پخپل سترگو وینی ، پخپل غوږو اوری ، اویا نورو ورته قصی کوی پس دا غلط او ناوړی شیان کوم دی : دلته په دی لاندنی مثال کی تا سی ته جوته کیږی

چی ناوړی او خراب بر خورد څه دی :مثلاً که چیری تا سی ماته )50(افغانی هره ورځ راکړی پس زه وایم چی د تاسو سره زه مینه لرم یا ته می ډیر خوښیږی .متا سفانه چی اکثرخلک دا ډول رویه او بر خورد خپل کوچینیانو سره کوی  چی د شرطی مینی غلط اړخ شمیرل کیږی .دا په واقیعت کی مینه نه ده ، مینه هغه ده چی بی له کوم قید او شرط مینځ ته راشی دا به ډیر ښه وی چی کوچینیانو ته عادت ورکړل شی چی بی له کوم قید او شرط مشرانوته درناوی وکړی . دچا غیبت ونکړی ، چا ته رکیک خبری ونکړی ، دغلا ،درواغ ، اود شکنځلو څخه ځان وژغوری . او په لنډه جملی باید مونږ پخپله ناوړی عمل سرته ونه رسوچی زمونږ کوچینیان  هغه سر مشق کړی .

دواقعی مینی نوی تعریف :

دلته یواځی او یواځی یو ډول مینه کوم چی مونږ خوښ وساتی او زمونږ دپاره دمنلو وړوی موجود وی، چی هغه بی قید او شرط مینه او یا واقعی مینه ده .  هغه واقعی مینه چی مونږ ټول دهغه په لټه کی یا ستو ، او غیر دهغی هر ډول نور مینی مجازی او غیرواقعی مینه گڼل کیږی .

بی قید او شرط مینه یا واقعی مینه دمینی دنورو ډولونو څخه کوم چی مونږ دخپل ژوند په مختلفو پړاونو کی لیدلی دی اویایی ووینو سره ډیر تفاوت لری .چی هریوه یی ځانته بیل تعریف او توصیف لری .

واقعی مینه کی دنورو دخوشحالتیا دراجلبولو څخه  هڅه او اند وی بی له دی چی دخپل ځان دامتیاز دلاسته راوړلو دپاره هلی ځلی وشی .همدارنگه واقعی مینه هغه مینه ده چی نورو هم زمونږ د خوشحالتیا دلاسته راوړلو دپاره هڅه او اند وکړی . دا به هیڅکله واقعی مینه نه وی چی نورو دخپل مقصد اوهدف دلاسته راوړلو دپاره  مونږ  سره  مینه او محبت وکړی . واقعی مینه با ید دو اړخیزه یا دوجانبه وی لکه چی په یو  پښتو لنډی کی وایی :

            مینه په تلو راتلو زیاتیږی

            کله راځه کله به زه در شم میینه

پس واقعی مینه په واقعیت کی قدرت ، ترحم ، صفا ، ریښتینولی ، صمیمت ، ځان تیریدنه زړورتیا او پښتونولی ده چی په ټپونو کی بی قید او شرط مرهم کیښودل شی . دخلکو سره یو ځای په سوله او صفا اوارامش کی ژوند وشی .

که چیری ا نسان دواقعی مینی څخه محروم اووسی او یا په کوچنیوالو کی هغه سره ښه چلند او سلوک نه وی شوی  ، نو خپل محرومیت  ، عقدی اونیمگړتیاوی په هغه اعمالو اوکړنو سره سرته رسوی کوم چی  هرشی ورته ښه ښکاره شی ولو که هغه کړنه غیر انسانی هم وی . لکه دپیسی دپیداکولو هڅی له هر لاری چی وی ، جنسی غیرمشروع تجاوز ، دالکولو اومخدره موادو سره اعتیاد ، منازعه ، قهر ، خشونت ، دقدرت لاسته راوړل ،خیانت ، بی وفایی ، چی دا ټول پورتنی ناوړی او نا پسند اعمال او کړنه دواقعی مینی څخه انحراف بلل کیږی  ، یعنی دټولنی کرکه را پاروی اود ا نسان دپاره دمنلو وړ نه وی ، دواقعی مینی رسیدو دپاره لاندی څلور مرحلی ته ضرورت وی چی یو ا نسان باید پخپل ورځنی ژوند کی هغه په نظر ونیسی .

             *حقیقت .* لیدنه * منل * مینه       

که چیری مونږ وغواړو چی واقعی مینه تر لاسه کړو ،اول باید دیو شی په حقیقت او دهغه په واقعی موجودیت باور پیدا کړو ، دوهم داچی هغه واقیعت او حقیقت باید ووینو ،واورو او احساس کړو ، دریم داچی ایا نوموړی واقعیت زمونږ دمنلو وړدی او یانه که چیری ددی دری واړو مقولی ځنځیری اړیکی مثبت وی اویا ځواب یی هو وی هغه وخت دی چی مونږ واقعی مینی ته رسیدلی یو اما بیغیر دهغه واقعی مینه نه بلکه جعل ، ځان غولول او اغفال دی چی په ټولنه کی چلند نه لری او دمنلو وړ نه وی .

  نوټ : په دی لیکنه کی پورتنی جملی چی په غټو توری لیکول شوی دپوهانو خبری دی کوم چی ما دلته نقل قول کړی دی .

 

مینه او عشق

ددنیاخلکو دمینی په رابطه ډیرڅه ویلی او ډیر څه یی لیکلی دی اوپه مختلفو کلیمو یی مینه تعریف کړی چه دبيلگی په توگه یو څوتعریفونه مونږ تری راټول کړی .

¯    مینه یوه نوراني کلمه ده چې په نوراني لاس په نوراني پاڼه لیکله کېږي .

 (جبران خلیل جبران)

¯    مینه دخدای په امر زمونږ روح ته راځي نه د بشریت دغوښتنې له مخې .

¯    مينه لکه دټولو قفلونو کليد دی چی دخوښيو دروازی پرانيزی.

¯    مينه يو مفکوروی کوشش دی چی درښتينی شی سره واده کوی

¯    مينه لکه دجگړی په څير وی چی پيل يی اسان مگر ختم يی گران وی .

¯    مينه یوه کلیمه ده چه په  ژوندانه کی له ټولو رنځ ،درد ،اود ستونزو څخه خلاصون او فارغتيا .

¯    مونږ مينه کوو ځکه چی مينه يواځنی رښتينی ماجرا ده .

¯    مينه هغه هوش او ځيركتيا ده چې مرګ او ژوند دواړه رانغاړي او ور څخه دوه خوبونه چې له ژوندون څخه حيرانوونكي او د مرګ څخه ژور وي مينځ ته راوړي .

مينه هغه فطري كمزورتيا ده چې له لومړني انسان څخه مو په ميراث ګټلې ده .

¯    مينه ، د قبر په آرامتيا كې د جسم سوكالي او د ابديت په تل كې د نفس خونديتوب دی .

¯    مينه زړه په کشش راولی اوپه دننه کی لا پسی زياتيږی. .

¯    ممکن چی مینه طالع اوخوشبختی وی چی تاسی دهغه په لټه کی ياستی.

¯    مينه آسماني معرفت دی چې زمونږ بصيرت په داسې ډول نوراني كوي چې شيان په هغه ډول وويني چې خدای يې ويني .

¯    مینه یواځنی پوهاوی دی چی د ژوندانه ټولو موجوده نا خوالو ته رغنده ځواب وایی خو یو دینی عالم دمینی تعریف په لاندی توگه بیان کړی .

مينه : (Love) د محبوب په لور دزړه ميلان او اوښتلو ته مينه وايی داد زړه عمل دی چی اعضااو نور جوارح پکی داخل نه دی، او هغه واده تر ټولوډ یر گټوراو نیکمرغه وی چی دمینی او محبت په نتیجه کی منځ ته راشی  دمینی او محبت کیلی  (Key)لیدل اوکتل دی همدالامل دی چی داسلام ستر قدرمن پیغمبر علیه الصلاه والسلام ځوانان دیته هڅولی چی واده په خپله خوښه وکړی . مغیره بن شعبه رضی الله عنه فرمایی: ما یوی ښځی ته دواده و ړاندیځ وکړ رسوالله صلی الله علیه وسلم راته وویل دغه ښځه تاپه خپله لیدلی؟ ما ورته وویل نه هغه راته وویل ورشه او په خپله یی وگوره ښای داستاسی ترمینځ  دمینی او محبت لامل شی مگر دغه مینه او محبت، دهغی مینی او محبت سره فرق لری کوم چی په اوسنی زمانه کی په فلمنو او کلپنو او غربی نړی کی .مینځ  ته  راځی او داخلاقی فساد په لور رهنمایی کیږی.د ښځی او سړی یو بل ته میلان او مینه والی په حقیقت کی هماغه خوند اوشهوت دی چی الله پاک دبشری وگړو لپاره ښایسته کړی .داسلام ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایی ستاسی له نړی څخه می ښځی او عطر ښه ایسی او لمونځ می دسترگو یخواله دی .که د ښځی او سړی یو بل ته مینه والی نه وای نو نه به دغه ودونه رامینځ ته شوی وای او نه دغه ځیږنده دغه مینه او محبت دناروا اړیکو دټینگولو په خاطر نه دی بلکی ددی لپاره دی چی دواده په لور منتج شی او خپله اینده زندگی په ښه خوشحالی اوارامی سره تیره کړی . رسوالله صلی الله علیه وسلم فرمایی دعاشق او معشوقی درد یوا ځی په نکاح او واده سره دوا کیدلای شی .(رواه ابن ماجه عن عبدالله بن عباس رضی الله عنها)بیا هم مسلمان باید په هغو تگلارو تله ونکړی چه په فحشا سره پای ته رسیږی، لکه له پردی ښځی سره گو ښه کیدل، لاس ورکول، ښکلول، سفر کول اوداسی نور شول .لنډه داچی دزړه پر میلان چی دانسان په واک اوځواک کی نه وی هیڅ کومه مواخذه نشته خو شرط پکی دادی چی دهغو اسبابو اولاملونو مخه ونیسی چی ښځه او سړی دحرامو لورته ورکاږی .  دمینی اودوستی په رابطه دپوهانو څوخبری

×     مینه هغه وخت کی پیاوړی کیږی چی له خنډنو اوځورلو سره مخامخ شی (رمان رولان)

×     په مینه کی وفاداری دوه سببونه لری یو دا چی ورو ورو په خپل  د وست کی داسی شیان پیداکوی چی د دوستی وړ دی او بل دا چی پخپله وفاداری ویاړ کوی .

×     مینه دهیڅ شی سره نه مقایسه کیږی، ځکه چی هیڅ شی دمینی په شان دقیق او لطیف نه دی .

×     د مینی یوه ځانگړتیا داده چی خوږ (درد) یی هم یو قسم خوند لری  رښتنی مینان چوپتیا اوبی پروا یی، چی دمینی احساس او خوږ (درد)  له منځه وړی، ستره بدمرغی گڼل  (ژان ژواک رسو)

×     که دانسانانو ترمینځ مینه او دوستی نه وای  نو اوس به دځناورو په شان په غرونو  کی به تیت پرک پراته وای او دی انسانی ژوند ته به نه وای رسیدلی .

×     مینه چی دسترگو به اوښکو ومینځلای شی همیشه به  ښکلی او سپیڅلی وی .

×     يو له بل سره مينه وكړئ خو مينه تر يو شي پورې مه ځانګړې كوئ بلكه هغه دخپلو

ارواګانو دساحلونو تر مينځ يو څپانده سمندر وبولئ.

×     مینه له ناپوهۍ سره نه یوځاي کېږي . (جبران خلیل جبران)

×     له مينې پرته ژوندون د بې مېوې ونې په شان دی.

×     مينه چې له يوې ښځې سره د يوه نارينه زړه نښلوي له ارادې څخه پورته كار دی .

 

 عشق : (Lover) په مینه او محبت کی افراط او له حد څخه تیروتلوته عشق وای . عشق کله کله په عفت اوسپیځلتیاکی خوندی وی، او کله کله په رزالت کی لوڅ اولنډغر شی .عشق دزړه له اعمالو  څخه دی چی انسان پری سلطه نه لری، خودناوړه  اسبابو پربنسټ حساب پری کیدلای شی .له عفت سره عشق سپیڅلی مقام لری: امام سیوطی وایی : هغه سړی یا ښځه چی په عشق کی یی عفت او پاکی  وی او خپل عشق یی پټ وساته او دمحبوب په ترلاسه کولو کی بریالی نه شو، صبر یی وکړ او په همدی حالت کی ومړ، په اخرت کی به ورته دشهادت مرتبه ورکول کیږی .

×     عشق د نېکمرغۍ اود رڼا سرچینه ده.

×     عشق د مرګ په څېر هرڅه ته بدلون ورکوي .

×     هغه كيميا ګر چېرته دي چې دخپل ځان له عنصرونو څخه يو مقدار لورينه،درناوی،شوق، صبر ،سوز ،حيرت او بخښنه راواخلي بيا يي سره یوځاي كړي تر څو داسي ګوهر ورڅخه جوړشي چې د عشق نوم ورباندې كېښودل شي. (جبران خلیل جبران)

×     عشق هغه قیمت بها زیرمه ده چې خداي پاک یې یواځې په هغه لویو زړونو کې چې د امانت ساتنې وړتیا لري ایږدي . 

 

 

مينه اومحبت دوه مترادفې خوږې كلمې

مينه اومحبت هغه مترادفې خوږې كلمې دي چې په اورېدو سره يې انسان دغم اوغصې له قيد څخه راوځي اودخوښيوپه خيالاتوكې ډوبيږي،هيجاني كېږي اودبېلابېلوخيالونوپه درياب كې غوټې وهي،اودعشق په نېشه كې ټالونه وهي .

 

مينه او محبت په دوه ډوله دى :

 ۱ – د مادياتو سره مينه

 ۲ – د معنوياتو سره مينه

۱ــ د مادياتو سره مينه او محبت :-  ماديات هغه پديده ده چې انسانان يې د خپل ژوند د بهبود،آرامۍ،آسودګۍ،خوشحالۍ اودبقاپه موخه ځانته ضرورري ګڼي او د يوه اړين جنس په څېر ورپسې هڅه اوهاند كوي – دانساني ستونزو،اندېښنو،شخړو او نښتو اساسي منبع داقتصاد دنشتوالي او كموالي پورې نغښتې ده،دټولنيز ژوند دتنازو اساسي مركز مادي ارزښتونو پورې تړلى دى- كه چېرې په يوه ټولنه كې اقتصادي ستونزې حل شي اودانساني ژوند ټول ضروريات لكه خوراك،پوښاك،دمېلو او تفريح لپاره وسايل، دتعليم او زده كړې لپاره شرايط اوټول هغه مادي ارزښتونه چې ديوې ټولنې دخوښۍ او خوشحالۍ سبب گرځي پوره كړاى شي بياټولنيزوشخړوته ځاى نه پاتې كيږي نوځكه دهرانسان سره اويادانساني ژوندپورې اقتصادي محبت تړلى وي اودژوند غوښتنه همدا ده او هر هغه څه چې انساني ضرورت وي نو انسان ورسره علاقه او مينه پيدا كوي او هر هغه څوك چې دكوم شي سره محبت كوي دهغه دلاس ته راوستلو لپاره كوښښ هم كوي .

۲- دمعنوياتوسره مينه :-   معنويات عبارت له هغې پديدې څخه دي چې دانسان ذهن پورې تړلي اوپه ټولنيزژوندكې انسانانو دخپل ژوند دسمبالتيا،خوښۍ،نظم اونسق په ډول قبول كړي وي اوپه ورځيني ژوندكې ورڅخه ګټه اخلي اوپيروي يې كوي .لكه :

 

عنعنات،كلتور،قوانين، مينه او داسې نور د ژوند د خوشحالۍ وسيلې چې د انسان د ذهن محصول دي د هرې پديدې سره جلامينه اوعلاقه ښودل كېږي.

 

چې مينه اوعلاقه هم درې اړخه لري :

الف :-  د اديانو سره مينه 

ب : -   انساني ښكلا سره مينه 

ج : - د هنر او موسيقي سره مينه .

الف :- د اديانو سره مينه  : -   اديان(مذهبونه) په ټولنيزژوندكې هغه منل شوي عقايد دي چې ذهناً انسانانو قبول كړي وي- دخپل ژوندټولې لارې چارې يې دهمدې مذهب په چاپيريال كې سمبال كړې وي، دهمدې چوكاټ په دننه كې دژوندټولې لارې چارې دهمدې مذهب په چاپيريال كې سمبال كړې وي، دهمدې چوكاټ  په دننه كې دژوندټولې اسانتياوې برابر وي اوخپله بقا اوبهبودهم په همدې چوكاټ كې ارزيابي كوي .

په نړۍ كې ډېراديان موجوددي چې هره ټولنه دخپل دين دپياوړتياپه خاطرخپل ټول امكانات پكار اچوي اوحتي په دې لاركې خپل ژوندقربانوي دبېلګې په توګه : همدااوس اسرائيلي سهونېزم په خپله موخه نړيوال جنګ ته لمن وهي اوپه بيت المقدس كې دمسلمانانو په ضد نارواعملونه كوي اوهم داسلام دمقدس دين پيروان دنړۍ په ګوډ ګوډ كې دخپلو دښمنانوپه مقابل كې سنګر نيسي او د اسلام د سپيڅلي دين پراختيا په خاطر هر ډول جدو جهد(جهاد)كوي چې داټول دهغې مينې اومحبت نتيجه ده چې مسلمانان يې د خپل مقدس دين سره لري.

مينه او محبت خپله احساسات او جذبات دي او دا جذبات د انسان په ذهن كې پراته دي او هر هغه كومې پديدې سره چې انساني جذبات راپاريږي طبعاً  د هغې سره چې انسان مينه ولري د هغې د لاس ته راوړو لپاره هلې ځلې كوي او كه ورسره مخالفت ولري او بيا يې د محوه كولو لپاره مختلف تجاويز نيسي تر څو خپله كاميابي تر لاسه كړي.

 

 ب : -   انساني ښكلا سره مينه :-  ښكلا يا حسن عبارت د هغه په زړه پورې او خوښوونكى صفت څخه دى چې موجوديت يې په هر جسم،جنس،نبات او په خاص ډول په انسان كې د مينې خوښونكي احساسات او انساني جذبات راپاروي- مثلاً د طبيعت پر مخ د مختلفو منظرو ښكلا چې بې پروا د طبيعت مخ يې ښكلى كړى او زړه وړونكې منظرې يې جوړې كړي دي او پكې لاشنه شوي د هر ډول ګلونو رنګونه د انسان مړاوې زړه تازه كوي. هر انسان غواړي د خپلې خوښې څيزونو او څېرو سره مينه او محبت وښايي او بيا د هغه لټون پسې شپې او ورځې سبا كوي.

 

همدارنگه په انسانانو كې هم ښكلې او زړه وړونكې څېرې موجودې دي چې د همدې ذاتي حسن او ښكلا لرلو په نسبت د نورو څخه په ټولنه كې د هر چا خوښ راځي او هر څوك يې زړه ته د رانژدې كولو هڅه كوي. د انسانانو په منيځ كې ښكلې او ښايسته څېرې،د پېغلو او ځوانانو نوې او تازه راپيدا شوې نښې او نښانې او د هغوى ډول ډول سينګارونه او داسې نورو ژوند يا روح خوښونكي شيانو سره مينه او محبت د هر انسان ذاتي ذوق دى ليكن متاسفانه په بعضې وروسته پاتې ټولنو كې د ځوانانو دا مينه او محبت د بعضې فرسوده قوانينو قرباني كيږي . مثلاً په زياتو كورنيو كې پېغلې انجونې دو لور په نوم په لوړه بيه د حېوان(چهار پاى)په شان خرڅون ته ساتل كيږي كه څه هم د ښكلا په زېور پټه وي- ليكن د پلار د مادي هوسونو قرباني كيږي لكه چې بېلګه يې د ليكوال لخوا د يوې داسې پېغلې د خولې وينا چې خپل پلار ته يې كوي د شعر په ډول در وړاندې كوي:

 

 

 

ځوانه يم،ځـــــــوانه يـــــــم،ځــــوانه !        يك تنها به زه تر څو شپې تېروم پــــــلاره !

پلاره!ستا ډېرو نادودو ژړولي يــــــــــــــمه       دچهار پاى په شان دې سل ځاى بيه كړې يــمه

كوم خانانو سود خورو ته دى ساتلي يمه        زه دې لور يم كه دښمنه سوال كوم پــــــــــلاره !

نه پوهېږم چې دې څه پلان نيوـــــــلى دى         دې حرامو ته دې كوم قرض ساتلـــــــــــــــى دى

د بشر حقوق دې شاته غورځولـــــــى دى           په قيامت كې به دى خداى(ج)ته مخ كوم پلاره!

زه په ژوند كې يو همسرته ضرورت لرم           زوړ بوډا سړى به څه كړم ښه صورت لـــــرم

(نظيف مل)سره بې شانه محـــــــبت لرم

خپل مئين زړګى به څه صبروم پلاره!

 

 

 

|+| نوشته شده توسط محمدنسیم ستانکزى در 2011/4/27  |
 د ژوند په اره سل حقیقتونه

1.     هغه کسان چې خپل ډیری وخت د نورو د ژوند په چوپړ کې (مشوره ، لارښوونه .......) تیروي خپل ژوند ته له رسیدلو څخه پاته کیږي.

2.     هغه کسان چې وایي "زه باید دغه راز تيت او خپور نه کړم خو یواځې يې تاته وایم" په ځیر او دقت سره به ستاسې راز هم ددې په څیر نورو ته ووایي. 

3.     د حقیقت ویل مهم دي ؛ دا مهمه نه ده چې مونږ رښتیا وایو او نور اشتباه کوي.

4.     هیڅ هدف او موخه د مسیر اود هغې د لارې د طی کولو څخه لاسته نه راوړل کیږي.

5.     هغه کسان چې د زرکو په څیر خپل سرونه په واوره کې ښکته کوي په حقيقت كې به د نورو د لغتو ښکار کیږي.

6.     هغه څه چې په ظاهري بڼه یو کس وینو ، په دقت سره هماغه څه دی چې په واقعیت کې هغه کس دی.

7.     جرات او غښتلتیا دا نه ده چې د پړانگ پر وړاندی ودریږو بلکې دادی چې څنگه وکولای شو د هغه د شر څخه څنگه ځان وژغورو.

8.     مونږ له هماغه لمړۍ څخه پلار او مور زیږول شوي نه یو ، بلکې باید زده کړو چې څنگه پلار او مور اوسو.

9.     هغه کلمې چې په ژبه باندې جاري کیژي ، قدرت یې زمونږ څخه اخیستی دی – له خپل ځانه هیڅ قدرت نه لري.

10. عاقلان په سکوت کې ژوند تیروي ترڅو تر هرڅه زیات د خپلو هیلو اواز واوري.

11. فرښتې ځمکې ته نه راځی ترڅو وگوري چې موږ څه کوو بلکې ددې له پاره ترڅو مونږ ته ووايي کوم کار بهتر دی چې موږ یې ترسره کړو.

12. هیڅ شی لکه د نورو سره په اړیکه ، په ټول بدن سره دانسان په درد نه خوري.

13. په واقیعت سره موږ هیڅ شی نه کنټرولوو خو خپله کړنلاره ، کردار او هوډونه.

14. موږ په هیچا نه ښادیږو یواځې پر خپل ځان (که چیرې وغواړو).

15. دا یوه ستره تیروتنه ده که چیرې موږ له خپلو تجربو څخه پند وانخلو.

16. زه هیڅ نه پوهیږم ، ماته لارښوونه وکړئ ، زه هیڅ نه اورم ، ماته ووایاست ؛ زه به هیڅ ونه گورم ، ماته راوښایاست – موږ به ټول سره بریالي اوسو.

17. پښیماني د هغو شیانو له ډلې څخه شمیرل کیږي چې موږ په تیروتنې سره ټاکلي دي.

18. هغه څه چې په خپل زړه کې روزو ، هماغه څه دي چې ددې نړۍ په ژوندکې یې په لاس کې لرو.

19. یوازې په دې دلیل نه هغه څه موچې کرلي دي نه گورو ، نه شو کولای چې ووایو چې څه دي چې ددې ځای څخه بهرته نه راوځي.

20. واقعي جنسیت وجود نه لري ، هر څوک په خپل ځان کې د مخالف جنس د روحیاتو برخه لري.

21.  ستاسې تجربې ستاسې تجربې دي نه ستاسې شخصیت.

22. زموږه د لټۍ له امله فرض شوې د حقیقت د پلټنې څخه سرچینه اخلي.

23. هیڅوک په بشپړه توگه بې طرفه نه دی.

24. زموږ کورنۍ یواځې هغه ځای نه دی چې موږ هلته پیداشوي یو ؛ کله هم یو خلاص لاس او ورین تندی کولای شي چې متولد کړي.

25. تاسی تل صحیح لاره نه پیداکوې.

26. فروتني او عاجزي په واقیعت کې د خطاوو د منلو توانایي ده.

27. د یو سړي توانایي هغه څه نه ده چې په جیب کې یې لري ، بلکې هغه څه ده چې په خپله غاړه یې لري.

28. که چیرې تاسې یو مثبت ګام پورته کړې ، کائنات به سل ګامه ستاسې په لور درواخلي.

29. که غواړۍ چې له بدیو څخه وژغورل شې ، د نورو بدي مه غواړۍ.

30. که چیرې غواړۍ چې تل له حقیقت سره سر او کار ونه لرۍ ، تل په خپلو خیالاتو کې ورک یاستۍ.

31. فخر پلورل هغه لباس دی چې یوازې د احمقانو پرتن وي.

32. څوک چې د نورو څخه ډیر پوهیږي ، معمولا هغه څوک دی چې د نورو پر وړاندې لږ خبرې کوي.

33. هرڅوک د ارزښت لرلو سزاوار او د نورو د مين کیدلو وړ دی.

34. هیڅوک به تاسې ته پایلیز ځواب ونه وایي خو یوازې تاسې په خپله.

35. تاسې یوازې هغه وسایل چې لرې پرې عمل وکړې ، نو د نویو وسایلو په پلټنه کې خپل وخت مه چټي کوئ.

36. که چیرې خپلې تیروتنې په پام کې ونه نیسو ، نو هغه وخت به د خپلې هرې تیروتنې له پاره د اشتباه لاره کشف کړې وي.

37. انسانان دي چې ژوند ته مانا ورکوي نه څيزونه.......

38. تل داسې سوالونه شته دى چې ځواب یې نشته او ډیر ژر به یې ځوابونه پیدا شي.

39. اوس مهال په حاضر وخت کې راتلونکې او تیره وجود نه لري ژوند دوام لري.

40. کله چې خبرې کوو ، نو د هیچا اواز نه اورو.

41. کورنۍ باید کوچنیان د ژوند په هوډ نیولو مسوول ونه گڼي.

42. دا مهمه نه ده چې زموږ پلرونه څه کاره وو ، مهمه دا ده چې موږ به څه کوو او څه به راڅخه جوړ شي.

43. که فکر کوئ چې همدا اوس ووایې، نو ووایې او که چیرې پوهیږې چې یو کار باید ترسره کړې نو ترسره یې کړې.

44. هر بدلون خوځښت ته اړتیا لري.

45. د نورو مرسته زمونږ د کار د بشپړتیا او ترسره کولو په مانا ده.

46. داسې نه ده چې هر څوک باید تاسې دوست لري خو امکان لري چی تاسې هر څوک دوست ولرۍ.

47. که تل د یو چا له پاره یو کار ترسره کوو ، نو هغه به هیڅکله نوموړی کار زده نه کړي.

48. هیڅ شی د خندا څخه ډیر او ژر نه خپریږي.

49. نورو ته زمونږ بهترینه ډالۍ زمونږ وخت او صبر دی.

50. ښکلا یواځې د سترگو لیدل نه دي، بلکې په فکر او زړه سره لیدل کیږي.

51. هر څوک په خپل ځان کې د کمال تخم لرونکی وي ، خو ډیر کسان کولاى شۍ چې هغه وروزي.

52. د لفظي شخړو د حل یواځینۍ لار د حل دیوې لارې پیداکول دي.

53. هره کړنه چې موږ یې ترسره کوو او هر حرف چې وایو بیرته موږ ته راگرځي خو په هغه توگه نه چې ورته سترگې په لار یو.

54. که چیرته د زینی یوه پله ماته شي په لږ زیار سره باید پښه پورته کیږدو.

55. هیڅکله هم هغه کلمې چې نه وي ویل شوي د بندو دروازو ترشاه کوټو کې مه بندوئ.

56. هرڅوک ترهغې زیات دی ترکومه چې دی ځان پیژني.

57. له هرڅه چې وویریږو د هغه اسیر کیږو.

58. اړترین انسانان حریص ترین انسانان دی.

59. داسی فکر وکړئ چې تاسې تل ژوندي یاست او دومره عمل وکړی چې نن مړه کیږۍ.

60. داسی وخاندۍ څنگه چې نفس اخلئ او خوښ ولرئ لکه څنگه چې ژوند کوۍ.

61. هیڅوک نه شي کولای بیرته راوگرځي اونوی پیل ولیکي خوهرڅوک کولای شي نوی پیل وکړي او خوښونکى پای جوړکړي. 

62. په ژوندو کې ارزښت لرونکي څيزونه هغه څه نه دي چې د لمس وړتیا ولري.

63. ترټولو ښكلي انځورونه په تياره كوټه كې ظاهريږي ، نو هر كله چې د ژوند له تيارې برخې سره مخامخ شوئ نو پوه شۍ چې طبيعت غواړي ستاسې ښكلى انځور جوړ كړي....

64. سخته واوره ووريده ، ونه ماته شوه چې ښكلا يې پيداكړه.

65. ژوند لكه د لوبې د حكم په څير دى ، غوره نه ده چې ښه لاس رسى ورته ونه لرو ، غوره او مهمه داده چې ښه يار او دوست ولرو.

66. زموږ د لنډوالي لامل دى چې ديوال اوږد دى.

67. د مخ پر وړاندې ښيښې څخه ژوند وګورۍ نه د شاه له هندارې څخه.

68. د موږك د ويرولو له پاره خپل كور ته اور مه اچوۍ.

69. د ژوند كولو هنر ، د نقاشۍ د هنر دنه پاكولو څخه له هنر څخه دى.

70. د ژوند د بهترينو خوندونو څخه د هغه كړ تر سره كول دي چې نورو وايي موږ يې نه شو ترسره كولاى.

71. د ژوند هره ورځ معجزه ده . زه خپله هسې نه تيروم ځكه چې زه د معجزاتو په قدر باندې پوهيږم.

72. كرار كښينه تقلا مه كړه ځكه چې پسرلى راتلونكى دى او شنيلي او واښه وده كوي.

73. دا چې څه فكر كوو ، څه پوهيږو او په څه باور لرو مهمه نه ده ، مهمه داده چې څه كوو.

74. له ژوند څخه د هغه څه وړتيا چې لرو رارسيږي نه هغه څه چې هيله يې لرو.

75. له كومه ځايه چې ژوند زموږ د وجود هينداره ده او يواځې زموږ په بدليدو سره بدلون مومي.

76. هغه ساعت چې وران دى ، په هره ورځ كې دوه ځلې وخت درست ښايي.

77. هركله موچې په ژوند كې د يخ څخه كور جوړ كړ نو ويلي كيدو ته يې مه ژاړۍ.

78. د سترو انسانانو له پاره چې په دې باور دي: يا به لاره پيداكړو يابه لاره جوړه كړو.

79. خپلې هيلې يوځاى سره ياداشت كړه او يوه يوه د خداى او كائناتو څخه وغواړه ، خدا او كائنات له ياده نه باسي خو ستابه له ياده ووځي هغه څه چې ته يي نن لرې او د پرون ورځې هيله وه.

80. پاڼه د زوال په پايله كې وليږي او ميوه د كمال په پايله كې پريږده كه ژيړې پاڼې په څير يې يا سرې مڼې په څير.

81. كه د سترتوب له امله ونه توانيدلې چې د  چا ګناه وبخښې نو دا به ستا د زړه كمزوري وي.

82. په هغه چا ايمان راوړه چي د حقيقت په لټه كې دى او په هغه چا باندې شك وكړه چې حق يې پيدا كړى دى.

83. موږ تياريو چې په ژوند كولو سره قيمت او ارزښت پيداكړو نه په قيمت سره ژوند وكړو.

84. هر چا چې د ژوند موخه پيداكړه هر څنګه چې غواړي جوړه دې كړي.

85. ښه خبره د نوموړې خبرې له وياند څخه واخلې كه څه هغه پرې پخپله عمل نه كوي.

86. ترټولو ناتوانه كسان هغه څوك دي چې په دوست پيداكولو ونه توانيږي او تر هغه هم ناتوانه هغه څوك دى چې خپل دوست له لاسه وركړي.

87. كله چې عقل بشپړ شي نو ويناوې او خبرې كمې شي.

88. سهار وختي دداسې ورځې په لټه كې شۍ ځكه چې بركت او موفقيت په سهار كې نغښتى دى.

89. د هر كار د ترسره كيدل زرو ورځې صبر ته اړتيا لري.

90. د بريالتوب راز په دې كې دى چې له طبيعت او كائناتو سره همغږي اوسو او د ژوند څپو په اوږدو كې خوند ورڅخه واخلو.

91. بريالتوب يو لياره دى نه موخه.

92. ډيرې او ښه بريالتوب د هغه شي څخه ګټه اخيستل دي چې اوس مهال يې موږ لرو.

93.  ماتې بريا ده كه چيرې موږ له هغې څخه پند واخلو.

94. بريالتوب دا نه دى چې هيڅكله هم تيروتنه ونه كړو بلكې دا ده چې يوځل بيا تيرې تيروتنې سره مخ نه شو.

95. بريالتوب هغه څه ته لاس رسى دى چې موږ يې غواړو او ښاديدنه د هغه څه غوښتنه ده چې موږ ترلاسه كړى دى.

96. بريالتوب بې له دې چي ستړي شو له يوې ماتې څخه بلې ماتې سره مخ كيدل دي.

97. زه پوهيږم چي ټوله شته زما له پاره خلق شوې ده نو په انديښنه كې نه يم او ټوله شته خپله بولم.

98. مثبت فكر د هرې بريا بنسټ تشكيلوي.

 

                                                                         ژباړونکی: محمد نسیم ستانکزی

|+| نوشته شده توسط محمدنسیم ستانکزى در 2011/4/27  |
 پښتو څلوريځي

اوښکي

دګلاب باړخو به ولي نه خوږيږي

سپين شبنم چي د اسمانه پری رالويږي

څنګه سوئ کوي ها مخ له ډيره درده

پر بڼو چې خواري اوښکي وټاليږي

 

جادوګر نظر

ستوري هله د سپوږمۍ خوا کي ښکاره شي

چي دلمر سترګه د غره شاته ويده شي

جادوګر نظر دي هغه وخت وژل کړي

چي پر مخ دي توري زلفي را ايله شي

 

شوخ نظر

ټول وجود مي ستا دميني وثواب ته

پر سجده شي ستا د سترګو وکتاب ته

ستا په يو نظر مي زړه هسي اوبه شي

لکه واوره چي شي ويلي د لمر تاو ته

 

زماد زړه غوښتني

يو ارمان چي د پښو خاوري د يار سي

بل ارمان چي د يار مينه کي په دار سي

بل چي مينه ئې سبق شي تر نسلونو

بل چي ښخ يي خوار جسد پر کندهار سي

 

زما شعر

چي هر شعر مي د سبا ورځي فرهنګ دی

ځکه هر بيت مي د زړه په وينو رنګ دی

دناپوه وه انتقاد ته ئې سپر بولم

زما ارزو د جهالته سره جنګ دی

 

د بل خدمت

دادبل خدمت به هله ستا په کار شي

چي دي خپل ژوند د پردو پر اوږو بار شي

په ځواني کي د هر چا سره همدرد شه

چي هر يو دي په پيري کي خدمتګار شي

 

مور

ها اولاد چي تل د مور په مينه پايي

کاينات دجنت زيري باندي وايي

دخدای عکس وي د مور د زړه هنداره

تل قبليږي د مور لپه کښي دعاوي

 

شاعر زړه

شاعر زړه که مي نن نه ښکاري خوناب کي

خو سبا ئې خلګ ستايي په کتاب کي

دا دستورو زرين مخ هاله ښکاره سي

لمر چي پټ کړي ماذيګر په سره حجاب کي

 

عجز

عاجزي به دي په خلکو کښي پاچا کړي

هر سړی به ستا په مينه مبتلا کړي

لوړ ابشار چي تل وځمکي ته توييږي

څنګه زړونو ته په مينه لار پيدا کړي

 

کندهار

تاشلولی د غليم هر وخت زنار دی

ځکه نوم دي لا تراوسه کندهار دی

ستا اغوش د ملحدينو قبريستان دی

تل و برم ته دي سر ټيټ د استعمار دی

 

عاجزي

يو مېږی شه ځان تر بل کړه لاندي باندي

هاتي مه شه چي بل څوک شي تر تا لاندي

دا يو څو ورځي ژوندون په شتاب درومي

ځان قربان کړه حيدري د خوار تر ساندي

 

کبر

لاتر څو به له غروره قدم ږدې پر دې قبرو

يوه ورځ به ته هم راسې تور لحد ته پر اوږو

نن په عجز که لاس پورته هر مرده ته د دعا

چي سبا دي سي ثمر څو دعاګاني د پردو

 

شمعه

شمعي د شپې چي تر سهاره ژاړې

وايه د کم دلبر لپاره ژاړې

بيا دي سور اور پر خپل ځيګر بل کړی

ته لکه ګل له خپله خاره ژاړې

 

د یتیم اختر

رنګارنګ جامې په تن کي دا وګړي

په سيالي کي يو له بل سره لوېدلي

د اختر هوس به ها يتيم ته څه وي ؟

چي پتري ئې پر څپلۍ باندي وهلي

 

د جانان زړه

دهسک لاس کي جام سپېره ښکاري جانانه

چي دي سترګو کي نشه ښکاري جانانه

دهندارو په ګريوان کښي ئې پټ نه کړې

ګوره خدای دي نن تر زړه ښکاري جانانه

 

 

نیم کلام

چي د فلک زړه کي د ميني انتقام پاته شو

زما د ليلې پر سپېره دښت د وينو جام پاته شو

غمازه ! لړ به دي کتله د رخصت شېبو کي

چي مي پر شونډو وه دلبر ته نيم کلام پاته شو

 

زما عقیده

چي پر خيضر ېې د ژوند جام لورولی

چي خليل ئې دنمرود اور کي ساتلی

چي نظام ئې د قدرت په لاس کښي څرخي

ما هغه رب په خدائې باندي منلی

 

د یار غم

چي خالق ئې په تخليق باندي تل وياړي

ټول مخلوق ېې يو ديدن له خدايه غواړي

چي بشر ته ئې دي ميني الهام پرېښود

حيدري د هغه يار په غم کي ژاړي

 

جذبه

زه به سنګرونه د غليم په وينو سره کړمه

ځای به و اغيار ته  په لستوني کي ورنه کړمه

ما هر استعمار د اوښ په شان پر تتۍ کړی دی

نور به ئې په وينو کښي لا هم وينو زړونه خيشته کړمه

 

هلمنده
   موږ له سنګره ځو سنګرته موږ وکورته نه ځو
مرګيه يوجنګ لاګټو تر هغه ګورته نه ځو
دغه تور مخي ولي داسي ناکراره ښکاري
هلمنده موږ خو تر اټکه ځو لاهورته نه ځو

مورته څلوريځي
بی بی هواته
اې زماګرانې قدردانې مورې
ټوله نړۍکې قهرمانې مورې
پيغمبران هم ستادغيږې بچي
دټول دنړۍ دليډرانوموريې

مور دمينې  انسانيت يوه ښوونکې
مور دټولو بشريت ستره روزونکې
مور دژونددسعادت تمثيلونکې
مور دژوند د حقيقت بيانونکې

مورشهکاره ليډران په غيږ کې روزي
مورخو تل قهرمانان په غيږ کې روزي
مورسپيڅلي جنتيان په غيږ کې روزي
دا چې خداې ورته دمور مقام ورکړې

مورې ته زما دمينې پرښته يې
ځکه ماته ډيره ګرانه  پښتنه يې
قافلې چې تمدون مقام ته رسي
ته دټولوسر لښکره يې درنه يې

 

 

|+| نوشته شده توسط محمدنسیم ستانکزى در 2011/4/27  |
 لنډه كيسه


څو شيبې د مخه باران شوي وو، ځمكه لنده وه خو اوس لږه لږه ځمكه وچه شوې وه، زړې بوډى زوړ څادر ځانته هوار كړ،ساه يې لنډه لنډه كيده، په زوړ څادر كيناسته بوډى د دنگې ودانۍ د چارديوالۍ دروازې يوې خواته ناسته وه سر يې تك سپين و، زړې جامې يې پر تن وې مخ يې گونځې گونځې و، سترگي يې په مخ كې ننوتلې وې ملا يې كړوپه وه، په څنك كې ورسره خپل يتيم لمسى ناست و،
د ماشوم شليدلې جامې په تن وي خيرن مخ يې له ساړه څخه تك سور شوي و پښي او لاسونه يې د خيرو له لاسه تور شوي و پښې يې چاودې چاودې وې،
د ودانئ مخې ته زيات خلك اخوا ديخوا كيدل څوك ودانى ته ننوتل او څوك ترې وتل غونډې ته لا څو شيبې پاتې وې د ودانئ مخې ته رنگا رنگ موټر دريدل د لوكسو دريشيو والا به ترې ښكته شول او د ودانئ په لور به روان شول زړې بوډى به د څو پيسو په نيت لاس ورپورته كړ:
زويه د خداي په نامه بې وسه يو .....

څوك به ترې تير شول او چا به اوسپنيزي پيسي ور وغورځولي او تير به شو،
زړه بوډى همداسې د ودانئ مخې ته ناسته وه ، خپل ځوانيمرك زوي يې ورته راياد شو د گل په شان همدا يو زوي يې و، د بوډى خاوند پخوا وختو كې وفات شوي و ، زوي يې په ډيره خواري رالوي كړي و، بوډى باندې ډير گران و،مزدورې يې پري نه كوله خو زوي به يې په ښار كې كله كله لاسې گاډى چلوله؛ څو كاله پخوا يې د پلار نيكه ځمكه خرڅه كړه زوئ ته يې پري واده وكړ ، د زوئ يې څو كاله پس زوي پيدا شو، خو د لمسې يې لا څو ورځي نه وې تيرې چې زوي يې په ترافيكې حادثه كې ځوانيمرگ شو، د زوى له مرگه وروسته د بوډى زړه مات شوى و،
زړه بوډى د خپل زوي په اړه سوچ وهلو كې همداسي وركه وه....
ودانى ته زيات خلك ننوتل د ننه په ودانى كې شور زوږ و ،په چوكيو د نارينه و تر منځ زياتره ښځي هم ناستې وې د چا بورقې پر سر وې خو ځينى پكې لوڅ مخ ناستي وې، د سټيج يوې خواته دې غونډې ته خاص ميلمانه رابلل شوې و،
څو تنه ښځې او دريشيو والا كسان د خاصو ميلمنو پر ځاې ناست و،غنم رنگه سړې ددوې په منځ كې ناست و ،د سالون زياتره برخه د غنمرنگ سړې په عكسونو ډكه وه
غونډه پيل شوه په ودانى كې ناستو خاصو ميلمنو څخه به يو يو كس د سټيج سر ته راته، څو شيبې به يې د غنم رنگه سړې د كارنامو او لاس ته راوړنو په باب او اوس ولسې جرگي ته د كانديدو په اړه خبري وكړې،

په هره خبره باندې به د غنم رنگه سړي د پلويانو لخوا چكچكې شوي په سالون كې به چيغې شوي:

قومندان صيب زنداباد...
بيا به چوپ شول

غنم رنگه سړي هم كوم پخوانۍ جنگسالار و په زياتره سيمو كې زيات ظلمونه كړي و ډير بې وسه خلك يې د مرگ كندې ته ور غورځولې ؤ
په خپله سيمه كې يې زيات پلويان درلودل ځكه خلك ترې ويريدل،اوس يې ځان كانديد كړي و،

غونډه لا روانه وه زړې بوډى د ديوال بيخ ته نيمكښه پرته وه داسې بريښيده چې ويده ده د ودانى مخې ته زيات څوك نه تر سترگو كيدل د ودانى شاوخوا خالې وه پر سرك به كوم موټر په گړنديتوب سره تير شو،بهر ته د ودانئ د ننه څخه شور او زوږ راتلو ښه شيبه وخت تير شو داسې بريښيده چې د مراسمو پاي رارسيدلاي دي

غونډه اوس پاي ته رسيدلې وه د دريشيو والا او نور كسان ترې زر زر راوتل بوډى هم څو كسانو ته د خير په نيت لاس ور اوږد كړ څو كسانو پيسي وركړي خو نور به ترې تير شول د ودانى څخه څو تنه نور هم راووتل،ورپسي د سالون څخه غنم رنگه سړى راووت له وجوده غټ و، توره دريشي يې په تن وه، مخې ته يې څو تنه وسلوال روان و ، د غنم رنگه سړې د سر ويښتان نيم توې شوي و،ږيره يې خريلي وه څو تنه وسلوال ترې شاته هم روان و، غنم رنگه سړى سرك ته راووت بوډى د خير په نيت لاس وراوږد كړ سړې ورته په لاس كې يو لسگون وركيښود نور د موټر په خوا روان شو ، د موټر سره په خوا كې د څو كسانو سره په خبرو بوخت شو،نور خلك پرې هم راټول شول،څو شيبې تيرې شوي خلك زيات شول چا ورسره ستړي مشې كوله او ځينو هم د راي وركولو ډاډ وركولو
څو شيبې له نه وي تيرې چې يو نفر غنم رنگه سړى ته رامنډه كړه، لدې سره درز شو،د سرك څخه خړه لوخړه پورته شوه
د ودانئ مخې ته په سرك كې تور لوگې پورته كيدل، موټر اور واخيست په سرك كي تور لوگې همداسې هوا ته پورته كيدل ټول سرك پر وينو لمبيدلى و، هرې خوا ته د سوي غوښو ټوټې پرتې وې، د انسانانو د بدن ټوټې پر سرك اخوا ديخوا پرتې وي،سرك باندې د لاسونو او پښو د ټوټو ځاي نه كيده د ودانئ د دروازې مخې ته يو سوزيدلى لاس پروت و لاس تك تور سوزيدلاي و خو په ورغوې كې يې نيم سوزيدلاي لسگون همداسې سوزيدلاي پروت وو٠

|+| نوشته شده توسط محمدنسیم ستانکزى در 2011/4/25  |
 د وطني دود او دستو ر پر بنسټ

 زما ا و ستا مينه د پت مينه د ه
زموږ تر مينځ د عد ا لت مينه د ه

د ښه سخا ا و سخا و ت مينه د ه
سر ا سر ډ که د ا لفت مينه د ه

د و طني د و د و د ستو ر پر بنسټ
مو ږ غو ر ه کړې د عزت مينه د ه

مو ږ د و طن په مينه سر و رکوو
را ته و يا ړلې د غيرت مينه د ه

زمو ږلومړۍ خبري نه د ي د جنګ
زمو ږ ا نتخا ب د شرا فت مينه د ه

موږ ته خد ا ی عقل اومنطق را کړی
خو ښه زموږ د قضا و ت مينه د ه

ا نسا ني کرا مت وړد د رنا وي دی
زمو ږ په زړو کي د خلقت مينه د ه

و يا ړو مو ږ په خپل ا سلا ميت
ا صيله مينه د شر يعت مينه د ه

مو ږ يو د بله سر ه مينه لر و
مينه ز مو ږ د حلا و ت مينه د ه

د ښې ورورئ مينه به نه هير ه ؤ
ډ ېر ه مي خو ښه د شفقت مينه د ه

د ظرا فت مينه مي ډ ېر خوښيږي
ډ ېر ه خو ږه لکه شربت مينه د ه

مينه چي ګرمه نه وي نې غو ا ړمه
په تود ه غېږکښې د را حت مينه د ه

نو مو م د صد ا قت مينه په مينه
د و طن مينه په صرا حت مينه د ه

را پا ته مېړ نتو ب د ی د پلرونو
و رسره يو ځا ی د حرا ست مينه د ه

نا روغ د ميني چا ليد لئ ر وغ
چي روغ سړی ته د عبرت مينه د ه

ز مو ږ د ند ه د ميني رسا لت دی
د ټو لو خو ښه د خد مت مينه د ه

زا هد ټو له شپه سبا کړ ه ترسها ره
په زړ ه کښي زما د تلا وت مينه د ه

د و طنه سره ميني سره لمبه کړ م
د فا روق په زړه کښې د وصلت مينه د ه

|+| نوشته شده توسط محمدنسیم ستانکزى در 2011/4/25  |
 
 
بالا